د اوکراین جګړه؛ د روسیې پوځ د ۱۳ بې پیلوټه الوتکو په مرسته پر اوکراین برید وکړ

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان میکولا اولشچوک وویل، چې روسیې تېره شپه د اوکراین خاوره په ۱۳بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړې وه.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان میکولا اولشچوک وویل، چې روسیې تېره شپه د اوکراین خاوره په ۱۳بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړې وه.
د هغه په وینا، په کییف، خارکیف او سومي سیمو کې د روسیې لس بې پیلوټه الوتکې، د الوتکو ضد سیسټمونو، ګرځنده اور وژونکو ډلو او د اوکراین د جنګي تجهیزاتو له خوا ودرول او وویشتل شول.
تر دې مخکې د وري په پنځمه نېټه د لوېو ښاروال اندري سادووي اعلان وکړ، چې د اوکراين په لوېديځ کې د دغه ښار پر لور د روسيې له خاورې شاوخوا شل توغندي او اوه بې پيلوټه الوتکې چې د ايران له خوا جوړ شوي وې، ويشتل شوې دي.
له بلې خوا؛ اوکراین هم هڅه کړې چې د کییف پلوه روسي رضاکارانو په کارولو سره جګړه د روسیې خاورې ته واړوي.
د اوکراین د امنیتي خدماتو یوه جګپوړي افسر، واسیل مالوک وویل؛ د دې هېواد جاسوسي اداره "شاید" د کرملین پلوه د اوکراینیانو د وژلو په پټ کمپاین کې لاس لري.
هغه د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د سن پټرزبرګ په یوې قهوه خانه کې د اوکرایني نژاد روس پلوه پوځي بلاګر ولادلن تاتارسکي وژنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تاتارسکي د یوکراینانو د "ډېر" شمېر یوازینۍ بیلګه وه، چې مسکو سره د همکارۍ له امله وژل شوي.
د کییف لوی څارنوال اندري کوستین وویل، چې د اټکل له مخې تر ۱۰ زرو زیات شمېر اوکرایني ملکي وګړي په روسیه کې په زور نیول شوي دي.
د کوستین په وینا؛ لږ تر لږه ۵ زره او ۶۰۰ کسان تر شکنجې لاندې دي.
د کییف لوی څارنوال زیاته کړه: "موږ یوازې د هغو کسانو په اړه خبرې کوو چې روسیې ته په زوره لیږدول شوي، نه د هغو کسانو په اړه چې دا پرېکړه یې په خپله خوښه کړې ده."
هغه ټینګار وکړ، چې د اوکراین په هغو سیمو کې چې د روسیې له اشغال څخه ازادې شوي دي، د روسیې د ځواکونو ۱۶۴د شکنجې خونې او د جبری توقیف مرکزونه کشف شوی دی.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاندې د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دا "ډېر ستونزمن" دی چې باور وکړي؛ په مسکو کې د کنسرت په تالار کې وژونکی برید د داعش ډلې پر غاړه درلود.
ماریا زاخارووا پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي وویل، چې اوکراین د برید تر شا لاس درلود چې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان یې ووژل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مسکو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ لویدیځ د اوکراین او لویدیځو حکومتونو د تورونو د لېرې کولو لپاره سمدستي د داعش پر اوږو ور اچوي.
زاخارووا زیاته کړه: "د لویدیځ څخه د شک د لرې کولو لپاره دوی په چټکۍ سره فکر کولو ته اړتیا لري؛ له همدې امله دوی داعش ته مخه کړه."
د چهارشنبې په ورځ د روسیې حکومتي پلټونکو اعلان وکړ، چې دوی د برید وروسته د ۱۴۳ ورکو شويو کسانو راپور ترلاسه کړی.
د تایید شویو شمېرو له مخې؛ تر اوسه د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.
داعش خراسان د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، چې په تېرو شلو کلونو کې پر روسیې تر ټولو خونړی برید دی.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد معلومات ښيي چې دغه برید داعش دغه برید کړی دی.
همداراز امریکايي چارواکو ویلي، چې واشنګټن د دې پېښې په اړه د روسیې حکومت ته خبرداری ورکړی و.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا برید د اسلامپالو وسله والو کار بللی؛ خو ویلي یې دي چې دا برید د اوکراین په ګټه دی او ښايي کییف هم په کې لاس ولري.
پوتین وویل، چې په اوکراین کې یو چا د برید کوونکو د تېښتې لپاره زمینه برابره کړې وه؛ خو روسي اجنټانو مخکې له دې چې بریدګر هلته ننوځي ونیول.
د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د سې شنبې په ورځ وویل، چې برید کونکو په پیل کې غوښتل چې د هغه هېواد له لارې تېر شي او بیا وروسته پوهېدل چې د بېلاروس پوله تړلې ده اوکراین ته لاړل.
د روسیې د امنیت د ادارې مشر د سې شنبې په ورځ وویل، چې دی په دې باور دی چې د مسکو په برید کې د امریکا متحده ایالات او برېتانیا هم شامل دي.
اوکراین په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ کامرون هم ويلي، چې په بريد کې د لوېديځ او اوکراين د رول په اړه د روسيې ادعا بې بنسټه ده.

د طالبانو ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناروې د سفیر له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د دې ډلې د مخالفانو ملاتړ نه کوي. په خبرپاڼه کې همداراز د پاول کلومن له قوله راغلي، چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده او خپل ځواک یې له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د داعش ډلې حضور او د سیمې پر هېوادونو له افغانستانه د ځینو بریدونو تنظیمول هغه څه دي، چې د سیمې او نړۍ اندېښنې یې راپارولې دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې په افغانستان کې د داعش حضور د سیمې لپاره ستر ګواښ بللی و.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې له سفير سره په کتنه کې وویل، د افغانستان اوسنی امنیت تر هغه وخت ښه دی چې ناټو او امریکا دلته حضور درلود.
مولوي عبدالکبیر نن له پاول کلومن بیکین سره په کتنه کې زیاته کړه، چې د نورو هېوادونو امنیتي پېښې په طالبانو پورې تړاو نه لري او هر هېواد دې خپل امنیت پخپله وساتي.
له دې سره، د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ښځو کار کولو ته په اشارې سره وویل، چې اوسمهال په دولتي او خصوصي ادارو کې زرګونه ښځې په کار کولو بوختې دي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې طالبانو د ښځو پر زده کړو له بندیزونو سربېره د ښځو په کار کولو هم بندیزونه لګولي.
د یادلو ده، چې د ناروې سفیر په کندهار ولایت کې وروستۍ پېښه هم وغندله.
نوموړي له مولوي کبیر سره په کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د اندېښنې وړ وباله او د کابل او اسلام اباد ترمنځ یې د اړیکو پر ښه کېدو ټينګار وکړ.

په ایران کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان په دغه هېواد کې د اعدامونو او «جنسیتي توپیر»د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي>په دې باور دی، چې په ایران کې د اعدام سزا «د ژوند له حق څخه په خپل سر محرومول دي.»
د ملګرو ملتو دغه چارواکي ټينګار کړی، چې د ایران چارواکي له انساني کرامت او بشري حقونو سرغړونه کوي.
ښاغلي رحمان د ایران له چارواکو هم وغوښتل، چې «جنسیتي توپیر» پای ته ورسوي.
هغه په ټينګار سره د ښځو په وړاندي د ایران چلند «جنسیتي توپير» بولي.
په ایران کې د بشري حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي له ایران وغوښتل، چې ښځو او نجونو ته مساوي حقونه ورکړي، څو هغوی ازادې او د دغه هیواد د اتباعو ترمنځ مساوي حقوق ولري.
ښاغلي رحمان د ایراني دولت څخه هم وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض او د شکنجې د مخنیوي کنوانسیونونو ته غاړه کیږدي.
د ملګرو ملتو دغه چارواکی ټينګار وکړ، چې ایران بايد د قومي او مذهبي اقلیتونو حقوقو ته احترام وکړي او هغوی ته مساوي حقوق ورکړي.
هغه دغه راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د اعدام د سزا د ختمولو لپاره پر ایران زيات فشار واچوي.
ښاغلي رحمان ټینګار کړی، چې په ایران کې به د اعدام سزا د ختمولو کمپاین ته دوام ورکړي.
په ایران کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا غوښتنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د خپل وروستي راپور د خپرولو په وخت کې په یوه ویډیو کې، چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په کارونکې پاڼه کې خپره شوې او مطرح شوې ده.
ښاغلي رحمان په دغه راپور کې په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا یې غوښتي، چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ته پام وکړي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بنت له ښځو سره د طالبانو چلند د «جنسیتي توپیر» په نوم یاد کړی و.
ښاغلي بینیټ ویلي و چې هغه د ښځو سره د طالبانو په چلند کې «د جنډر پر بنسټ د تبعیض بنسټیز، سیستماتیک او پراخه بڼه » موندلې، چې «بې سارې» ده او د جنسي توپیر په توګه تشریح کول توجیه کوي.
خو په ورته وخت کې ملګرو ملتونو تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو لخوااو ایران کې د اسلامي جمهوریت له خوا د ښځو سره چلند د جنسیتي توپیر په توګه نه دی پیژندلی.
له هغه پراخو محدوديتونو وروسته، چې طالبانو په ټول افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ پر ښځو او نجونو لګولي و، د بشري حقونو ډلو او د ښځو د حقونو مدافعينو پراخ کمپاينونه پيل کړي ترڅو د «جنسي توپير» او «نژادي توپير» د جرم په څېر وپېژندل شي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، د بایډن د حکومت له نوې دفاعي بودجې داسې ښکاري چې چین د امریکا لپاره په ستر ګواښ بدل شوی دی. د خلیلزاد باور دا دی، چې د تاوتریخوالي د پېښېدو پر مهال امریکا د چین پر وړاندې لازم پوځي چمتوالی نه لري.
د بایډن حکومت تېره میاشت د راتلونکي کال لپاره د هېواد پوځي بودجه د تصویب لپاره وړاندې کړه، چې له ۸۵۰ ملیارډ ډالرو زیاته وه.
زلمي خلیلزاد او د ترمپ په حکومت کې د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په یوه ګډه مقاله کې چې په نشنل انټرېسټ ویب پاڼه خپره شوې لیکلي، چې امریکا باید د پوځي ځواکمنتیا د رغولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي. د دوی په باور «باید بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.»
د ټرمپ د حکومت دغو دوو پخوانیو چارواکو لیکلي، چې یوازې چین او روسیه نه ده؛ بلکې یو شمېر کوچني ځواکونه هم داسې ګڼي، چې امریکا نوره کمزورې شوې او د دغې کمزورتیا له امله غواړي په خپله ګټه کار واخلي.
خلیلزاد او اوبراین ویلي، چې د چین او امریکا تر منځ سیالي یوازې د ټایوان په ټاپو او د چین په سویلي سمندر کې نه خلاصه کېږي.
هغوی د بیجېنګ او منځني ختیځ هېوادونو تر منځ تودو اړیکو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «چین په دې فکر چې امریکا نوره له منځني ختیځ څخه څنډې ته شوې؛ نو غواړي په دغه سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي.»
چین تل پر امریکایي چارواکو تور پورې کړی، د سړې جګړې په ذهنیت سره غواړي چې په بېلابېلو حوزو کې د چین د ځواکمنتیا مخه ونیسي.
د ملي امنیت سلاکار او د امریکا پخواني سفیر وړاندیز کړی، چې امریکا د چین له اړخه د ګواښونو د مهارولو او یا له دغه هېواد سره جګړې ته د کېوتو لپاره باید خپلې پوځي نیمګړتیاوې له منځه یوسي.
د هغوی له نظره که جګړه نښلي امریکا او ملاتړي یې کافي وسلې په واک کې نه لري؛ ځکه د اوکراین او روسیې تر منځ په جګړه کې «د لویدیځوالو د وسلو هېښوونکی کموالی څرګند شو.»
اوبراین او خلیلزاد ټینګار کړی، چې بایډن باید د ناټو د غړو هېوادونو بودجه زیاته کړي او خپلې اړیکې دې د هند او پاسفیک هېوادونو لکه جاپان او هند سره لا پیاوړې کړي.
هغوی دا رنګه وړاندیز کړی، چې امریکا دې د چین د سیاسي نظام پر وړاندې د سیاسي مبارزې او د نړۍوال لېبرال نظم د پایښت لپاره مشرۍ ته غاړه کېږدي.

په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند پر څو مرکزونو په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي دي، چې په وژل شویو کسانو کې یو د ایران د سپاه پاسداران قوماندان دی.
یوه اسراییلي امنیتي چارواکي ایران انټرنشنل ته ویلي، چې دا برید د ایران د سپاه پاسداران د هغې هڅې په ځواب کې دی چې لویدیځې غاړې ته یې وسلې ولېږدولې.
دغه امنیتي چارواکي وویل، چې په سوریه کې د (۱۸۸۴۰) ځانګړو عملیاتو په قطعې باندې د اسراییل برید او د سپاه پاسداران د استخباراتو د ادارې د ځانګړو عملیاتو واحد (۴۰۰۰) د هغو اوږده او پرله پسې عملیاتو برخه ده، چې له ایران څخه اسراییل ته د وسلو د وړلو جریان کشف کړي.
د هغه په وينا؛ دغه بريد د دې قطعې د قوماندان جواد غفاري د هغې هڅې په غبرګون کې شوى، چې غوښتل يې اسراییل ته وسلې ولېږدوي.
دغې باخبرې سرچینې تاکید وکړ، چې په دغو عملیاتو کې د وسلو د انتقال لاره د اسراییل د پوځ له خوا کشف او ویجاړه شوه.
جواد غفاري د سوریې د پوځ د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان و او د حلب قصاب په نوم هم یادیږي.
د ایران انټرنشنل سره په مرکه کې په اسراییل کې امنیتي چارواکو یادونه وکړه، چې د هېواد پوځ به "د هر هغه چا په وړاندې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي چې غواړي اسراییل ته زیان ورسوي".
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د دغه برید د تلفاتو د شمېرې په وړاندې کولو سره ویلي، چې د وژل شویو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دی.
د دغه راپور له مخې؛ په وژل شویو کې د ایران د سپاه پاسداران د یوه سلاکار او د دغه ارتباطي مرکز د یوه ډګروال په ګډون ۱۴ د سپاه پاسداران ځواکونه هم شامل دي.
په برېتانيا کې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې مخکې ويلي وو ،چې وژل شوي کسان په يوه کلي کې وو، چې د ارتباطي مرکز په توګه ترې کار اخيستل کېده.
د برید په قربانیانو کې ۹ عراقیان او دوه سوریایان هم شامل دي، چې د پاسداران انقلابي ګارډ سره کار کوي او یو سوریایي انجینر هم شامل دي.
دانشجو خبري اژانس د سې شنبې په ماسپښین په دغو بریدونو کې د بهروز وحیدي په نوم د سپاه پاسداران د یوه سلاکار د وژل کېدو خبر ورکړ.