د ملي مقاومت جبهه: کابل کې مو په دوو بریدونو کې درې طالبان وژلي دي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د دې جبهې ځواکونو د پنجشنبې ماښام (د وري ۹مه) یې په کابل کې په دوو بریدونو کې درې طالبان وژلي دي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د دې جبهې ځواکونو د پنجشنبې ماښام (د وري ۹مه) یې په کابل کې په دوو بریدونو کې درې طالبان وژلي دي.
دغه جبهه وايي، لومړی برید شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند شام پاریس هوټل ته څیرمه د طالب وسله والو پر پوسته شوی، چې په پایله کې یې ۲ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان دي.
همدا راز، دغه جبهه وایي د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند د بابا جان لوا په سیمه کې یې د طالب جنګیالیو پر یوه بله پوسته برید کړې چې په پایله کې یې یو طالب وسله وال ووژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.
طالبانو لا دغه بریدونه نه دي تایید کړي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، چې په دغو عملياتو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د دې جبهې ځواکونو د چهارشنبې ماښام (د وري ۸مه) شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند دهن باغ په سیمه کې د طالبانو په یوې پوسته برید د ۳ طالبانو د ووژل کیدو او ۲ نور د تپي کیدو خبر ورکړی و.


د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې له یوه منظم او سنجول شوي پلان پرته د افغانستان سیندونه او ترځمکې لاندې اوبه د وچېدو او ضایع کېدو له کلکو ګواښونو سره مخامخ دي.
ښاغلي غني د «ژوند لارې» په نامه خپل بل پودکاست کې چې پر خواله رسنۍ د هغه پر پاڼو خپور شوی، د افغانستان پر اوبه ییزو سرچینو، امکاناتو او هغوی ته په ورپېښو طبیعي او انساني ګواښونو غږېدلی دی.
د هغه په وینا؛ د وروستیو کلونو ناسنجېدلې ښاري پراختیا چې د ځمکې لاندې اوبو استعمال یې په بېساري ډول لوړ کړی، د دغو اوبو سطحه غورځولې او د پلازمېنې کابل په ګډون یې نږدې ټول ښارونه سملاسي د څښاک اوبو له کمښت او ان نشتوالي سره مخامخ کړي دي.
ښاغلی غني وایي؛ په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو ځینې برخې په اورښتونو او سیندونو له سره پوره کېږي، خو نورې یې په را ایستلو خلاصېږي او بېرته نه راځي او له همدې امله یې باید دغو ډولونو ته په پام سره د کارولو بڼه وټاکل شي.
هغه وویل، چې د افغانستان شپږو لویو ښارونو ته یې د دغو تخنیکي معلوماتو له مخې پلانونه چمتو کړي وو، چې د راتلونکو طرحو اساس جوړولی شي.
ولسمشر غني دغه راز د افغانستان سیندونو ته د خطرونو یادونه هم وکړه، چې د اقلیم په اوښتون سره یې د اوبو اندازه په کمېدو ده او ځکه یې باید هرې قطرې ته «لکه د خپل پت او عزت» په سترګه وکتل شي او خوندي شي.
هغه د سیندونو پر سر له ګاونډیو سره د ستونزو د جوړېدواحتمال هم یاد کړ؛ خو ویې ویل، چې افغانستان د اوبو د تولیدونکي په توګه د هغو د کارولو مشروع او نړۍوال حق لري او که یې ګټه ترې وانه خیسته «نور یې څټي».
ښاغلي غني وویل: «پوهیږئ ولې منطقه ماسره حساسه وه؟» په همدې باندې چې ما ویل «اب ابروی ماست».
ښاغلي غنې د هلمند معاهدې ته په اشارې سره وویل: «د هلمند معاهده ډېره اړېنه ده، واضح ده، پرته له هغه حدودو نه چې ټاکل شوي دي، افغانستان مطلق حق لري چې خپلې اوبه هر څنګه چې لازمې ګڼي مصرف کړي.»
د هغه په وینا؛ افغانستان په لسیزو کې ګاونډیانو ته د میلیاردو ډالرو په ارزښت وړیا اوبه ورکړي او نور یې وخت رارسېدلی چې خپلې اوبه د یوه ملي ارزښت په توګه خوندي او مهار کړي.
ښاغلي غني په دې برخه کې مخصوصاً د سېلابونو د راګرځولو یادونه وکړه، چې په هره سیمه کې د ارزانو خاورینو بندونو په جوړولو ایسارېدلای او نورو هېوادونو ته له وړیا تللو راګرځېدلای شي.
هغه وویل: «د سېلابي اوبو د راګرځولو یوه غوره بېلګه د کمال خان بند دی چې ایران ته وړیا اوښتونکې اوبه یې د نیمروز زرې ګود او نورو ګودونوته چې د اوبو له نشتوالي وچ شوي وو، ورماتې کړې او که کارونه هماغسې چې پلان شوي وو، ادامه وکړي د افغانانو دغه ستره طبیعي پانګه به بېرته راژوندۍ او سیمه به زرغونه شي.»
خو ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان به د اوبو د مهار په برخه کې له نړۍوالو قوانینو سره سم چلند کوي او د هلمند اوبو په مهارولو کې یې د دغه سیند په اړه له ایران سره شوی تړون په کلکه په پام کې نیولی و.
ښاغلي غني د خپلې ولسمشرۍ په کلونو کې یوې مهمې مسلکي ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې د اوبو مدیریت یې ګران کړی و او ویې ویل: « موږ مسلکې تداوم نه دی درلودلی، ډېر ځوانان راغلل ډېر ژر بې له دې چې عملي تجربه ولري او لویو څوکیو ته ورسېدل او یا خلک چې سختو شرایطو لاندې يې انجینري لوستې وه یا پولې تخنیک يې لوستی و، [ددې برخې له پاره] لازمه پوهه پېدا نه شوه او دغو پخوانیو کادرونو له نویو نړۍوالو علمي او مسلکي موندنو سره په اسانۍ ځان نه شو سمولای.»
هغه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو پر ونډه هم دې برخه کې نیوکې وکړې، چې د چارو د سرته رسولو پرځای تر ډېره د شخصي ګټو له پاره د کارونو په ځنډولو پسې وو. له همدې امله، د هغه په وینا د دې اړتیا پېدا شوه چې په دې برخه کې دولتي ظرفیت لوړ شي او پخپله حکومت دا چارې په مخ بوځي.
ښاغلي غني له خواشینۍ سره وویل، چې دا حالت ښایي تر پخوا اوس لا ویجاړ شوی وي، ځکه د اوبو د مدیریت او مهارلولو چارې ددغې برخې د مسلکي کسانو په لاس کې نه دي.
ملګري ملتونو هم ویلي، چې افغانستان د اوبو له سخت کمي سره ډغرې وهي او د دغه هېواد ۸۰ سلنه خلک د څښاک لپاره اوبو ته لاسرسی نه لري.
طالبانو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۱ مېلیونه خلک د اقلیمي بدلون له امله د څښاک اوبه نه لري.

وتلې تُرک توکمې برېتانوۍ لیکوالې الیف شافاک په عام محضر کې د ښځو د سنګسار په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
مېرمن شافاک ویلي: «طالبان د ښځو پر وړاندې خپله سیستماتیکه کرکه د ژوند او ټولنې هرې برخې ته خپروي.»
نوموړې چې د فارسي ژبې د وتلي شاعر مولا جلال الدین محمد بلخي د ژوند په اړه د ملت عشق په نوم مشهور رومان لیکلی، د طالبانو د مشر د خبرو په غبرګون ویلي: «افراطي معتصبان تل له ښځو کرکه لري.»
مېرمن شافاک په خپل انستاګرام کې لیکلي: «دا خبر په نړۍوالو رسنیو کې چندان انعکاس و نه کړ؛ خو تېره اونۍ طالبانو اعلان وکړ چې د ګناه په صورت کې به ښځې په عام محضر کې سنګسار شي.»
نوموړې همدا راز لیکلي، چې د افغانستان ښځې باید هېرې نه شي.
د شرعي حدودو د پلې کولو په اړه د ملا هبت الله وروستۍ څرګندونې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ملا هبت الله ته منسوب یو غږیز فایل په دې وروستیو کې خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو؛ که څه هم ستاسو د ډېموکراسۍ خلاف دی؛ خو ښځې به تر دې وروسته په عام محضر کې سنګسار شي.
په دې فایل کې دغه راز ویل شوي، چې د کابل په نیولو سره د طالبانو کار پای ته نه دی رسېدلی، بلکې نوی پیل شوی دی.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزي په افغانستان کې پر طالب ځواکونو د مقاومت جبهې د ادعا شوي برید هرکلی وکړ. جان اڅکزي د دې جبهې د دوو ورځو مخکې ادعا شوي برید په بیا ټوېټ کولو سره لیکلي: "الله اکبر".
مقاومت جبهې د مارچ په ۲۶ په دغه ټوېټ کې ادعا کړې، چې په کابل او غور کې یې په دوو بریدونو کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جان اڅکزی چې د پاکستان په حکومت کې کوم مهم مقام هم نه لري، په دغه هېواد د بریدونو ډېرېدو سره د افغانستان او طالبانو خلاف څرګندونو سره مشهور شوی دی.
نوموړي درې ورځې مخکې ویلي وو، چې که پر پاکستان بل برید وشو؛ نو ځواکونه به یې د افغانستان خاورې ته ننوځي او منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره به پر واخان ولکه ټینګه کړي.
د نوموړي له څرګندونو یوه ورځ وروسته بلوڅ بېلتونپالو پر ګوادر برید وکړ او په ځواب کې د افغان پوځ پخواني چارواکي خوشال سعادت ورته ولیکل چې د واخان د نیولو خوب کې به یې ګوادر له لاسه ووځي.

طالبانو د هرات - خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو تړون له ګاما روسي شرکت سره لاسلیک کړ.
د طالبانو ریاستالوزرا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاده پټلۍ ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او ۳۵ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.
د طالبانو د ریاستالوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې چارې به په معیاري توګه د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړ شي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.
دا د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړۍوال هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره هم وصل شي او د ترکیې هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار پېدا کړي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست د وري له ۱۰ تر ۱۲ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې سیمو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو د اټکل خبر ورکړ.
یاد ریاست د پنجشنبې په ورځ (د وري ۹مه) نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د ( کابل، هلمند، پنج امو، شمال و هریرود-مرغاب) سينديزو حوزو کې شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ د واورو، بارانونو، تالندې او د سېلابونو اټکل په غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ،بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بادغېس، هرات، فراه او په هلمند ولایتونو کې شوی دی.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې؛ د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د بارانونو او واورو اندازه له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې وي.
د یادولو ده، چې د بادونو د سرعت کچه په ساعت کې له ۳۰ تر ۸۰ پورې وړاندوینه شوې.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې په افغانستان کې د درنو واورو او د سړې هوا له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۷۰ زرو زیات څاروي له منځه تللي دي.