• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې د ۳۴ ګوندونو په ګډون پیل شوې

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د ترکیې د ښاروالانو او شوراګانو د ټاکلو لپاره سیمه ییزې ټاکنې د وري په ۱۲مه پیل شوې. په دې ټاکنو کې له ۶۱ میلیونو ډېر کسان رایه ورکوي.

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پیل شوې، خو استانبول به د سیالۍ اصلي ډګر وي، هغه ښار چې د عدالت او پراختیا ګوند پکې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه د ښاروالۍ څوکۍ لپاره سیالي کوي.

د ترکیې په ختیځ کې د رای ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پرانیستل شوي او په نورو سیمو کې بیا د رای ورکولو بهیر په اتو بجو پیل شو.

ټاکل شوې، چې ټاکنې د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسېږي او پایلې به یې د شپې لس بجې اعلان شي.

د دغه هېواد د ټاکنو د عالي شورا مشر احمد یونیر وویل:«موږ له ټولو تمه لرو چې د رایه ورکولو ثندوقونو ته ولاړ شي، تر اوسه مو کوم منفي خبر نه دی ترلاسه کړی. د رای ورکولو بهیر هم په ارامۍ سره دوام لري.»

بلخوا، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلیکایا ویلي دي، چې د امنیت د ټينګښت په موخه يي په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا شپږ زره امنیتي سرتیري ګومارلي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ۲۰۶ زره ډېر د رایو صندوقونه اېښودل شوي دي.

په دې ټاکنو کې به د ۸۱ ولایتونو او ۹۷۳ کلیو ښاروالان او د ښاروالانو د شورا غړي وټاکل شي.

په ترکیه کې سیمه ییرې ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند هڅه کوي، چې په دې ټاکنو کې له خپل سیال اکرم امام اوغلو څخه د استانبول واک بېرته واخلي.

په استانبول ښار کې دا سیالۍ نه یوازې ټاکنیزې سیالۍ دي، بلکې د اردوغان او د هغه د ګوند د راتلونکي خوندي کولو لپاره مبارزه هم ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د وروستیو بارانونو له امله په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله اته مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ډلې یوه مسوول خطیر احمد رسنیو ته ويلي، په مړو کې د څلورو هغو عمرونه تر لسو کلو کم دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وري ۱۲مه) د خېبرپښتونخوا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه ایالت په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د توندو بارانونو له امله د سیلابونو راوتلو او د استوګنځيو د چتونو پرېوتو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې عمرونه یې له یو څخه تر اوو کلونو پورې دي.

تېر کال په پاکستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو پر مهال هغو بېوزلو کورنیو ته زیات زیان اوړي چې یا په خټینو کورونو او یا هم سیندونو او خوړونو ته څېرمه استوګن وي.

د ایران انټرنشنل ویاند: زمونږ خبريالان به له ګواښونو سربیره خپلو کارونو ته دوام ورکړي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د ایران انټرنیشنل ویاند، ادم بیلي، د "حرف اخیر" د خپرونې کوربه پوريا زراعتي باندې د برید په غبرګون کې بي بي سي راډیو ته وویل: «د ګواښونو سربیره، د ایران انټرنشنل خبریالان هوډ لري، چې راپور ورکولو ته دوام ورکړي.» هغه زیاته کړه: «زموږ لپاره بل هیڅ بدیل نشته.»

په همدې حال کې د ایران انټرنیشنل پخوانۍ ویاندې سیما ثابت اعلان وکړ، چې په پوريا زراعتي باندې له برید وروسته د لندن د میټروپولیټن پولیسو د تروریزم ضد څانګې له هغې څخه غوښتي، چې خپل کور پریږدي او تر بلې خبرتیا پورې دې په بل ځای کې پاتې شي.

هغې زیاته کړه، چې د بريتانيا حکومت د ایران د حکومت له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره کافي اقدام نه دی کړی.

سټنډرډ ورځپاڼې د یوه عیني شاهد له قوله، چې په لندن کې د پوريا زراعتي د برید په ځای کې اوسېده لیکلي، چې دوه ځوانان د ایران د انټرنشنل خبريال ۴ ځايه په چاقو له وهلو وروسته د خندا په حالت کې موټر ته وختل او په بېړه یې سيمه پرېښوده. هغه وويل، چې د موټر پلېټ يې ځان سره ولیکه او ويې ليدل، چې د زراعتي څخه ډېره وينه روانه ده.

د ایران انټرنشنل ویاند وايي،‌ چې پوریا زراعتي د جمعې په ورځ د (وري ۱۰مه) په لندن کې له خپل کوره د وتلو پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا د چاقو پر مټ له برید لاندې راغی او ټپي شو.

نوموړی دا مهال په روغتون کې بستر دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د ترهګرۍ سره د مبارزې مشر دومینیک مورفي وویل: «چې د دوی ځواکونه د دغه بريد تر شا د هر ډول انګېزې په اړه باخبره دي.»

تر اوسه د دغه برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم د برید کوونکو د احتمالي انګیزې په اړه څه ویل شوي دي.

د ترکيې ځایي ټاکنې او له مخالفينو څخه د لويو ښارونو د ادارې په نيولو کې د اردوغان ننګونه

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د ترکیې ملیونونه خلک به د یکشنبې په ورځ - وري په۱۲مه - د ښاروالانو او ښاري شوراګانو په ځایي ټاکنو کې پریکړه وکړي چې د لویو ښارونو اداره چا ته وسپاري.

په دې ټاکنو کې رجب طیب اردوغان هڅه کوي چې له خپلو سیالانو څخه د استانبول ښاروالي بیرته ترلاسه کړي.

د بي بي سي د راپور له مخې، پنځه کاله وړاندې د ترکیې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند (CHP) څخه د اپوزیسیون د ایتلاف استازي اکرم امام اوغلو د ترکیې د ستر اقتصادي او ټولنیز مرکز، استانبول، اداره ترلاسه کړه.

اردوغان چې په دې ۱۶ میلیوني ستر ښار کې زیږیدلی غواړي د دې ښار واک له خپلو مخالفینو بیرته واخلي.

د استانبول د رایو پایلې د اپوزیسیون لپاره یوه مهمه ازموینه ده، چې ایا دوی په راتلونکو څلورو کلونو او د ولسمشرۍ ټاکنو راتلونکي دورې کې د اردغان او د هغه د اک پارټي یا ګوند لپاره جدي ګواښ رامنځته کولي شي یا نه.

د مدیپول استانبول پوهنتون د اړیکو څخه او د چنار سیاسي څیړنیز مرکز مشر احسان اکتاش وویل، "استانبول د هغه کور دی. د ۲۰۱۹کال ځایي ټاکنو کې د استانبول له لاسه ورکول د اردوغان لپاره لویه ماتې ګڼل کیږي."

استانبول هغه ځای دی چیرې چې اردوغان په ۱۹۷۰ لسیزه کې سیاست ته له ننوتلو دمخه په سړکونو کې د «سیمیت» ډوډۍ پلورلې.

اردوغان په بې اوغلو سیمه کې د اسلامي ګوند د ځوانانو څانګې مشر و او له هغه ځایه یې د استانبول ښاروالی، لومړي وزیري او په پای کې د ترکیې ولسمشرۍ ته لاره پیدا کړه.

واکمن ګوند، د عدالت او پراختیا ګوند او اسلامپالو په ۲۰۱۹کال کې له ماتې مخکې ۲۵کاله د استانبول او انقرې واک په لاس کې درلوده.

د استانبول د هایشیک پوهنتون د سیاسي علوم استاد سدا دمیرال وویل: «که څه هم اپوزیسیون د تېر کال ولسمشریزې ټاکنې وبایلودې، خو لا هم د استانبول او ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو قوي امکان شته.»

دمیرال زیاته کړه: "که امام اوغلو په استانبول کې بیا بریا ترلاسه کړي، نو اپوزیسیون به د ۲۰۲۸ ولسمشریزو ټاکنو ته ډېرې هیلې ولري."

دغه ښار چې د ترکیې د ۸۵میلیونو نفوسو یو پر پنځمه برخه نفوس لري او د بېلا بېلو سیاسي، قومي، مذهبي او اقتصادي نظریاتو درلودونکي رایه اچونکي لري.

د پولنډ لومړي وزیر پر اروپايي مشرانو غږ کړی چې په اروپا کې د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۰

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک خبرداری ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې د هر اړخیزې جګړې قوي امکان شته او روسیه باید اوکراین ته ماتې ورنکړي که نه نو دا به ټوله اروپا بې ثباته کړي.

د پولنډ لومړي وزیر وویل، چې جګړه "نوره په اروپا کې یوه پخوانۍ پدیده نه ده" او زیاته یې کړه "جګړه د اروپا واقعیت دی او دوه کاله وړاندې پیل شوې ده."

توسک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پنجشنبې په ورځ روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره اونۍ وویل، چې مسکو د ناټو هیوادونو پر وړاندې "هیڅ یرغلیز نیت" نه لري. هغه زیاته کړه چې دا نظریه چې روسیه، چې د اروپا او نړۍ یو ترټولو لوی اتومي قدرت دی، به په پولنډ، بالتیک هیوادونو او چک جمهوریت - چې ټول د ناټو اتحاد غړي دي- برید وکړي، یوه بې بنسټه نظریه ده. "

کرملین، امریکا په دې تورنوي چې اوکراین ته د پیسو، وسلو او استخباراتي معلوماتو په برابرولو سره د روسیې پر ضد جګړه کوي او زیاتوي چې د امریکا سره د دوی اړیکې هېڅ کله هم دومره خرابې شوې نه وې.

کله چې هغه نه د غرب له خوا اوکراین ته د اف ۱۶ الوتکو د ورکولو په اړه پوښتنه وشوه،‌ پوتین وویل، چې دا ډول الوتکې به په اوکراین کې وضعیت بدل نه کړي.

هغه وویل: "موږ به دغه الوتکې هم نسکورې کړو، لکه څنګه مو چې نن ورځ ټانکونه، زغره وال ګاډي او نور تجهیزات له منځه وړي دي."

پوتین وویل چې اف ۱۶ کولای شي اټومي وسلې هم انتقال کړي.

پوتین وایي؛ که دغه الوتکې د پروازونو له پاره له درېیم هېواده کار واخلي، هغه هېواد به هم د روسیې لپاره مشروع هدف وي.

مسکو ته څېرمه د کنسرټ پر تالار له برید وروسته تاجکستاني کارګر له روسیې وځي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د تاجکستان د کار او کډوالو چارو وزارت ویلي، مسکو ته څېرمه د تېرې اوونۍ د کنسرت په تالار کې له ډزو وروسته له روسیې د وتونکو تاجک کارګرو شمېر مخ په زیاتیدو دی. د کروکوس کنسرت په تالار کې د خونړي برید څلور اصلي تورن د تاجکستان وګړي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د مارچ په ۲۲مه، وسله والو د کروکوس پر تالار برید وکړ، چې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان یې ووژل او تر ۱۸۰ ډېر یې ټپیان کړل. دا په روسیه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو بد برید بلل شوی.

د روسیې د مامورینو له خوا په نیول شویو لسو کسانو کې څلور د تاجکستان او شپږ نور یې د پخواني شوروي د نورو غړو هېوادونو دي.

د تاجکستان د کار او کډوالو چارو د وزیر مرستیالې شخنوزا نودیري، د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته وویل، «موږ ډېر تلیفونونه ترلاسه کوو. که څه هم د ځورونې شکایت پکې نشته، خو زموږ ډېری اتباع غواړي له وېرې له روسیې ووځي. تاجکستان ته د راستنیدونکو کسانو شمېر تر وتلونکو ډیر دی.»

د تاجکستان امنیتي ځواکونو د مسکو برید او داعش ډلې سره چې د دغه برید مسوولیت یې منلی دی، د تړاو په تور ۹ کسان نیولي

 مسکو کې د کروکوس کنسرت په تالار کې د خونړي برید څلور اصلي مشکوک کسان د تاجکستان دي
100%
مسکو کې د کروکوس کنسرت په تالار کې د خونړي برید څلور اصلي مشکوک کسان د تاجکستان دي

د روسیې د جوړونکو د ملي اتحادیې مشر انتون ګلوشکوف ویلي، چې د مهاجرو کارګرو وتل به د هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.

د روسیې مرکزي بانک هم ویلي، چې د کارګرو کمښت او په پایله کې د معاشونو زیاتوالی د انفلاسیون خطر پیدا کوي، چې له امله یې دغه بانک د سود کچه لوړه ساتي.

د تاجکستان د کار وزارت تمه لري چې له روسیې د کډوالو وتل به موقتي وسي.

د دغه وزارت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳کال کې د دغه هېواد ۶۵۲زره ۱۴ کډوال کارګر له روسیې وتلي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲کال کې ۷۷۵زره ۵۷۸تنو ته رسیده.