• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو ته څېرمه د کنسرټ پر تالار له برید وروسته تاجکستاني کارګر له روسیې وځي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د تاجکستان د کار او کډوالو چارو وزارت ویلي، مسکو ته څېرمه د تېرې اوونۍ د کنسرت په تالار کې له ډزو وروسته له روسیې د وتونکو تاجک کارګرو شمېر مخ په زیاتیدو دی. د کروکوس کنسرت په تالار کې د خونړي برید څلور اصلي تورن د تاجکستان وګړي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د مارچ په ۲۲مه، وسله والو د کروکوس پر تالار برید وکړ، چې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان یې ووژل او تر ۱۸۰ ډېر یې ټپیان کړل. دا په روسیه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو بد برید بلل شوی.

د روسیې د مامورینو له خوا په نیول شویو لسو کسانو کې څلور د تاجکستان او شپږ نور یې د پخواني شوروي د نورو غړو هېوادونو دي.

د تاجکستان د کار او کډوالو چارو د وزیر مرستیالې شخنوزا نودیري، د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته وویل، «موږ ډېر تلیفونونه ترلاسه کوو. که څه هم د ځورونې شکایت پکې نشته، خو زموږ ډېری اتباع غواړي له وېرې له روسیې ووځي. تاجکستان ته د راستنیدونکو کسانو شمېر تر وتلونکو ډیر دی.»

د تاجکستان امنیتي ځواکونو د مسکو برید او داعش ډلې سره چې د دغه برید مسوولیت یې منلی دی، د تړاو په تور ۹ کسان نیولي

 مسکو کې د کروکوس کنسرت په تالار کې د خونړي برید څلور اصلي مشکوک کسان د تاجکستان دي
100%
مسکو کې د کروکوس کنسرت په تالار کې د خونړي برید څلور اصلي مشکوک کسان د تاجکستان دي

د روسیې د جوړونکو د ملي اتحادیې مشر انتون ګلوشکوف ویلي، چې د مهاجرو کارګرو وتل به د هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.

د روسیې مرکزي بانک هم ویلي، چې د کارګرو کمښت او په پایله کې د معاشونو زیاتوالی د انفلاسیون خطر پیدا کوي، چې له امله یې دغه بانک د سود کچه لوړه ساتي.

د تاجکستان د کار وزارت تمه لري چې له روسیې د کډوالو وتل به موقتي وسي.

د دغه وزارت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳کال کې د دغه هېواد ۶۵۲زره ۱۴ کډوال کارګر له روسیې وتلي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲کال کې ۷۷۵زره ۵۷۸تنو ته رسیده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د غزې جګړه: د وژل شویو فلسطینیانو شمیر ۳۲ زره ۷۰۰ کسانو ته ورسېد

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ زره ۷۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۵ زره ۱۹۰ نور ټپیان شوي دي. د غزې روغتیا وزارت وايي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ تنه وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

پر غزې دغه بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې حماس پر اسراییل د اکټوبر په اوومه نېټه برید کې ۱۱۳۹ کسان ووژل. لسګونه نور کسان په دغه برید کې د حماس له خوا یرغمل شوي چې یو شمیر یې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

اسراییل په ځوابي برید کې له هغه راهیسې د غزې مختلفو برخو کې روغتیايي بنسټونه او روغتونونه هم په نښه کوي.

په همدې حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس ویلي، چې شاوخوا ۹۰۰۰ ناروغان د ژوند ژغورونکي روغتیایی خدماتو لپاره باید له غزې څخه په بیړنۍ توګه بهر ولیږل شي.

په دغو کسانو د سرطان ناروغان ، د بمباریو له امله سخت ټپي شوي او داسې کسان شامل دي چې پښتورګي یې له کاره لویدلي دي.

100%

هغه پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پوست کې ویلي: "په ټوله غزه کې یوازې ۱۰ روغتونونه فعال دي، خو په لسګونه زره ناروغان لا هم له روغتیا پاملرنې بې برخې دي."

هغه دا هم وویل: «تر اوسه له ۳۴۰۰څخه زیات کسان د رفح ښار له لارې بهر ته استول شوي چې ۲۱۹۸ تنه یې د جنګ ټپیان او ۱۲۱۵ تنه یې نور ناروغان دي.»

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر په وینا: " ډیری نور کسان باید د درملنې لپاره له غزې و ایستل شي. موږ له اسراییل غوښتنه کوو چې دغو ناروغانو ته له غزې د وتلو اجازه ورکړي ، ترڅو د جدي ناروغانو درملنه وشي. د دوی لپاره هره شیبه مهمه ده.»

د حزب الله پر ضد د اسراییلو عملیات

100%

د اسراییلو پوځ د لبنان په سویل سرحدي ښار رمیش کې د ملګرو ملتونو پر لنډمهاله ځواک (UNIFIL) برید رد کړی دی.

خو د اسراییلو د دفاع وزیر یوف ګالانت ویلي، چې د اسراییل پوځ به د حزب الله پر ضد خپل عملیات پراخ کړي.

هغه زیاته کړې: "موږ به هرچیرې چې دا سازمان فعالیت کوي، ځان ورسوو، که هغه بیروت وي، که دمشق او یا نور لرې ځایونه."

له اسراییل سره د امریکا د مرستو دوام

بل خوا واشنګټن پد وسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ چارواکو اسراییل ته د ۲.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د جنګي الوتکو بمونو او وسلو د لیږد اجازه ورکړې.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په وینا، د وسلو په نوې کڅوړه کې ۱۸۰۰ دانې MK84 بمونه شامل دي، چې هر یو یې ۱۰۰۰ کیول وزن لري.

په همدې حال کې د مرستو په دغه کڅوړه کې ۵۰۰ MK82 بمونه شامل دي، چې هر یو یې نږدې ۲۲۵ کیلو وزن لري.

100%

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت وروسته پر امریکا نیوکه کړې، چې په رفح کې د اسراییل عملیاتو د پراخیدو په اړه د اندیښنو سربیره یې اسراییلو ته د ۲.۵ ملیارد ډالرو د وسلو د استولو موافقه کړې.

شهباز شریف: له روس سره په مختلفو برخو کې همکاري زیاتول غواړو

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر وايي، هېواد یې د انرژۍ، سوداګرس او پانګونې په ګډون مختلفو برخو کې له روسیې سره د دوه اړخیزو اړیکو زیاتېدل غواړي. شهباز شریف نن دا خبرې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د ورسیې له سفیر سره په لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي شریف د مسکو او اسلام اباد د خپلمنځي کمېسون د ناستې پر ژر جوړېدو هم ټینګار وکړ.

ټاکلې ده دا کمېسون د رون میلادي کال وروستیو کې په روسیه کې غونډه وکړي.

نوموړي له روسې وغوښتل چې له پاکستان سره د سوداګیزو اړیکو او پانګونې د پراختیا لپاره خپل پلاوی اسلام اباد ته واستوي.

هغه د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته هم د پاکستان بلنه ور کړه.

فرانسې له لسګونو هېوادونو غوښتي، چې د پاریس د المپیک لپاره امنیتي ځواکونه ورواستوي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۰

فرانسې ویلي، د نړۍ لسګونو هېوادونو ته یې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د المپیک دوبنیو سیالیو ته چې په پاریس کې ترسره کېدونکې دي امنیتي ځواکونه ورواستوي. د پاریس د المپیک سمبالوونکي د دغو لوبو لپاره د امنیت د ټینګښت په برخه کې د تګلارو په جوړولو لګیا دي.

دغه لوبې د فرانسې لپاره ځکه مهمې دي، چې پاریس به له یوې پېړۍ وروسته یو ځلې بیا د دغو لوبو کوربه وي.

د وروستیو کلونو بریدونو پړه چې په فرانسه کې تر سره شوي تر ډېره داعش ډلې پر غاړه اخیستې، چې په ترڅ کې یې لسګونه خلک وژل شوي هم دي، له همدې امله پاریس د دغو لوبو په ترسره کولو کې اندېښمن دی.

په وروستیو ورځو کې د مسکو په څنډو کې پر یوه کنسرټ د ترسره شوي برید وروسته چې پړه یې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلې، د فرانسې لومړي وزیر گابرېل اتل ویلي، چې په دغه هېواد کې به د امنیت په ټینګښت خپل چمتوالی ډېروی.

د دغه چمتوالي مانا دا ده، چې د فرانسې پر وړاندې ستر امنیتي ګواښ شته چې پاریس یې سر له اوسه په تابیا کې دی.

دغه امنیتي چمتوالی به د دې اجازه ورکړي، چې امنیتي ځواکونه به د ګزمو په کولو سره په عمومي ځایونو، د ترانسپورټي وسایطو په کتارونو، هوايي ډګرونو او مذهبي ځایونو کې خپل امنیتي ګامونه سخت کړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د وري په لسمه اعلان وکړ، چې له ۴۶ هېوادونو یې غوښتي چې د دوه زره او ۱۸۵ مرستندویه پولیسو سره دې د پاریس د المپیک لپاره د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، د بهرنۍ امنیتي مرستې غوښتنه چې د جنورۍ په میاشت کې ترسره شوې وه او هغه پولیس ځواکونه چې فرانسې ته لېږل کېږي د لوبو د امنیت ټینګولو، د تجربو د شریکولو او نړۍوالو همکاریو په پیاوړتیا کې به ورځینې ګټه واخیستل شي.

دغه وزارت وايي: «دا هغه پخوانۍ تګلاره ده، چې د کوربه هېوادونو له‌خوا د مهمو نړۍوالو پېښو په ترسره کولو کې ورځینې کار اخیستل کېږي.»

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې فرانسې خپل ۲۰۰ پولیس د فوټبال د نړۍوال جام سیالیو د امنیت ټینګولو لپاره قطر ته لېږلي وو.

اروپایي هېوادونو هم ۱۶۰ امنیتي ځواکونه تېر کال د رګبي د نړۍوال جام سیالیو لپاره چې فرانسه یې کوربه وه، استولي وو.

د فرانسې د پوځ د لوی درستیز ویاند ډګروال پی ‌یر ګوډیلیر وویل، چې له نورو هېوادونو یې په بېلابېل ډول غوښتي چې په «کم شمېر» کې خپل پوځي ځواکونه فرانسې ته واستوي.

د دغې غوښتنې موخه د «ډېرو ځانګړو» ماموریتونو په برخه کې مرسته ده، چې په لوبو کې د سپیانو له ډلې هم باید کار واخیستل شي.

د لهستان د دفاع وزیر ولادیسلاو کوسینیاک-کامیز وویل، چې هېواد یې د پاریس د المپیک لوبو ته خپل سرتېري استوي.

هغه په ایکس خواله رسنۍ ولیکل، چې د لهستان د وسله‌والو ځواکونو پلاوی چې د ساتونکو سپیانو ډله هم په کې شامله ده او موخه یې د چاودېدونکو توکو موندل او د ترهګریزو پېښو پر وړاندې مبارزه ده پاریس ته استوي.

په داسې شرایطو کې چې شاوخوا ۱۵ مېلیونه خلک به د جولای له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱ مې د المپیک لوبو د کتو او له هغه وروسته د پارا المپیک سیالیو د لیدو لپاره پاریس ته ځي، د امنیټ ټینګښت یې تر نورو ټولو هغو فرانسې ته زیات ارزښت لري.

پاریس د فرانسې هغه ښار دی، چې ډېر ځله د ترهګرو تر بریدونو لاندې راغلی.
امنیتي اندېښنې په تېره د پرانیستې ورځې د غونډې په اړه یې خورا زیاتې دي، چې د سن د سیند په اوږدو کې به د خلکو ستر ټولی سره غونډېږي او دغه مراسم به لمانځي.

په تاجکستان کې ۹ کسان د مسکو د تیرې اونۍ د برید په تړاو نیول شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۰

د تاجکستان یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې په مسکو کې د کروکوس کنسرت پر تالار د برید په تړاو نهه کسان نیولي دي.

د دغې سرچينې په وينا، دغه نیول شوي کسان له هغو بریدګرو سره اړیکه لرلې، چې د مسکو د کنسرت پر تالار يې برید کړي وو او ویل کیږي چې د داعش - خراسان سره یې هم اړیکي نیولي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ټول نهه کسان د دوشنبې په ورځ په وخدات ښار کې نيول شوي او د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته لېږدول شوي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې، د جمعې په ورځ د مارچ په ۲۲مه د مسکو په څنډه کې د کروکوس کنسرت په تالار کې په برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي وو.

روسیې اعلان کړی، چې هغه څلور کسان یې نیولي چې په دغه تالار کې یې په خلکو ډزې کړې وې.

۳۲کلن دلرجان میرزایف، ۲۶ کلن فریدون شمس الدین، د تاجکستان تبعه، ۱۹ کلن محمد صابر فیضاف او ۳۰ کلن مراد علي رجب علیزاده په دې قضیه کې تورن بلل شوي دي.

روسي رسنیو د دغه برید ټول شکمن کسان د تاجکستان اتباع بللي دي. د دې برید په غبرګون کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي، چې "ترهګر" په هېڅ قوم پورې اړه نه لري.

په اذربایجان کې د ایران سفیر له یوې ښځينه خبریالې سره له مرکې وروسته له دندې ګوښه شوی

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د ایراني رسنیو په وینا، په اذربایجان کې د ایران سفیر عباس موسوي له یوې ښځینه خبریالې سره له مرکې وروسته، چې اسلامي حجاب یې نه و اغوستی، له دندې ګوښه شوی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د رپوت له مخې، په اذربایجان کې د ایران ایران نوی سفیر به ډېر ژر باکو ته واستول شي.

د ایران دولتي رسنیو د باکو ټلویزیون د ښځینه خبریالې حجاب د اسلامي جمهوریت ارزښتونو ته سپکاوی بللی او د موسوي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

ایرنا د جمعې په ورځ (وري په لسمه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په «باکو کې د ایران د سفیر په توګه د موسوي ماموریت پای ته رسیدلی دی. زموږ د هېواد نوی سفیر به ډېر ژر باکو ته واستول شي.»

د ایران دغه رسمی خبری رسنۍ وايي، چې په تهران کې د اذربایجان سفارت به ډیر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړی. په تهران کې د اذربایجان سفارت له یو وسله وال برید وروسته تړل شوی دی.

له دې مرکې څخه د خپرو شویو انځورونو له مخې عباس موسوي په اذربایجان کې د ایران په سفارت کې د روح الله خمیني، علي خامنه يي او ابراهیم رییسي د عکسونو لاندې ولاړ دی او د هغه تر څنګ ښځینه خبریاله له ټیکري پرته ولاړه ده او لنډه لمن یې پر تن ده.