د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په سوریه کې زموږ په قونسلګرۍ برید د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ له برید وروسته ویلي، چې نتنیاهو په غزه کې له پرلپسې ماتو وروسته خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی دی او دغه برید د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د ایران د سپاه پاسداران د لوړپوړي قومندان محمد رضا زاهدي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. تر برید وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره په خبرو کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. حسین امیرعبداللهیان ویلي دي: "نتنیاهو په غزه کې د پر له پسې ماتو او موخې ته د نه رسېدو له امله خپل رواني تعادل له لاسه ورکړی." له دې سره د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بیا په دمشق کې د ایران په سفارت د اسراییل برید د نړۍوالو مقرراتو نقض بللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې د دې برید د مسوولیت پایلې صهیونیستي رژیم ته متوجې دي. نوموړي په دې تړاو د نړۍوالې ټولنې پر جدي غبرګون ټینګار وکړ.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د اسراییل په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلی.
د اکټوبر په اوومه د ایران په ملاتړ د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر اسراییلو له برید وروسته اسراییل په سوریه کې د لبنان د حزب الله ملېشې او د ایران د سپاه پاسدارانو د بهرنیو ګروپونو پر ضد چې دواړه د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، هوايي بریدونه زیات کړي دي.