• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

الجزیره: په لسو ورځو کې په پاکستان کې پنځه بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د الجزیري د یو راپور له مخې، د مارچ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۶مې نیټې پورې په پاکستان کې پنځه بریدونه شوي، چې درې یې په خیبر پښتونخوا او دوه یې په بلوچستان ایالتونو کې رامنځ ته شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ټول دغه پنځه بریدونه ځانمرګي بریدونه وو، چې لږ تر لږه ۱۲ پوځي کسان، پنځه چینایي وکړي او یو پاکستانی وګړی پکې وژل شوي دي.

شنونکي وايي، چې په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د تېر کال په اوږدو کې په تاوتریخوالي کې پراخ زیاتوالی راغلی، خو د بریدونو وروستۍ لړۍ، د بریدونو هدفونه او په کومه زړورتیا چې ترسره کیږي، دا ښيي چې د وسله والو ډلو په وړاندې د پاکستان په مبارزه کې به یو نوی فصل پرانیستل شي.

وروستي درې بریدونه، په پرله پسې توګه او په چټکۍ سره شوي او په پاکستان کې یې د چین ګټې په نښه کړي. لومړي برید کې، وسله والو د پاکستان د بلوچستان په ګوادر بندر حمله وکړه، چې د چین په مرسته جوړ شوی و. تر هغې وروسته، یوې وسله والې ډلې په بلوچستان کې د پاکستان پر یوې سترې سمندري اډې برید وکړ، او د دغه کار موخه یې په سیمه کې د چین پانګونه په ګوته کړه. او په وروستي برید کې، جنګیالیو هغه چینایي انجینران په نښه کړل چې د دغه هیواد په شمال کې، د بشام ښار ته نږدې د چین په مالي ملاتړ جوړیدونکې د بریښنا بند په پروژه کې یې کار کاوه.

د پاکستان د امنیټي چارو یو شنوونکي افتخار فردوس الجزیرې ته وویل، د دغو چاودنو بڼې د پاکستان په امنیتي ادارو کې اندیښنې راپارولي. دغه ادارې په دې باور دي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه د یوه "لوی پلان" برخه ده چې د دغه هیواد اقتصادي ګټو ته به زیان ورسوي، او د دغو هیوادونو ترمنځ اړیکې به خرابې کړي.

چین د پاکستان یو له نږدې متحدینو دی او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیزکې یې ۶۲ ملیارد ډالر پانګونه کړې. دغه دهلیز یوه زیربنایی پروژه ده چې د پاکستان لویې لارې غځوي او د چین سویل لویدیز د عربي سمندر له ګوادر بندر سره نښلوي.

پر چینايي کارګرانو برید، د بیجینګ له توند غبرګون سره مخامخ شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۲۷ مه یوې اعلامیه کې ویلي: "چین له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغه پيښې په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملین دې یې ونیسي او عدالت ته دې وسپاري. په ورته وخت کې، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې په پاکستان کې د چینايي اتباعو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي. "

د دغې اعلامیې په ځواب کې، د پاکستان حکومت ویلي، چې دوی به "ترهګر، او د هغوی مرسته کوونکي او هڅوونکي عدالت ته وسپاري"، او د بریدونو د لا زیاتو څیړلو لپاره یې د یو څیړنیز ټیم د جوړولو اعلان کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی: "پاکستان او چین نږدې ملګري او وروڼه هیوادونه دي. موږ په دې کې شک نه لرو چې د بشام ترهګریز برید د پاکستان او چین د دوستۍ د دښمنانو لخوا شوی و. موږ به په ګډه د ټولو داسې ځواکونو پر وړاندې په کلکه اقدام وکړو او هغوی ته به ماتې ورکړو. "

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته لیک لېږلو سره «خپلمنځي همکاري مهمه بللې»

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته په لیک کې «د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ همکاري د نړۍ او د خلکو د امنیت لپاره مهمه بللې ده.» د پاکستان دولتي رادیو وايي، جو بایډن ویلي چې واشنګټن له پاکستان سره «د هغو مهمو ننګونو په مقابل کې درېږي چې نړۍ او سیمه ور سره مخ ده.»

که څه هم په دې راپور کې د ننګونو یادونه نه ده شوې، خو پاکستان له اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی.

دغه هېواد په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې کې ورځ تر بلې د ناامنۍ پېښې ډېرېږي.

درې ورځې مخکې د پښتونخوا په شانګله کې د موټربم برید له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

په دې پېښه پسې چین په پاکستان کې د ځینې پروژو چارېو وځنډولې.

په همدغه ورځ د بلوچستان په تربت کې هم د پاکستان پر پوځي اډه برید شوی و.

پښتونخوا کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ عوامل او د پاکستاني طالبانو ستراتیژۍ کې بدلون

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

په افغانستان کې د تیرو پنځه څلویښت کلونو د جګړو په جریان کې تقریبا ټول وخت د پاکستان دوه صوبې پښتونخوا او بلوچستان د وسلوالو پټنځي او مرکزونه پاته شوي دي.

د دې دوه اساسی علتونه دي، وړومبی دا چې پاکستان د خپل تاسیس د ورځې نه له امریکا او بریتانیا سره د خپلو نږدې اړیکو په وجه په افغانستان کې د دغو هیوادونو د ستراتیجیو د پلي کولو لپاره د وړومبي خط د دولت نقش لوبولی دی او له دې سره د خپل جغرافیايي موقیعت په وجه پښتونخوا او بلوچستان پورته ذکر شوو جګړو ته د سازمان ورکولو په مرکزونو بدل شوي دي.

دویم علت دا دی چې د پاکستان پنجابي واکداران او په خاصه توګه جنرالان د پښتنو او بلوڅو ملتپال نهضتونه د پاکستان لپاره اصلي خطر بولي، د هغوی د دې خطر د مخ نیوي لپاره په دې دواړو صوبو کې په آګاهانه او په منظم ډول یې مذهبي افراط او جګړه ماري تشویق کړې ده.

په دې لړ کې پاکستاني جنرالانو پښتونخوا ته خاصه پاملرنه کړې ده، ځکه چې په شلمه پیړۍ کې دا سیمه د باچا خان په مشرۍ د پښتنو د ازادي بښونکي نهضت مرکز پاته شوې ده؛ لکه څنګه چې پاکستاني جنرالان او د هغوی بین المللي انډیوالان په افغانستان کې د مذهبي افراط او د جګړه مارۍ نه د تاریخي او سوچه افغان ملي هویت د تضعیف لپاره استفاده کوي، هم دغه رنګه هغوی په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د ملي نهضت د ځپلو لپاره طالبي افراط په شا ټپوي.

تاوتریخوالي کې قبایل کارول

د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني
100%
د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني

په دې لړ کې د پښتونخوا د ډیورنډ کرښې سرې نزدې پرتو د اوو قبایلي ضلعو او له هغو سره نښتې سیمې ذکر ضروري دی.

د په اصطلاح قبایلي علاقې په نوم د شمال نه جنوب ته، د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان پورې پرتې دغې پټارې ذکر ځکه پکار دی چې انګلیسي استعمار د افغانستان په اصطلاح«حایل دولت» شاته یوه بله حایله ستراتیجیکه کرښه جوړه کړې وه، چې دوی به یاغستان هم بلله.

دا په حقیقت کې د لر او بر افغان تر منځ پرته، عقب مانده ساتل شوې قبایلي سیمه وه چې د لر او بر د سیاسي نهضتونو اغیزې یې په منځ کې د یوې خوا نه بلې خوا ته نه شوې تیریدلی لکه چې د وچ لرګي په مينځ کې بریښنا سرایت نه کوي.

د انګلیسانو هدف دا وو چې د شاه امان الله خان د ریفورمونو اغیزې کوزې پښتونخوا ته ونه رسیږي او د باچا خان او خدايي خدمتګارانو ملي ازادي بښونکی نهضت افغانستان ته سرایت ونه کړي.

د انګلیسانو د تګ نه وروسته پاکستان هم دغه سیمه د پورته ذکر شویو اهدافو لپاره وکاروله او په افغانستان کې د جګړو زیاتره پټنځي هم په دغه سیمه کې جوړ شوي وو، ځکه په دغه سیمه کې مودرنې وسلې او افراطي فکرونه زیات موجود وو.

پاکستانی جنرالانو که له یوې خوا په دغه سیمه کې په افغانستان کې د جنګ اور د تود ساتلو لپاره ترهګري خوندي کړې وه، نو له بلې خوا به یېدد نمایش په توګه په اصطلاح د ترهګرۍ په ضد پوځي عملیات هم کول.

په دغو عملیاتو کی د پاکستان پوځ د الوتکو، ټانکونو او غټو توپو نه استفاده کړې ده.

په حقیقت کې د دغو پوځي عملیاتو اصلی موخه پر ډیورنډ کرښه پرتو ځواکمنو پښتنو قبیلو زور ماتول او د هغوی په سیمه کې د پرتو طبیعي زیرمو اشغالول وو.

بالاخره د پاکستان د څلویښتو کلونو داستثماري زورواکۍ په ضد په دغو سیمو کې په ۲۰۱۸ کې د ځوانانو په منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه د سیاسي مقاومت یو قوي نهضت جوړ شو.

وزیرستان د دغه نهضت مرکز وګرځید، ځکه چې وزیرستان د ترهګرو د فعالیتونواو د پاکستان په پوځي عملیاتو کې په لویه کچه مرګ ژوبله او تباهي لیدلی ده.

یو بل سازمان این ډي ایم هم په دغه سیمه کېد پښتنو د ولسي مقاومت د یوه بل متشکل سیاسي ګوند په توګه را برسیره شو، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو او دغو مقاومتونو د قبایلي سیمې کرښې په سیاسي کیفیت کې بدلون راوستو، دا سیمه نوره د وچ لرګي په شان حائل نه دی چې سیاسي بریښنا ترې تېرېدلی نه شي.

د ملتپالو د ځپلو لپاره طالبان کارول

پاکستانی جنرالان که له یوې خوا د پښتنو د ولسي مقاومت د ځپلو لپاره د ټوپک ، بندي خانو او شکنجو نه کار اخلي نو له بلې خوا یې په افغانستان کې تل طالبان حمایه کړي دي او په قبایلي سیمو کې یې د ټي ټي پي په لاس د پښتنو ملتپال ګوندونه ځپلي هم دي.

د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ تر مینځه ټي ټي پي د پښتنو د ملتپال فکر تر ټولو زوړ او ستر ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د زرو نه زیات فعالان ووژل.

تر دې وخته د پاکستان او ټي ټي پي معامله سمه وچلیدله، خو په ۲۰۲۱ کې چې کله طالبانو د پاکستان په کومک په افغانستان کې واک ونیولو نو پاکستاني جنرالانو یو ځل بیا د ټي ټي پي سره خبرې اترې پیل کړې چې د پښتنو ملیتپالو او په خاصه توګه د پي ټي ایم او این ډي ایم په ضد د ټي ټي پي ټوپک او اوږه استعمال کړي، خو دا وار نوې او بدله خبره دا وشوله چې په کابل کې د طالبانو له بریالیتوب نه په الهام اخستلو سره ټي ټي پي پاکستان کې د سیاسي قدرت نیولو ته علاقه پیدا شوه.

د ټي ټي پي ستراتیژي بدلېدل

ټي ټي پي له دوو  کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
100%
ټي ټي پي له دوو کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

د دغه هدف تر لاسولو لپاره ټي ټي پي په خپله جنګي ستراتیژۍ کې دوه اساسي بدلونونه راوستي دي.

وړومبی بدلون دا دی چې ټي ټي پي اوس د ملکي افرادو په ځای په عمده ډول د پاکستان د دولتي دستګاه په پوځي او مصونیتي مراکزو حملې کوي چې په تیرو دوو کلونو کې یې د پاکستان پوځ، پولیسو او ملیشو ته سخت تلفات اړولي دي.

د ټي ټي پي په ستراتیژۍ کې دویم بدلون دا دی چې دوی اوس د هرې سیمې لپاره موازي حکومتي اجراییه ادارې او شبکې اعلان کړې دي.

دا عیني کار دی چې افغان طالبانو به افغانستان کې د خپلې جګړې په وخت کاوه.

د ټي ټي پي دغې نوې ستراتیژۍ پښتونخوا کې جګړې او خشونت ته یوه نوې بڼه ورکړې ده.

که څه هم پاکستاني جنرالان په ډاګه دا خبره نه کوي، خو هغوی له افغان طالبانو دا غوښتنه لري چې ټي ټي پي دې هغو پخوانیو محدودو فعالیتونو ته را وګرځي چې د پاکستاني پوځ په داخلي ستراتیژۍ کې ځاییدل.

ځینې سیاسي څیړونکي په دې عقیده دي، چې د ټي ټي پي دغه نوې ستراتیژي د هغې نوې نړیوالې لوبې برخه ده، چې د چین، مرکزي اسیا ، روس او ایران ته ورڅیرمه سیمو کې د یوې پراخې او عظیمې بې ثباتۍ او هرج مرج د منځ ته راوستلو لپاره جوړه شوې ده، چې هر څه وي خو لکه د تیرو څلورو لسیزو غوندې یو ځل بیا د افغان نه د جنګ خاشاک جوړول کیږي.

د پښتو د تکړه طنز لیکونکي شاعر ډاکټر اسرار خبره چې

زه ورته جوړ چا په ګوته کړی یم

کاڼی چې راځي زما په سر لګي

طالبان وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۰

د طالبانو له سوداګرۍ وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده.

په هغه سفر کې دواړو غاړو هوکړه کړې وه، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسېږي.

دغه اعلامیه وايي، په بام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو تر منځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.

د افغانستان یوشمېر سوداګر وايي، که چېرته د دواړو هېوادونو تر منځ د هوا له لارې سوداګري پیل شي؛ نو د دوی په سوداګریزو چارو کې به پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
له دې وړاندې ډېر ځله افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې د میوو، دانو او سبزیو د حاصلاتو پر مهال د تورخم او سپین بولدک لارې د دوی د توکو پر مخ بندېږي چې له امله یې هره پلا مېلیونونه ډالره زیان ور رسېږي.

تېره اونۍ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هېواد د سوداګرۍ د مرستیال وزیر خرم اغا په مشرۍ د طالبانو په بلنه کابل ته تللی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د رامنځته شویو خنډونو جاج واخلي او هغو ته د حل لارې بیامومي.

د پاکستان د عدلیې وزیر وايي، چې په قضايي چارو کې د پوځ د لاسوهنې په اړه څېړنې کوي

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د عدلیې وزیر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستان سترې محکمې د شپږو قاضیانو له خوا په قضايي پرېکړو کې د استخباراتي ادارو له خوا د لاسوهنې او تهدید تورونو د څېړلو لپاره به یو څېړنیز کمېسیون جوړ کړي.

اعظم نذير تارار دغه اعلان په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې کړې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف او د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي فایز عيسى تر منځ په ليدنه کې شوې ده.

دغه غونډه وروسته له هغې شوې، چې د اسلام اباد ایالتي سترې محکمې د شپږو قاضیانو له خوا د عیسی دفتر ته یو لیک استولی و.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې"ای ایس ای" دغه قاضیان تهدید کړي، چې په سیاسي قضیو کې د هغوی په خوښه پرېکړې وکړي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر په دې اړه د رویټرز خبري اژانس پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

دغه لیک چې د رویټرز له خوا لیدل شوی په کې راغلي: "موږ باور لرو چې دا اړینه ده، چې په دې اړه پلټنې وشي او معلومه شي چې ایا د دولت اجراییوي څانګې داسې کومه پالیسي لري چې د استخباراتو کارکونکو له خوا پلي کیږي او قاضیان تهدید کوي د زور زیاتي ګواښ ورته کوي ترڅو په سیاسي قضیو کې د هغوی په خوښه پرېکړې وشي. "

په دغه لیک کې د مثال په توګه د هغه قضیې یادونه شوې چې د ای ایس ای کارکونکو د "ملګرو او خپلوانو" له لارې دوه هغه قاضیان تهدید کړي، چې تېر کال یې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په اړه د سیاسي قضیې په اړه فشارونه نه و منلي.

په لیک کې راغلي، چې شپږو قاضیانو د دغو ډول قضیو په اړه معلومات له خپل مشر سره شریک کړی او د پاکستان د هغه وخت له قاضی القضاد سره یې هم لیدلي وو او د ای ایس ای له خوا په قضايي چارو کې د مداخلې په د اړه یې خپلې اندیښنې شریکې کړې وې.‌

دغو قاضیانو ویلي، چې سره له دې چې د دوی مشر د ډاډ ورکړی و، چې د ای ایس ای له مشر سره یې په دې اړه خبرې کړي او اطمینان یې ورکړی، چې دا ډول لاسوهنې به بندې شوي؛ خو بیا هم دغو لاسوهنو دوام وکړ.

د عمران خان اصلي مخالف ګوند مسلم لیګ نواز څخه د پاکستان لومړي وزیر هم په ای ایس ای تور لګولی و، چې د محکمې په پرېکړو لاسوهنه کوي، چې د هغه ورور نواز شریف یې په ۲۰۱۷ کال کې له لومړي وزیرۍ ګوښه او په بند محکوم کړی و.

د پاکستان ځواکمن پوځ په دغه هېواد کې د حکومتونو په جوړولو او ماتولو کې پراخ رول لوبوي.

دغه هېواد په ۱۹۴۷ کال کې له برېتانیې څخه د خپلواکۍ له اخیستو راهیسې د خپل تاریخ نیمه برخه د پوځي رژیمونو په واکمنۍ کې تېره کړې ده.

عمران خان او نواز شریف دواړو تور لګولی، چې د پوځ له خوا له جنرالانو سره تر لانجو وروسته له واکه لېرې شوي دي.

تارار ویلي: "موږ غواړو چې دا موضوع په بشپړه توګه وڅېړل شي ځکه چې موږ یې هم قرباني شوي یو."

تارار ویلي، چې لومړي وزیر شریف به د جمعې په ورځ د کابینې په غونډه کې په رسمي توګه د دغه کمېسیون د جوړولو پرېکړه وکړي.

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر پر طالبانو د مقاومت جبهې د ادعا شوي برید هرکلی وکړ

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزي په افغانستان کې پر طالب ځواکونو د مقاومت جبهې د ادعا شوي برید هرکلی وکړ. جان اڅکزي د دې جبهې د دوو ورځو مخکې ادعا شوي برید په بیا ټوېټ کولو سره لیکلي: "الله اکبر".

مقاومت جبهې د مارچ په ۲۶ په دغه ټوېټ کې ادعا کړې، چې په کابل او غور کې یې په دوو بریدونو کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جان اڅکزی چې د پاکستان په حکومت کې کوم مهم مقام هم نه لري، په دغه هېواد د بریدونو ډېرېدو سره د افغانستان او طالبانو خلاف څرګندونو سره مشهور شوی دی.

نوموړي درې ورځې مخکې ویلي وو، چې که پر پاکستان بل برید وشو؛ نو ځواکونه به یې د افغانستان خاورې ته ننوځي او منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره به پر واخان ولکه ټینګه کړي.

د نوموړي له څرګندونو یوه ورځ وروسته بلوڅ بېلتونپالو پر ګوادر برید وکړ او په ځواب کې د افغان پوځ پخواني چارواکي خوشال سعادت ورته ولیکل چې د واخان د نیولو خوب کې به یې ګوادر له لاسه ووځي.