ولسمشر غني دغه راز د افغانستان سیندونو ته د خطرونو یادونه هم وکړه، چې د اقلیم په اوښتون سره یې د اوبو اندازه په کمېدو ده او ځکه یې باید هرې قطرې ته «لکه د خپل پت او عزت» په سترګه وکتل شي او خوندي شي.
هغه د سیندونو پر سر له ګاونډیو سره د ستونزو د جوړېدواحتمال هم یاد کړ؛ خو ویې ویل، چې افغانستان د اوبو د تولیدونکي په توګه د هغو د کارولو مشروع او نړۍوال حق لري او که یې ګټه ترې وانه خیسته «نور یې څټي».
ښاغلي غني وویل: «پوهیږئ ولې منطقه ماسره حساسه وه؟» په همدې باندې چې ما ویل «اب ابروی ماست».
ښاغلي غنې د هلمند معاهدې ته په اشارې سره وویل: «د هلمند معاهده ډېره اړېنه ده، واضح ده، پرته له هغه حدودو نه چې ټاکل شوي دي، افغانستان مطلق حق لري چې خپلې اوبه هر څنګه چې لازمې ګڼي مصرف کړي.»
هغه وویل: «د سېلابي اوبو د راګرځولو یوه غوره بېلګه د کمال خان بند دی چې ایران ته وړیا اوښتونکې اوبه یې د نیمروز زرې ګود او نورو ګودونوته چې د اوبو له نشتوالي وچ شوي وو، ورماتې کړې او که کارونه هماغسې چې پلان شوي وو، ادامه وکړي د افغانانو دغه ستره طبیعي پانګه به بېرته راژوندۍ او سیمه به زرغونه شي.»
خو ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان به د اوبو د مهار په برخه کې له نړۍوالو قوانینو سره سم چلند کوي او د هلمند اوبو په مهارولو کې یې د دغه سیند په اړه له ایران سره شوی تړون په کلکه په پام کې نیولی و.
ښاغلي غني د خپلې ولسمشرۍ په کلونو کې یوې مهمې مسلکي ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې د اوبو مدیریت یې ګران کړی و او ویې ویل: « موږ مسلکې تداوم نه دی درلودلی، ډېر ځوانان راغلل ډېر ژر بې له دې چې عملي تجربه ولري او لویو څوکیو ته ورسېدل او یا خلک چې سختو شرایطو لاندې يې انجینري لوستې وه یا پولې تخنیک يې لوستی و، [ددې برخې له پاره] لازمه پوهه پېدا نه شوه او دغو پخوانیو کادرونو له نویو نړۍوالو علمي او مسلکي موندنو سره په اسانۍ ځان نه شو سمولای.»
هغه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو پر ونډه هم دې برخه کې نیوکې وکړې، چې د چارو د سرته رسولو پرځای تر ډېره د شخصي ګټو له پاره د کارونو په ځنډولو پسې وو. له همدې امله، د هغه په وینا د دې اړتیا پېدا شوه چې په دې برخه کې دولتي ظرفیت لوړ شي او پخپله حکومت دا چارې په مخ بوځي.
ښاغلي غني له خواشینۍ سره وویل، چې دا حالت ښایي تر پخوا اوس لا ویجاړ شوی وي، ځکه د اوبو د مدیریت او مهارلولو چارې ددغې برخې د مسلکي کسانو په لاس کې نه دي.
ملګري ملتونو هم ویلي، چې افغانستان د اوبو له سخت کمي سره ډغرې وهي او د دغه هېواد ۸۰ سلنه خلک د څښاک لپاره اوبو ته لاسرسی نه لري.
طالبانو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۱ مېلیونه خلک د اقلیمي بدلون له امله د څښاک اوبه نه لري.
جان اڅکزی چې د پاکستان په حکومت کې کوم مهم مقام هم نه لري، په دغه هېواد د بریدونو ډېرېدو سره د افغانستان او طالبانو خلاف څرګندونو سره مشهور شوی دی.
نوموړي درې ورځې مخکې ویلي وو، چې که پر پاکستان بل برید وشو؛ نو ځواکونه به یې د افغانستان خاورې ته ننوځي او منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره به پر واخان ولکه ټینګه کړي.
د نوموړي له څرګندونو یوه ورځ وروسته بلوڅ بېلتونپالو پر ګوادر برید وکړ او په ځواب کې د افغان پوځ پخواني چارواکي خوشال سعادت ورته ولیکل چې د واخان د نیولو خوب کې به یې ګوادر له لاسه ووځي.
مجاهد وايي، چې پاکستان سره یې دا هوکړه هم کړې، چې د یو کال لپاره په ازمایښتي توګه د دواړو هېوادونو لارۍ د یو بل په خاوره کې په خپلواکه توګه کرځېدلای شي او دغه چاره به د روان میلادي کال د می له میاشتې پیل شي.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان له خوا پر افغان توکو لګیدلي بانکي ګرنټي پر لرې کولو هم هوکړه شوې او پاکستان به تر راتلونکې یوې اونۍ پورې دغه ګرنټي لرې او یوازې په بیمې اکتفا وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزي اړیکي له ګڼو ستونزو سره مل دي.
هر کال د افغانستان د میوو او ترکارۍ د حاصلاتو وخت کې د افغان سوداګرو میوې او ترکارۍ د پاکستان د پولې د بندیدو او یا دننه پاکستان کې د جوړېدونکو ستونزو له امله خرابیږي او دغو سوداګرو ته لوی زیان اړوي.
په همدې حال کې د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو نړۍوال کاروبار هم د کراچۍ په بندرونو کې د محدودیتونو او جوړو شویو ستونزو له امله تر ډېره له خنډ او ځنډ سره مخامخ وي او ډیری سوداګر یې مجبور کړي، چې تر ممکنه بریده د ایران لارې ته مخه کړي.
که څه هم په افغانستان کې د بریدونو او وژنو تاریخ پخوانی دی؛ خو د ځانمرګو په ابتدايي دود لومړی برید پر احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱ کال کې وشو، چې نوموړی پکې ووژل شو.
په دغه څېړنیز راپور کې د ۴۱ ماخذونو، نړۍوالو بنسټونو، کورنیو ادارو، نړۍوالو رسنیو، د سولې او جګړې د څېړنیزو ادارو او د طالبانو تر کنټرول لاندې د ځینو ادارو څخه معلومات راټول شوي دي.
همدا راز د ځانمرګو بریدګرو له ۱۳ کورنیو سره هم خبرې شوي او هڅه شوې، چې د کورنیو معلومات پټ وساتل شي او نومونه په مستعاره بڼه بیان شي.
سټیف کول په اېس ډایرېکټوریټ کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې د یوه چارواکي په حواله لیکلي، چې احمد شاه مسعود ته له دې امله په کمرو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې ځانمرګو بریدګرو په خپل بدن پورې د تالاشۍ له وېرې انتقالولی نه شول او دغه برید د خپل ډول لومړنی ځانمرګی برید و، چې دواړه بریدګر پکې وژل شوي وو.
د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته د ۲۰۰۳ کال د جون په میاشت کې له چاودېدونکو توکو یو ډک ټیکسي موټر له یوه بس موټر سره ټکر او چاودنه وکړه، چې له امله یې د ایساف څلور جرمني غړي او یو افغان ژباړن ووژل شو.
له دې برید وروسته د طالبانو یوه ویاند الجزیرې ته ویلي وو، چې دا برید د ځانمرګو بریدونو د پیل په معنا دی او دا ډله به وروسته له دې ځانمرګي بریدونه لا پراخ کړي.
د نوموړي پلار وویل: “که زه خبر وای چې زما زوی به ځان الوځوي نو ما به کله هم پاکستان ته نه وی پرېښی. د پاکستان له تګ وړاندې یې ما ته ویل، چې زه قاچاقي اروپا ته ځم خو موږ سره پېسې نه وې، که زه خبر وی خپل کور او له پلاره راپاتې پوله پټی مې ورته خرڅاوه او دی مې اروپا ته لېږه”.
ابو نعیم جبار په ۱۳۸۹ لمریز کال د کب په څلرویشتمه نېټه له خپل یوه بل ملګري سره په کندوز کې د ملي پوځ د جلب او جذب پر یوه مرکز ځانمرګی برید وکړ، چې په دغه برید کې د ملي پوځ د افسرانو په ګډون ۳۶ ملکي کسان ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول.
رقیب الله وايي، چې د زوی غیبي جنازه یې کړې ده؛ خو د زوی جسد یې نه دی لیدلی.
نوموړی دا مهال په خپل کلي کې د خوراکي توکو یو دوکان لري؛ خو د ژوند له سختو کړاوونو ګیله کوي او وايي، چې طالبانو ورسره هېڅ کومه مرسته نه ده کړې.
رقیب الله لا هم نه دی خبر چې د ده د زوی په ځانمرګي برید کې څوک وژل شوي دي؛ خو نوموړی د خپل یوازیني زوی پر مړینه خواشینی دی.
هغه وویل: “زه خو علم نه لرم چې زما زوی به څنګه کار کړی وي؛ خو طالبان زما خبرو ته اهمیت راکوي”.
نوموړی د خپل زوی په دغه عمل خواشینی دی او وايي، چې که زوی یې ژوندی وای؛ نو اوس به یې نور لمسيان هم لرلی.
هغه وايي، چې له زوی څخه ورته پاتې یتیمان او د هغه کونډه مېرمن لا هم له نوموړي سره ګډ د غربت ژوند تېروي.
له نوموړي مو وپوښتل که چېرې د کورنۍ بل غړی یې وغواړي، چې ځانمرګی برید وکړي، دی به اجازه ورکړي او که نه؟ هغه وویل: “نور خو مې په کور کې څوک راپاتې نه دي، یو زوی مې پخوا په کوېټه کې موټر وهلی و او همدا یو زوی مې راپاتې و؛ مګر که د کورنۍ سپی مې هم که داسې کار کوي زه به یې مخه نیسم”.
احسان الله وايي، چې دوی د خپل ورور د مړي، جنازې او راشه درشه په اړه هېڅ معلومات نه لري؛ خو د سیمې خلکو او ځايي طالبانو ورته ویلي، چې ورور یې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی کړی دی.
هغه زیاته کړه: “ما همدا یو ورور لاره او چې خبر شوم هغه هم استشهادي کړی، ملا مې ماته شوه، موږ نه په دولت کې وو او نه طالبانو کې خو نه پوهېږم چې زما ورور چا ورکش کړ”.
دی وايي، چې د ورور په ځانمرګي برید خفه دی او که چېرې د هغه په برید کې افغانان وژل شوي وي، دا هم ورته د نه زغم او پښېمانۍ خبره ده.
د دغه ځانمرګي بریدګر ورور وايي، چې د طالبانو له خوا یې له مور سره د ۳۵ زره افغانیو مرسته هم شوې ده او له ده هم غوښتل شوي، چې که د طالبانو په لیکو کې دنده غواړي ورکوي یې؛ خو ده یاده دنده رد کړې ده.
هغه وايي: “ ما ویل چې زما ورور ترې څه خیر وکړ، چې زه به یې وکړم، د کلي له هر دوکانداره قرضداره و، ما ایله هغه تېر کال د هغه قرضونه خلاص کړل.”
هغه دا مهال د سرطان په ناروغۍ اخته دی او وايي، چې زوی یې په وزیرستان کې د ګاونډي ځوانانو سره د ملګرتیا په اساس له طالبانو سره راشه درشه پېدا کړې وه.
سمیع الله وايي، چې بشير یې درېیم زوی و؛ مګر په خبرو او کار کې له ټولو فعال او چټک و.
هغه وویل: “زما دا څلور واړه زامن یوې خوا ته او هغه بلې خوا ته، خو نه پوهېږم چې موږ ته به چا ازار کړی و، چې زوی مې په دې لاره لاړ”.
دی وايي؛ کله خبر شو چې زوی یې له طالبانو سره اړیکې لري؛ نو بار – بار یې منع کړ او له منع کېدو وروسته په وزیرستان کې د مولوي احمدجان په نوم د طالبانو یو قوماندان یې کور ته ورغی او دی یې تهدید کړ، چې پر زوی باید فشار را نه وړي.
سمیع الله وايي: “خلک مې کور ته راغلل او راته یې وویل چې زه باید بشیر (مستعار نوم) د خدای له لارې را ونه ګرځوم او هغه د خدای په لار کې جهاد کوي او ما دغه کم بخت ته کوژدن هم کړې وه”.
د سمیع الله په خبره، چې په ډېر غربت کې یې زوی ته واده وکړ او فکر یې کاوه، چې له واده سره به له طالبانو سره اړیکې پرېږدي؛ خو هغه بیا هم خپله پخوانۍ لاره تعقیب کړه او له څه مودې وروسته په وزیرستان کې د طالبانو د یوه زندان مشر وټاکل شو.
د سمیع الله په خبره، چې په کور کې له ورونو سره له جنجالونو وروسته یې زوی خپله مېرمن د دوی له کوره یوړه او پوره درې میاشتې وروسته خبر شو، چې زوی یې د لوګر په مرکز کې ځانمرګی برید کړی دی.
هغه وویل: “موږ هغه وخت خبر شو، چې نږور مې راغله او ویې ویل چې طالبانو ورته ویلي، چې بشیر (مستعار نوم) استشهادي کړی او که غواړې نو بل طالب ته به دې په نکاح کړو”.
سمیع الله د خپل زوی پر ځانمرګي برید خواشینی دی او وايي، چې د نږور او یوې لمسۍ ژوند یې هم خراب شوی دی.
د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په شپاړلسمه دوو ځانمرګو بریدګرو د لوګر ولایت پر محکمې او څارنوالۍ برید وکړ، چې یو بریدګر یې د سمیع الله زوی قاري بشیر منصور و.
دغو دواړو بریدګرو نېږدې یو ساعت جګړه وکړه او په پای کې د پولیسو له خوا په داسې حال کې ووژل شول، چې یو تن یې ځانته چاودنه ورکړه.
د دغه برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته او ویلي یې وو، چې دوی د خپلو ملګرو غچ اخیستی دی.
په دغه برید کې د ملکي وګړو تر څنګ د لوګر ولایت د استناف څارنوالۍ تازه ګومارل شوی رییس محمد اکرام نجات هم وژل شوی و.
د لوګر پر ولایتي محکمې او څارنوالۍ د ځانمرګي برید انځور
نوموړی بیا د یوه دیني عالم علامه ېنطاوي له قوله زیاتوي چې شرعي علوم د درملو او علوم کونیه یا عصري علوم د خوړو حیثت لري، «خو اسلامي امت عصري علومو ته هیڅ پام نه کېږي او ټول عمر یې په دیني علومو کې تېر کړ.»
ملا حماسي زیاتوي که بې ضرورته درمل وخوړل شي، نو انسان مړ کوي.
هغه په دې باور دی چې په افغان ټولنه کې چې تر پنځو میلیونو ډېرو ملایانو ته اړتیا نشته او پاتې تر ۴۵ میلیونو وګړي باید عصري علوم، لکه صنعت، تجارت، کرنه، ټیکنالوجي او ساینس برخه کې کار وکړي، چې د خوړو حیثیت لري.
نوموړی وايي، له خبرې مې ناسم تعبیر مه کوئ، خو عذا ته څوک د حیثیت په سترګه نه ګوري او باید په دې برخه کې افغانستان په پښو ودرېږي او له سوالګرۍ خلاص شي.
د ملا حماسي دا خبرې په داسې مهال دي چې طالبانو په واکمنېدو سره تر شلو زرو ډېرې مدرسې جوړې کړې دي، خو پر دې ډله نیوکې دي چې د عصري علومو په برخه کې یې هم د مسلکي ښوونکو او استادانو پر ځای خپل کسان ګومارلي دي.