ښاغلي غني د «ژوند لارې» په نامه خپل بل پودکاست کې چې پر خواله رسنۍ د هغه پر پاڼو خپور شوی، د افغانستان پر اوبه ییزو سرچینو، امکاناتو او هغوی ته په ورپېښو طبیعي او انساني ګواښونو غږېدلی دی.
د هغه په وینا؛ د وروستیو کلونو ناسنجېدلې ښاري پراختیا چې د ځمکې لاندې اوبو استعمال یې په بېساري ډول لوړ کړی، د دغو اوبو سطحه غورځولې او د پلازمېنې کابل په ګډون یې نږدې ټول ښارونه سملاسي د څښاک اوبو له کمښت او ان نشتوالي سره مخامخ کړي دي.
ښاغلی غني وایي؛ په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو ځینې برخې په اورښتونو او سیندونو له سره پوره کېږي، خو نورې یې په را ایستلو خلاصېږي او بېرته نه راځي او له همدې امله یې باید دغو ډولونو ته په پام سره د کارولو بڼه وټاکل شي.
هغه وویل، چې د افغانستان شپږو لویو ښارونو ته یې د دغو تخنیکي معلوماتو له مخې پلانونه چمتو کړي وو، چې د راتلونکو طرحو اساس جوړولی شي.
ولسمشر غني دغه راز د افغانستان سیندونو ته د خطرونو یادونه هم وکړه، چې د اقلیم په اوښتون سره یې د اوبو اندازه په کمېدو ده او ځکه یې باید هرې قطرې ته «لکه د خپل پت او عزت» په سترګه وکتل شي او خوندي شي.
هغه د سیندونو پر سر له ګاونډیو سره د ستونزو د جوړېدواحتمال هم یاد کړ؛ خو ویې ویل، چې افغانستان د اوبو د تولیدونکي په توګه د هغو د کارولو مشروع او نړۍوال حق لري او که یې ګټه ترې وانه خیسته «نور یې څټي».
ښاغلي غني وویل: «پوهیږئ ولې منطقه ماسره حساسه وه؟» په همدې باندې چې ما ویل «اب ابروی ماست».
ښاغلي غنې د هلمند معاهدې ته په اشارې سره وویل: «د هلمند معاهده ډېره اړېنه ده، واضح ده، پرته له هغه حدودو نه چې ټاکل شوي دي، افغانستان مطلق حق لري چې خپلې اوبه هر څنګه چې لازمې ګڼي مصرف کړي.»
د هغه په وینا؛ افغانستان په لسیزو کې ګاونډیانو ته د میلیاردو ډالرو په ارزښت وړیا اوبه ورکړي او نور یې وخت رارسېدلی چې خپلې اوبه د یوه ملي ارزښت په توګه خوندي او مهار کړي.
ښاغلي غني په دې برخه کې مخصوصاً د سېلابونو د راګرځولو یادونه وکړه، چې په هره سیمه کې د ارزانو خاورینو بندونو په جوړولو ایسارېدلای او نورو هېوادونو ته له وړیا تللو راګرځېدلای شي.
هغه وویل: «د سېلابي اوبو د راګرځولو یوه غوره بېلګه د کمال خان بند دی چې ایران ته وړیا اوښتونکې اوبه یې د نیمروز زرې ګود او نورو ګودونوته چې د اوبو له نشتوالي وچ شوي وو، ورماتې کړې او که کارونه هماغسې چې پلان شوي وو، ادامه وکړي د افغانانو دغه ستره طبیعي پانګه به بېرته راژوندۍ او سیمه به زرغونه شي.»
خو ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان به د اوبو د مهار په برخه کې له نړۍوالو قوانینو سره سم چلند کوي او د هلمند اوبو په مهارولو کې یې د دغه سیند په اړه له ایران سره شوی تړون په کلکه په پام کې نیولی و.
ښاغلي غني د خپلې ولسمشرۍ په کلونو کې یوې مهمې مسلکي ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې د اوبو مدیریت یې ګران کړی و او ویې ویل: « موږ مسلکې تداوم نه دی درلودلی، ډېر ځوانان راغلل ډېر ژر بې له دې چې عملي تجربه ولري او لویو څوکیو ته ورسېدل او یا خلک چې سختو شرایطو لاندې يې انجینري لوستې وه یا پولې تخنیک يې لوستی و، [ددې برخې له پاره] لازمه پوهه پېدا نه شوه او دغو پخوانیو کادرونو له نویو نړۍوالو علمي او مسلکي موندنو سره په اسانۍ ځان نه شو سمولای.»
هغه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو پر ونډه هم دې برخه کې نیوکې وکړې، چې د چارو د سرته رسولو پرځای تر ډېره د شخصي ګټو له پاره د کارونو په ځنډولو پسې وو. له همدې امله، د هغه په وینا د دې اړتیا پېدا شوه چې په دې برخه کې دولتي ظرفیت لوړ شي او پخپله حکومت دا چارې په مخ بوځي.
ښاغلي غني له خواشینۍ سره وویل، چې دا حالت ښایي تر پخوا اوس لا ویجاړ شوی وي، ځکه د اوبو د مدیریت او مهارلولو چارې ددغې برخې د مسلکي کسانو په لاس کې نه دي.
ملګري ملتونو هم ویلي، چې افغانستان د اوبو له سخت کمي سره ډغرې وهي او د دغه هېواد ۸۰ سلنه خلک د څښاک لپاره اوبو ته لاسرسی نه لري.
طالبانو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۱ مېلیونه خلک د اقلیمي بدلون له امله د څښاک اوبه نه لري.