د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ له برید وروسته ویلي، چې نتنیاهو په غزه کې له پرلپسې ماتو وروسته خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی دی او دغه برید د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د ایران د سپاه پاسداران د لوړپوړي قومندان محمد رضا زاهدي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. تر برید وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره په خبرو کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. حسین امیرعبداللهیان ویلي دي: "نتنیاهو په غزه کې د پر له پسې ماتو او موخې ته د نه رسېدو له امله خپل رواني تعادل له لاسه ورکړی." له دې سره د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بیا په دمشق کې د ایران په سفارت د اسراییل برید د نړۍوالو مقرراتو نقض بللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې د دې برید د مسوولیت پایلې صهیونیستي رژیم ته متوجې دي. نوموړي په دې تړاو د نړۍوالې ټولنې پر جدي غبرګون ټینګار وکړ.
د اسلام اباد سترې محکمې اعلان کړی، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.
د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.
د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلي او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس - څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.
پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.
د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.
همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.
په وروستیو ټاکنو کې عمران خان په زندان کې و او ګوند یې په رسمي ډول نه شول کولی، چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو د ګوند غړو یې د خپلواکو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې ونډه واخیسته.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د اسراییل په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلی.
د اکټوبر په اوومه د ایران په ملاتړ د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر اسراییلو له برید وروسته اسراییل په سوریه کې د لبنان د حزب الله ملېشې او د ایران د سپاه پاسدارانو د بهرنیو ګروپونو پر ضد چې دواړه د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، هوايي بریدونه زیات کړي دي.