په اذربایجان کې د ایران سفیر له یوې ښځينه خبریالې سره له مرکې وروسته له دندې ګوښه شوی

د ایراني رسنیو په وینا، په اذربایجان کې د ایران سفیر عباس موسوي له یوې ښځینه خبریالې سره له مرکې وروسته، چې اسلامي حجاب یې نه و اغوستی، له دندې ګوښه شوی دی.

د ایراني رسنیو په وینا، په اذربایجان کې د ایران سفیر عباس موسوي له یوې ښځینه خبریالې سره له مرکې وروسته، چې اسلامي حجاب یې نه و اغوستی، له دندې ګوښه شوی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د رپوت له مخې، په اذربایجان کې د ایران ایران نوی سفیر به ډېر ژر باکو ته واستول شي.
د ایران دولتي رسنیو د باکو ټلویزیون د ښځینه خبریالې حجاب د اسلامي جمهوریت ارزښتونو ته سپکاوی بللی او د موسوي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.
ایرنا د جمعې په ورځ (وري په لسمه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په «باکو کې د ایران د سفیر په توګه د موسوي ماموریت پای ته رسیدلی دی. زموږ د هېواد نوی سفیر به ډېر ژر باکو ته واستول شي.»
د ایران دغه رسمی خبری رسنۍ وايي، چې په تهران کې د اذربایجان سفارت به ډیر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړی. په تهران کې د اذربایجان سفارت له یو وسله وال برید وروسته تړل شوی دی.
له دې مرکې څخه د خپرو شویو انځورونو له مخې عباس موسوي په اذربایجان کې د ایران په سفارت کې د روح الله خمیني، علي خامنه يي او ابراهیم رییسي د عکسونو لاندې ولاړ دی او د هغه تر څنګ ښځینه خبریاله له ټیکري پرته ولاړه ده او لنډه لمن یې پر تن ده.


دریو سوري امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پر سویره د اسراییل بریدونو کې ۳۳ سوريايي وګړي او پنځه د حزب الله وسلوال وژل شوي دي. یوې سرچینې ویلي، چې د حزب الله یو سیمه ییز قوماندان هم په وژل شوو کې شامل دی.
د دغه قومندان ورور تېر نومبر د لبنان په سویل کې د اسراییل په یو بل برید کې وژل شوی و.
د سوریې د دفاع وزارت ویلي، چې اسراییلي الوتکو پرون سهار مهال د حلب ولایت په سویل ختیځه برخه کې پر څو سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړي او پوځيان وژل شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه هوايي بریدونه له ادلب او د حلب پر لویدیځو کلیوالي سیمو باندې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره هممهاله شوي.
دې وزارت دغه بریدونه په حلب او شاوخوا سیمو کې د ملکي وګړو پر ضد د «ترهګرو سازمانونو» کړنه بللې ده.
د اسراییل پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په اېکس پیغام کې ویلي، چې په سوریه کې د اسراییل بریدونه د جګړې د پراخولو لپاره یوه "ناوړه او ناهیلې هڅه" ده.
خو نوموړي دا نه دي ویلي چې دغه برید ایراني تلفات لري که نه.
دغه برید، د اکټوبر له اوومې نیټې راهیسې پر سوریې د اسراییلو په بریدونو کې تر ټولو لوړه مرګژوبه لري.
اسراییل د جمعې په سهار د سوریې په شمالي حلب ولایت کې په تیرو میاشتو کې خپل تر ټولو مرګوني بریدونه ترسره کړي او په همدې حال کې وايي، چې په لبنان کې یې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان هم وژلی.
اسراییل په غزه کې د جګړې سره هممهاله د ایران د نیابتي ډلو پر ضد خپل عملیات ګړندي کړي دي.
د حماس له خوا پر اسراییل د اکټوبر د اوومې نیټې له برید وروسته، اسراییل په سوریه کې د حزب الله د وسلوالو او د ایران د انقلابي ګارد سپاه پاسداران د بهرنیو ځواکونو په وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی.
په دې وروستیو کې اسراییلي پیلوټانو، د لبنان خاورې کې دننه هم خپل بریدونه دوامداره کړي دي.
تهران او پلويانو یې د حلب او پلازمېنې دمشق په ګډون په ټوله سوريه کې ځانونه ځای پر ځای کړي دي.
د اسرایلو پوځ د جمعې په ورځ وویل، چې د لبنان د بازوریې په سیمه کې یې په یوه هوایي برید کې د حزب الله د راکټونو او توغندیو د څانګې مرستیال علي عابد احسن نعیم وژلی دی.
ویل شوي چې هغه درنو وسلو او راکټونو په برخه کې د ایران د ملاتړو ملېشو له مشرانو څخه و چې د اسراییلي ملکي وګړو په وړاندې د بریدونو د ترسره کولو او پلان کولو مسوولیت یې درلود.
اسراییل او حزب الله د لبنان په سویلي پولو کې پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
دغو دواړو هیوادونو په ۲۰۰۶ کال د یوې میاشتې لپاره په جګړه کې ښکیل و. حزب الله هڅه کوي د حماس لپاره خپل ملاتړ په اسراییل د راکټونو په ویشتلو سره وښيي.
په دغو نښتو کې د اسراییل په شمال کې شاوخوا لس اسراییلي سرتیري وژل او پنځه ملکیان وژل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د لبنان په سویل کې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې ۲۷۰ د حزب الله جنګیالي او د ډاکټرانو، ملکي وګړو او خبریالانو په ګډون ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
اسراییلو په تیرو کلونو کې په سیمه کې د ایران متحدینو ته د وسلو د لیږد د مخنیوي لپاره په دمشق او حلب دواړو کې څو ځلې نړیوال هوايي ډګرونه په نښه کړي، خو پر اسراییل د اکټوبر له ۷ نیټې د برید راهیسې د اسراییل په دغو بریدونو کې مرګژوبله درنه شوې او په همدې حاطر یې ایران دې ته اړ کړی چې خپل ځینې لوړپوړي افسران له سوریې وباسي.

د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته په لیک کې «د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ همکاري د نړۍ او د خلکو د امنیت لپاره مهمه بللې ده.» د پاکستان دولتي رادیو وايي، جو بایډن ویلي چې واشنګټن له پاکستان سره «د هغو مهمو ننګونو په مقابل کې درېږي چې نړۍ او سیمه ور سره مخ ده.»
که څه هم په دې راپور کې د ننګونو یادونه نه ده شوې، خو پاکستان له اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی.
دغه هېواد په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې کې ورځ تر بلې د ناامنۍ پېښې ډېرېږي.
درې ورځې مخکې د پښتونخوا په شانګله کې د موټربم برید له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.
په دې پېښه پسې چین په پاکستان کې د ځینې پروژو چارېو وځنډولې.
په همدغه ورځ د بلوچستان په تربت کې هم د پاکستان پر پوځي اډه برید شوی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، چې روسیه د ناټو پر کوم غړي هېواد د برید پلان نه لري او نه به هم پر پولنډ، بالتیک هېوادونو یا چک جمهوریت برید وکړي؛ خو که لویدیځ اوکراین ته اف ۱۶جنګي الوتکې ورکړي؛ نو د روسیې د پوځ له خوا به وغورځول شي.
د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې برید د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له کړکېچ وروسته له لویدیځ سره د روسیې په اړیکو کې تر ټولو ژور کړکېچ را منځته کړی دی.
د روسیې د هوايي ځواک پېلوټانو ته په وینا کې پوتین وویل، چې د امریکا په مشرۍ پوځي اتحاد په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې په ختیځ کې د روسیې په لور پراخ شوی؛ خو مسکو د ناټو په کوم غړي هېواد د برید کولو پلان نه دی لرلی.
پوتین ویلي: "موږ د دغو هېوادونو پر وړاندې د هېڅ ډول تېري اراده نه لرو."
نوموړي زیاته کړه: "دا مفکوره چې موږ به په یو بل هېواد برید وکړو لکه؛ پولنډ، بالتیک هېوادونه او چک جمهوریت دا په بشپړه توګه بې بنسټه او یوازې یو چل دی."
کرملین، امریکا په دې تورنوي چې اوکراین ته د پیسو، وسلو او استخباراتي معلوماتو په برابرولو سره د روسیې پر ضد جګړه کوي او زیاتوي چې د امریکا سره د دوی اړیکې هېڅ کله هم دومره خرابې شوې نه وې.
کله چې هغه نه د غرب له خوا اوکراین ته د اف ۱۶ الوتکو د ورکولو په اړه پوښتنه وشوه، پوتین وویل، چې دا ډول الوتکې به په اوکراین کې وضعیت بدل نه کړي.
هغه وویل: "موږ به دغه الوتکې هم نسکورې کړو، لکه څنګه مو چې نن ورځ ټانکونه، زغره وال ګاډي او نور تجهیزات له منځه وړي دي."
پوتین وویل چې اف ۱۶ کولای شي اټومي وسلې هم انتقال کړي.
پوتین وایي؛ که دغه الوتکې د پروازونو له پاره له درېیم هېواده کار واخلي، هغه هېواد به هم د روسیې لپاره مشروع هدف وي.

د پاکستنان دولتي رادیو وايي، وسلوالو د بلوچستان صوبې په ګوادر بندر کې پر دولتي ادارو د مارچ د ۲۰ په برید کې امریکايي وسلې کارولې دي. بلوڅ ازادیپال پوځ د دې برید مسوولیت منلی او وايي، د پاکستان استخباراتي اداره یې په نښه کړې وه او ۲۶ استخباراتي او پوځي افسران یې وژل دي.
خو د پاکستان پوځ وايي، په دې برید کې ټول اته وسلوال هدف ته تر رسدېو مخکې وژل شوي او په مقابل کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.
دا رادیو زیاتوي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې هم د استخباراتي عملیاتو سره امریکايي پوځي ټیکنالوژي او اېم څلور وسلې موندلې وې.
د دې راپور له مخې وسلوالو په چترال او ژوب کې پر پوځکوټونو او میاوله هوايي ډګر باندې په برید کې دا پرمختللې امریکايي وسلې کارولې وې.
دوی وايي، په دېره اسماعیل خان په درابن کې هم پر پوځ د برید لپاره د امریکا د شپې دوربین کارېدلی و.
دې رسنۍ د پاکستاني چارواکو له خولې زیاته کړې چې د بلوچستان په ژوب، د پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرانشاه، باجوړ، میرعلي او ټانک هم دا وسلې موندل شوې دي.
د راپور اخر کې یو ځل بیا ویل شوي، چې افغان خاوره د پاکستان ضد کارېږي، خو طالبان ته دا ادعا ردوي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان میکولا اولشچوک وویل، چې روسیې تېره شپه د اوکراین خاوره په ۱۳بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړې وه.
د هغه په وینا، په کییف، خارکیف او سومي سیمو کې د روسیې لس بې پیلوټه الوتکې، د الوتکو ضد سیسټمونو، ګرځنده اور وژونکو ډلو او د اوکراین د جنګي تجهیزاتو له خوا ودرول او وویشتل شول.
تر دې مخکې د وري په پنځمه نېټه د لوېو ښاروال اندري سادووي اعلان وکړ، چې د اوکراين په لوېديځ کې د دغه ښار پر لور د روسيې له خاورې شاوخوا شل توغندي او اوه بې پيلوټه الوتکې چې د ايران له خوا جوړ شوي وې، ويشتل شوې دي.
له بلې خوا؛ اوکراین هم هڅه کړې چې د کییف پلوه روسي رضاکارانو په کارولو سره جګړه د روسیې خاورې ته واړوي.
د اوکراین د امنیتي خدماتو یوه جګپوړي افسر، واسیل مالوک وویل؛ د دې هېواد جاسوسي اداره "شاید" د کرملین پلوه د اوکراینیانو د وژلو په پټ کمپاین کې لاس لري.
هغه د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د سن پټرزبرګ په یوې قهوه خانه کې د اوکرایني نژاد روس پلوه پوځي بلاګر ولادلن تاتارسکي وژنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تاتارسکي د یوکراینانو د "ډېر" شمېر یوازینۍ بیلګه وه، چې مسکو سره د همکارۍ له امله وژل شوي.
د کییف لوی څارنوال اندري کوستین وویل، چې د اټکل له مخې تر ۱۰ زرو زیات شمېر اوکرایني ملکي وګړي په روسیه کې په زور نیول شوي دي.
د کوستین په وینا؛ لږ تر لږه ۵ زره او ۶۰۰ کسان تر شکنجې لاندې دي.
د کییف لوی څارنوال زیاته کړه: "موږ یوازې د هغو کسانو په اړه خبرې کوو چې روسیې ته په زوره لیږدول شوي، نه د هغو کسانو په اړه چې دا پرېکړه یې په خپله خوښه کړې ده."
هغه ټینګار وکړ، چې د اوکراین په هغو سیمو کې چې د روسیې له اشغال څخه ازادې شوي دي، د روسیې د ځواکونو ۱۶۴د شکنجې خونې او د جبری توقیف مرکزونه کشف شوی دی.