طالبان وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي

د طالبانو له سوداګرۍ وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده.

د طالبانو له سوداګرۍ وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده.
په هغه سفر کې دواړو غاړو هوکړه کړې وه، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسېږي.
دغه اعلامیه وايي، په بام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو تر منځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.
د افغانستان یوشمېر سوداګر وايي، که چېرته د دواړو هېوادونو تر منځ د هوا له لارې سوداګري پیل شي؛ نو د دوی په سوداګریزو چارو کې به پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
له دې وړاندې ډېر ځله افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې د میوو، دانو او سبزیو د حاصلاتو پر مهال د تورخم او سپین بولدک لارې د دوی د توکو پر مخ بندېږي چې له امله یې هره پلا مېلیونونه ډالره زیان ور رسېږي.
تېره اونۍ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هېواد د سوداګرۍ د مرستیال وزیر خرم اغا په مشرۍ د طالبانو په بلنه کابل ته تللی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د رامنځته شویو خنډونو جاج واخلي او هغو ته د حل لارې بیامومي.


ځینو سرچېنو له کندهاره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پرون پنجشنبه هم د ورځې او هم د شپې لهخوا د بې پیلوټه الوتکو غږونه یې اورېدلي دي. طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم روښانه نه ده، چې دغه «بې پیلوټه الوتکې» د کوم هېواد دي.
کندهار ښاریانو ویلي، دوی په خپله دغه غږونه اورېدلي چې هم د ورځې لهخوا او هم د شپې پر مهال بې پیلوټه الوتکو د دغه ښار پر سر الوتنې کولې.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په سرحدي ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه اورېدل شوي او خلکو لیدلې هم دي.
امریکايي چارواکو له افغانستانه د وتو پر مهال ویلي وو، چې په افغانستان کې ټول ترهګریز خوځښتونه د دوی تر څار لاندې دي.
ځینو طالب چارواکو له هغې ډلې د دغې ډلې د دفاع وزیر او لوی درستیز هم نیوکه کړې وه، چې د دوی فضا لا هم د امریکا په «واک» کې ده.

طالب ویاند ومنله، چې په غور ولایت کې یوه نجلۍ په زوره د هغې د پلار له کوره بېول کېده؛ خو وایي هغه چارواکي چې په دغې پېښه کې ښکېل وو، نېول شوي دي. مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، دغه لانجه د دوو کورنیو تر منځ د مهر پر سر پېښه شوې وه.
د غور له ولایته سرچېنو د پنجشنبې په ورځ د (وري نهمه) خبر ورکړ، چې د پساوند د ولسوالۍ سیمهییزو چارواکو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په زوره د پلار له کوره بیايي او په زوره یې د خپل کس لپاره نکاح کوي.
د مجاهد د هغه غږیز پیغام له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دغه پېښه تاییدوي؛ خو ویلي یې دي چې جبري نکاح نه ده شوې، بلکې دا د دوو کورنیو تر منځ د مهر پر سر لانجه وه چې راپورته شوې.
هغه وايي، زوم ټول مهر نه و پر ې کړی؛ نو ځکه نجلۍ د پلار په کور کې اوسېده.
مجاهد وویل:« له څلور میاشتو وروسته کله چې نجلۍ غوښتل د خپل پلار کره تللې وه او د بېرته تګ پر مهال یې ورور هغه نه ده پرېښې، چې د خپل خاوند کور ته ستنه شي. په دې ترڅ کې د سیمې مشرانو درې ځلې پرېکړه کړې وه، چې نجلۍ باید د خپل خاوند کره ستنه شي؛ خو هغه ستنه شوې نه وه.»
د طالبانو ویاند په دې غږیز پیغام کې ویلي:« د مجاهدینو[طالبانو] دغه کار سم نه و، په کار دا وه چې محکمه یې خبره کړې وای او له زوره کار نه وای اخیستل شوی. [نو]، هغه وسلهوال کسان چې هلته لیدل کېږي، پوځي محکمې ته سپارل شوي او موضوع تر څېړنو لاندې ده.»
له دې وړاندې څلورو سرچېنو په غور ولایت کې تایید کړې وه، چې سیمهییزو طالبانو د غور په پسابند ولسوالۍ د نورک په کلي کې یوه نجلۍ په زوره له خپله کوره بېولې ده.
سرچینو د یوې ویډیو په استولو سره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ولسوال خیرالله خیرخواه، د پولیسو قوماندان عبدالحمید خالد، د استخباراتو مرستیال محمد مشفق او د استخباراتو امر توحیدي په پساوند ولسوالۍ کې د دغې نجلۍ پر کور یرغل کړی.
په ویدیو کې لیدل کېږي، چې یوه ډله وسلهوال یوه نجلۍ له ځانه سره بیايي.
سرچېنو ویلي چې سیمه ایزو طالب چارواکو دغه پیغله په زوره یو کس ته چې د دوی غړی دی او شاه ولی نومیږي په نکاح کوي.
یوې سرچېنې وویل، چې د دغې نجلۍ د بېولو پر مهال نجلۍ د طالبانو سره خپړې ولګولې او په دغه اخ و ډب کې د پساوند ولسوال خیرالله خیرخواه په سر ټپي شوی دی.
د سرچینو په وینا، له دغې پېښې وروسته طالبانو د دغې کورنۍ غړي وهلي ډبولي هم دي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کابل په لوېدیځ، د دشت برچي، سیمه کې د ښځو د حقونو درې فعالې خویندې او د هغوی ورور نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
ویل کیږي، چې دغه درې خويندې د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ غړې دي.
د نیول شوو نجونو کورنیو ته نږدې سرچینو ویلي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د دشت برچي په مرافات کوڅه کې د دغو نجونو پر کور عملیات کړي. د دغې ډلې ځواکونو ٢٥ کلنه آزاده رضايي، ١٧ کلنه ناديه رضايي، ١٤ کلنه الهه رضايي او د هغوی ٢٢ کلن ورور يحيا رضايي له ځانه وړي دي.
د دغو نجونو خپلوانو، د طالبانو ۱۳مې او ۱۸مې حوزې او د دغې ډلې کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو لا یې د هغوی د ساتل کیدو د ځای په اړه کوم معلومات ندی ترلاسه کړی.
تر دې مخکې طالبانو د ښځو د حقونو د دغو دریو فعالانو خور، تمنا رضايي هم نیولې وه، چې له ۲۹ ورځو بند وروسته خوشې شوې وه.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د دې جبهې ځواکونو د پنجشنبې ماښام (د وري ۹مه) یې په کابل کې په دوو بریدونو کې درې طالبان وژلي دي.
دغه جبهه وايي، لومړی برید شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند شام پاریس هوټل ته څیرمه د طالب وسله والو پر پوسته شوی، چې په پایله کې یې ۲ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان دي.
همدا راز، دغه جبهه وایي د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند د بابا جان لوا په سیمه کې یې د طالب جنګیالیو پر یوه بله پوسته برید کړې چې په پایله کې یې یو طالب وسله وال ووژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.
طالبانو لا دغه بریدونه نه دي تایید کړي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، چې په دغو عملياتو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د دې جبهې ځواکونو د چهارشنبې ماښام (د وري ۸مه) شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند دهن باغ په سیمه کې د طالبانو په یوې پوسته برید د ۳ طالبانو د ووژل کیدو او ۲ نور د تپي کیدو خبر ورکړی و.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې له یوه منظم او سنجول شوي پلان پرته د افغانستان سیندونه او ترځمکې لاندې اوبه د وچېدو او ضایع کېدو له کلکو ګواښونو سره مخامخ دي.
ښاغلي غني د «ژوند لارې» په نامه خپل بل پودکاست کې چې پر خواله رسنۍ د هغه پر پاڼو خپور شوی، د افغانستان پر اوبه ییزو سرچینو، امکاناتو او هغوی ته په ورپېښو طبیعي او انساني ګواښونو غږېدلی دی.
د هغه په وینا؛ د وروستیو کلونو ناسنجېدلې ښاري پراختیا چې د ځمکې لاندې اوبو استعمال یې په بېساري ډول لوړ کړی، د دغو اوبو سطحه غورځولې او د پلازمېنې کابل په ګډون یې نږدې ټول ښارونه سملاسي د څښاک اوبو له کمښت او ان نشتوالي سره مخامخ کړي دي.
ښاغلی غني وایي؛ په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو ځینې برخې په اورښتونو او سیندونو له سره پوره کېږي، خو نورې یې په را ایستلو خلاصېږي او بېرته نه راځي او له همدې امله یې باید دغو ډولونو ته په پام سره د کارولو بڼه وټاکل شي.
هغه وویل، چې د افغانستان شپږو لویو ښارونو ته یې د دغو تخنیکي معلوماتو له مخې پلانونه چمتو کړي وو، چې د راتلونکو طرحو اساس جوړولی شي.
ولسمشر غني دغه راز د افغانستان سیندونو ته د خطرونو یادونه هم وکړه، چې د اقلیم په اوښتون سره یې د اوبو اندازه په کمېدو ده او ځکه یې باید هرې قطرې ته «لکه د خپل پت او عزت» په سترګه وکتل شي او خوندي شي.
هغه د سیندونو پر سر له ګاونډیو سره د ستونزو د جوړېدواحتمال هم یاد کړ؛ خو ویې ویل، چې افغانستان د اوبو د تولیدونکي په توګه د هغو د کارولو مشروع او نړۍوال حق لري او که یې ګټه ترې وانه خیسته «نور یې څټي».
ښاغلي غني وویل: «پوهیږئ ولې منطقه ماسره حساسه وه؟» په همدې باندې چې ما ویل «اب ابروی ماست».
ښاغلي غنې د هلمند معاهدې ته په اشارې سره وویل: «د هلمند معاهده ډېره اړېنه ده، واضح ده، پرته له هغه حدودو نه چې ټاکل شوي دي، افغانستان مطلق حق لري چې خپلې اوبه هر څنګه چې لازمې ګڼي مصرف کړي.»
د هغه په وینا؛ افغانستان په لسیزو کې ګاونډیانو ته د میلیاردو ډالرو په ارزښت وړیا اوبه ورکړي او نور یې وخت رارسېدلی چې خپلې اوبه د یوه ملي ارزښت په توګه خوندي او مهار کړي.
ښاغلي غني په دې برخه کې مخصوصاً د سېلابونو د راګرځولو یادونه وکړه، چې په هره سیمه کې د ارزانو خاورینو بندونو په جوړولو ایسارېدلای او نورو هېوادونو ته له وړیا تللو راګرځېدلای شي.
هغه وویل: «د سېلابي اوبو د راګرځولو یوه غوره بېلګه د کمال خان بند دی چې ایران ته وړیا اوښتونکې اوبه یې د نیمروز زرې ګود او نورو ګودونوته چې د اوبو له نشتوالي وچ شوي وو، ورماتې کړې او که کارونه هماغسې چې پلان شوي وو، ادامه وکړي د افغانانو دغه ستره طبیعي پانګه به بېرته راژوندۍ او سیمه به زرغونه شي.»
خو ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان به د اوبو د مهار په برخه کې له نړۍوالو قوانینو سره سم چلند کوي او د هلمند اوبو په مهارولو کې یې د دغه سیند په اړه له ایران سره شوی تړون په کلکه په پام کې نیولی و.
ښاغلي غني د خپلې ولسمشرۍ په کلونو کې یوې مهمې مسلکي ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې د اوبو مدیریت یې ګران کړی و او ویې ویل: « موږ مسلکې تداوم نه دی درلودلی، ډېر ځوانان راغلل ډېر ژر بې له دې چې عملي تجربه ولري او لویو څوکیو ته ورسېدل او یا خلک چې سختو شرایطو لاندې يې انجینري لوستې وه یا پولې تخنیک يې لوستی و، [ددې برخې له پاره] لازمه پوهه پېدا نه شوه او دغو پخوانیو کادرونو له نویو نړۍوالو علمي او مسلکي موندنو سره په اسانۍ ځان نه شو سمولای.»
هغه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو پر ونډه هم دې برخه کې نیوکې وکړې، چې د چارو د سرته رسولو پرځای تر ډېره د شخصي ګټو له پاره د کارونو په ځنډولو پسې وو. له همدې امله، د هغه په وینا د دې اړتیا پېدا شوه چې په دې برخه کې دولتي ظرفیت لوړ شي او پخپله حکومت دا چارې په مخ بوځي.
ښاغلي غني له خواشینۍ سره وویل، چې دا حالت ښایي تر پخوا اوس لا ویجاړ شوی وي، ځکه د اوبو د مدیریت او مهارلولو چارې ددغې برخې د مسلکي کسانو په لاس کې نه دي.
ملګري ملتونو هم ویلي، چې افغانستان د اوبو له سخت کمي سره ډغرې وهي او د دغه هېواد ۸۰ سلنه خلک د څښاک لپاره اوبو ته لاسرسی نه لري.
طالبانو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۱ مېلیونه خلک د اقلیمي بدلون له امله د څښاک اوبه نه لري.