روسیه وايي، چې د اوکراین د انرژۍ زېربناوې او د ګازو د تولید تاسیسات یې په نښه کړي

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې هوايي ځواک په اوکراین کې د انرژۍ د زېربناوې او د ګازو د تولید پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې هوايي ځواک په اوکراین کې د انرژۍ د زېربناوې او د ګازو د تولید پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.
د دفاع وزارت د خبرپانې په وینا؛ په دغه برید کې له اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي: "د دغه برید په پایله کې د دفاعي صنایعو د تولید چارې چې د وسلو، تجهیزاتو او مهماتو جوړول او ترمیم کوي، ګډوډې شوې دي. د برید موخه ترلاسه شوې او هدف په دقیقه توګه ویشتل شوی دی. "
په دې وروستیو کې، روسیې د اوکراین په انرژۍ سکتور پراخ بریدونه پیل کړي او اوکراین چې تر جګړې وړاندې د انرژي صادرونکی هیواد و، اوس د خپل اړتیا وړ انرژۍ یوه برخه له بهره واردوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د کندهار ولایت له میرویس روغتون سره د ۸۵ ټنه درملو او روغتیایي تجهیزاتو د مرستې خبر ورکړ.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دغو مرستو کې بېړني کیټونه، د غیر ساري ناروغیو او د عملیاتو او پانسمان توکي شامل دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې ده، چې د افغانستان د سویلي ولایتونو په کچه میرویس روغتون یو له هغو فعالو روغتونونو څخه دی، چې شاوخوا شپږ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، په ۲۰۲۳ کال کې د یاد روغتون یو شمېر چارواکو په دې روغتون کې د درملو او روغتیایي تجهیزاتو د کمېدو خبر ورکړ.
یادو چارواکو تر هغه وروسته د درملو او روغتیایي تجهیزاتو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې سره صلیب له دېرشو کلونو وروسته په ټول افغانستان کې خپلې مرستې محدودې کړې.
سره صلیب دغه روغتون ته د درملو او روغتیایي تجهیزاتو سربېره د ډاکټرانو تنخوا هم ورکوله.

د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو اعلان وکړ، چې پاریس پلان لري چې کییف ته په سلګونو زرې زغره وال موټرونه او نوي له ځمکې څخه هوا ته وېشتونکي توغندي ورکړي؛ څو د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین پوځ پیاوړی کړي.
لیکورنو د یکشنبې له یوې اونیزې سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې دغه پرېکړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او د هغه د اوکرایني سیال ولادیمیر زېلینسکي تر منځ له خبرو اترو وروسته شوې ده.
د فرانسې د دفاع وزیر تایید کړه، چې اوکراین ته استول شوي ځینې تجهیزات او وسایل زاړه دي؛ خو ویې ویل چې لا هم کار کوي.
دغه زغره وال موټرونه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ځواکونو د تګ وړتيا لري، ټاکل شوې په ۲۰۲۴ او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې اوکراین ته ولېږل شي.
لیکورنو ټینګار وکړ: "د اوکراین پوځ باید د یوې اوږدې لومړۍ کرښې دفاع وکړي او زغره والو موټرو ته اړتیا لري. دغه توکي د ځواکونو د تګ راتګ لپاره په بشپړه توګه این دي.»
له اوکراین سره د فرانسې د وسلو د مرستې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد په وروستیو اوونیو کې د روسیې د پوځ له خوا د سختو بریدونو هدف و.
د اوکراین په لوېدیځ کې د لوېف والي ماکسیم کوزیتسکي اعلان وکړ، چې د یکشنبې په سهار په سیمه کې د روسیې د برید په پایله کې یو کس وژل شوی دی.
د هغه په وینا؛ د روسیې کروز توغندیو د دغه ښار حیاتي بنسټونه په نښه کړي دي.
د خارکیف په سیمه کې د ګازو په یوه سټیشن باندې د روسیې په برید کې یو ۱۹ کلن ځوان هم وژل شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ایسټر د امنیت د ټینګښت لپاره یې د شاوخوا څلور زره او ۵۳۰ کلیساګانو لپاره دیارلس زره او ۵۰۰ پولیس ګومارلي دي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وایي، چې دا تابیاوې له هر ډول «ترهګریزو» کړنو څخه د کلیساګانو د ساتنې په موخه شوي دي.
په مسکو کې د داعش ډلې له برید وروسته فرانسې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ خبرداری تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر جرالډ داروین د امنیتي تابیاوو په دوام، دا ځل د کاتولیکانو او پروټیسټینټ د عبادت ځایونو د ساتنې لپاره د امنیتي کارکوونکو د زیاتولو اعلان وکړ.
د راپورونو له مخې، په ټوله فرانسه کې به د جمعې له ورځې تر دوشنبې پورې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ځواکونه مېشت وي.
ټاکل شوې، چې کاتولیکان او پروټیسټینټ به د یکشنبې په ورځ د عیسی مسیح د یاد مراسم ترسره کړي، په داسې حال کې چې ارتودوکس عیسویان به د مې تر ۶ پورې خپلو مراسمو ته په تمه وي.
په دې وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ، هغې ډلې چې په روسیه کې د کنسرت پر تالار د خونړي برید پلان جوړ کړی و، په تېرو میاشتو کې یې په فرانسه کې هم د عملیاتو هڅه کړې وه.

د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان کړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې له «ترهګرو» سره په نښته کې لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، بريدکوونکو پاکستاني پوځیانو د ماين د شنډولو ډله په نښه کړې ده.
پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۲ مه) د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې وسله والو بریدګرو د ګوادر ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۵ کیلومټرۍ کې د اکرا کویر ور بند په سیمه کې د پاکستان د پوځ د ماین پاکۍ پر یوې ډلې برید وکړ.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد هغه مهال رامنځته شو، چې پاکستاني ځواکونه د ماين پاکولو د عملياتو پرمهال د وسله والو بريدګرو له کمين سره مخ شول، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې وايي، چې تر اوسه د بريدګرو د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى او د لټون عملياتو لپاره د پوځ څرخي الوتکې سيمې ته استول شوي دي.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو وسلوال بريدونه زيات شوي دي.

د ایران د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي مشر وایي، چې د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د پلان په پلې کېدو سره به دغه کډوال په بشپړه توګه و اېستل شي. حمزه سلیماني ویلي؛ تېر کال د دغه پلان په پلې کېدو سره ډېر شمېر افغانان له دې هېواده شړل شوي دي.
اېسنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په کرمانشاه ولایت کې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د لومړي پلان د عملي کیدو خبر ورکړ.
دغې رسنۍ د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو د ادارې د مشر حمزه سلیماني له قوله لیکلي، چې د دغې پروسې د هر پړاو عملي کېدل به له درېو ورځو تر دوو اونیو وخت ونیسي.
یاد ایراني چارواکي دغه راز ویلي، چې د سراب نیلوفر او کوزران په سیمو کې په کرنیزو ځمکو کې د افغانانو د ګومارنې اجازه نشته .
حمزه سلیماني ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې په دغو سیمو کې افغانان ګوماري.
هغه وويل: "په داسې حال کې چې وزګاري په دې ولایت کې له لسیزو راهیسې یوه ننګونه وه، مونږ اجازه نه ورکوو چې کار ځایونه له بهرنیو کاریګرانو کار واخلي او زمونږ ځوانان وزګاره وي."
د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي رییس د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو وګړو راتګ یو "ټولنیز او امنیتي کړکیچ" وباله او ویې ویل: موږ باید اجازه ورنکړو چې د دغه ولایت لپاره د حکومت پالیسي د یو شمېر غیر مسوولو کارګرانو له خوا له پامه وغورځول شي. "
په همدې حال کې؛ افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي او د پاکستان په څېر دغه هیواد په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.
