۷.۴ درجې زلزلې د ټایوان ختیځې سیمې لړزولې او د څونامي خبرداری ورکړل شوی

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د راپور له مخې په ټایوان کې د چهارشنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزله شوې. تر اوسه د یادې زلزلې د ځاني زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د راپور له مخې په ټایوان کې د چهارشنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزله شوې. تر اوسه د یادې زلزلې د ځاني زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د سه شنبې په ورځ د (وري ۱۵مه) سهار په ټایوان کې د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زوروره زلزله وشوه.
د دغې زلزلې مرکز د ټایوان د هوالین ښار سویلي سیمه ښودل شوې.د ټایوان د دفاع وزارت په هوالین ښار کې د زلزلې له امله د ویجاړو شویو کورونو انځورونه خپاره کړي.د رسنیو د راپورونو له مخې په ټایوان کې د میټرو خدمات ځنډېدلي دي؛ خو د دغه هېواد په پلازمېنه کې حالت عادي خوا ته روان دی او ماشومان په عادي ډول خپلو ښوونځیو ته ځي.د ټایوان د زلزلې د څارنې د ادرې مشر وو چیان فو رسنیو ته ویلي، چې د چین له سواحلو څخه د ټایوان تر کنټرول لاندې جزیرې کېنمن ته هم د دغې زلزلې اغېزې رسیدلې دي.د نوموړي په خبره، له لومړۍ زلزلې وروسته په تایپې کې د څو نورو زلزلو ټکانونه هم احساس شوي.تر دې مهاله په ټایوان کې د شوې زلزلې له امله د ځاني زیانونو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.دغه زلزله په ټایوان کې د ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو ستره او زوروره زلزله بلل شوې ده.


د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر نور اسلام نظامي په خېبرپښتونخوا ایالت کې وژل شوی دی. پر نوموړي د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري برید شوی.
تر اوسه پورې چا او کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي چې پر ښاغلي نظامي د مخ پټو موټرسایکل سپرو له برید وروسته هغوی وتښتېدل او ده د برید په ځای کې ساه ورکړه.
پاکستاني رسنیو ته تېره ورځ سه شنبه د (وري ۱۴مه) ناوخته، پر نور اسلام نظامي د برید خبر ځايي پولیسو هم منلی او وايي، په بریدګرو پسې لټون روان دی.
د نور اسلام نظامي د وژنې په غبرګون کې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یاد ګوند په ایکس پاڼه لیکلي، چې په هېواد کې «قاتلان او ځناور» حاکمان دي.
هغه د نور اسلام نظامي په وژنه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې «ظالمان» پر روژه کې هم پر چا رحم نه کوي.
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې یو ځل بیا نا امنيو زور اخیستی، په وسله والو بریدونو او چاودنو کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشران او غړي د دغو بریدونو له اصلي هدفونو څخه دي.
د پاکستان د تېرو ټاکنو په ورځو کې د کمپاین پر مهال د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی و.

ترکي رسنیو ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د داعش دوه غړي نیولي چې غوښتل یې په استانبول کې برید وکړي. ویل کېږي، چې دغه دوه کسان د تاجکستان او قرغزستان وګړي دي.
د ترکیې استخباراتو او د ترهګرۍ ضد ځواکونو د دوشنبې په ورځ د (وري لومړۍ نېټه) د دغو دوو شکمنو کسانو له کور څخه د عملیاتو پر مهال د پولیسو واسکټونه او خولۍ، وسلې او د جنډرمیري یونیفورمونه کشف او ضبط کړل.
د ترکي رسنیو په وینا، یو مشکوک کس چې د تاجکستان تبعه دی په استانبول کې د دغه برید د پلان اصلي طرحه کوونکی و او بل مشکوک کس یوه قرغزۍ ښځه ده، چې ورسره همکاري یې کوله.
په مسکو کې د کنسرت پر تالار د داعش له برید وروسته، یو شمېر هېوادونو د داعش د احتمالي ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر کلک کړي دي. ترکیې په تېرو لسو ورځو کې د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر نور کسان هم د داعش سره د غړیتوب په تور نیولي دي.
روسي رسنیو د راپورونو له مخې، چې د کراکس کنسرت پر تالار د ترهګریز برید مشکوک کسان د تاجکستان او قرغزستان وګړي دي او یوه تورن کس له ترکیې څخه روسیې ته تللی و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه بېړنۍ غونډه وکړه. ایران د دغې غونډې غوښتنه کړې وه.
د دمشق په برید کې د سپاه پاسداران دوه قومندانان او پنځه نور سرتېري ووژل شول.
د دوشنبې په ورځ ایران د سوریې په پلازمینه کې د دوی پر قونسلګرۍ د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو تل ابیب تر اوسه د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
پر همدغه مهال سرچینو ایران انټرنشنل ته ویلي، چې اسراییل په دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ د دوشنبې ورځې د برید او په دمشق کې د محمد رضا زاهدي او د سپاه پاسداران د نورو چارواکو د وژلو مسوول دی.
د امنیت شورا په غونډه کې ګڼو هېوادونو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وغانده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوايي برید غندلی او د جګړې پر ښکېلو خواو یې غږ کړی چې "اعتدال وساتي او د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې عمل وکړي".
دغه وزارت له برید وروسته د یوې لویې سیمه ییزې جګړې د پیلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د دوشنبې په ورځ ایران د سوریې په پلازمینه کې د دوی پر قونسلګرۍ د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو تل ابیب تر اوسه د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دغه برید په دمشق کې د دوو لوړ پوړو ایراني جنرالانو له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د شخړې احتمال زیات کړی دی.
د سې شنبې په ورځ د اسلامي شورا یو شمېر غړو د اسراییل د برید په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې حکومت یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون مرستیال شهریار حیدري وویل، اسراییل ته باید «د اسلامي جمهوریت په شان» ځواب ورکړل شي؛ که نه نو د حکومت ملي اقتدار به تر پوښتنې لاندې راشي.
همدا راز اروپايي ټولنې هم د ایران پر کونسلګرۍ د برید د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو یوې خبري ناستې ته وویل: "په دې خورا کړکېچن سیمه ییز وضعیت کې، ډېر اړین دي چې زغم وښودل شي؛ ځکه چې په سیمې کې تاوتریخوالی نور د هیچا په ګټه نه دی.»
په تېر کې هم اسراییل په سوریې او لبنان کې د ایران سپاه پاسداران په قوماندانانو بریدونه کړي دي؛ خو مسوولیت یې نه دی منلی.
ایران تل ابیب ته د "سخت غچ اخیستنې" ګواښ کړی؛ خو تر اوسه د اسراییل پر وړاندې د ایران د غچ اخېستونکو بریدونو راپور نه دی ورکړل شوی.

په سوریه کې یو شمېر سرچینې وایي؛ په سوریه کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوایي برید د اسراییل له خوا ترسره شوی، چې دې کار د اسراییل پر دریځونو د ایران د ځوابي برید احتمال روښانه کړی دی. ایران انټرنشنل وایي؛ دا ډول برید کولی شي منځنی ختیځ هر اړخیزې جګړې کې ښکیل کړي.
د ایران انټرنشنل سرچینو د سې شنبې په ورځ څرګنده کړه، چې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدارانو په قوماندانانو باندې د اسراییل برید د اسراییل پر وړاندې د ایران او د هغې د نیابتي وسله والو د زیاتېدونکي او پرله پسې بریدونو په ځواب کې ترسره شوی چې پر ایلات سمندري اډې د بې پېلوټه الوتکې برید هم شامل دی.
د دغو سرچینو په وینا؛ اسراییل د دوشنبې په ورځ د وري په دیارلسمه په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید او په دمشق کې د محمد رضا زاهدي او د سپاه پاسداران د نورو چارواکو د وژلو مسوول دی.
د لندن ټایمز ورځپاڼې یوه راپور پر دغه برید او پر پایلو یې بحث کړی او لیکلي یې دي، چې د اسراییل دا اقدام دا انګېرنه زیاتوي، چې ښايي دغه هېواد له تهران سره په خپل منځي شخړه کې هره کړنه ترسره کړي.
په وروستیو میاشتو کې اسراییل په دمشق کې د سپاه پاسداران یو شمېر قوماندانان وژلي، خو دا لومړی ځل دی چې د ایران یوه دیپلوماتیکه ودانۍ په نښه کېږي.
ټايمز ليکلي، چې اوس ایران اړ دی چې ځواب ورکړي.
خو که ایران له اسراییل سره مخامخ مقابله وکړي؛ نو ډېر څه به له لاسه ورکړي.
له همدې امله ایران باید ډېر په پام سره ګامونه پورته کړي.
د دوشنبې په ورځ د اسراییل د اقدام علت څو ساعته وروسته له هغې څرګند شو چې د ایران په ملاتړ یوې عراقي ملېشې ډلې د ایلات په بندري ښار کې د اسراییل پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.
ټایمز زیاتوي، له امکان څخه لېرې ده، چې دغه برید دې بې له کوم پلانه ترسره شوی وي.
په دغه برید کې د کاناډا د سفارت ودانۍ په ګډون د کونسلګرۍ د ودانۍ شاوخوا ودانیو ته زیان نه دی اوښتی. دا جوته ده چې د برید لپاره ښه معلومات راټول او ښه پلان شوی و.
د دغه برید په پایله کې د لبنان د حزب الله غړی په ګډون محمد رضا زاهدي او د هغه مرستیال محمد هادي حاجي رحیمي ووژل شول.
زاهدي هغه کس دی، چې په سوریه او لبنان کې یې د ایران د پوځي او استخباراتي عملیاتو څارنه کوله.
د دغه رپوټ له مخې تهران باید اوس خپل مقاومتي ځواک وښیي. لکه څنګه چې په ۲۰۲۰ کې د امریکا له خوا د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته ، په عراق کې یې د امریکا پر یوې اډې بمبار وکړ.
که څه هم امکان لري چې اوس هم تهران پرېکړه وکړي چې د اسراییل یو دیپلوماتیک مرکز له خپلې خاورې بهر په نښه کړي، خو ډېر احتمال شته چې اسراییل به د دغه ډول اقدام په ځواب کې د ایران پر خاوره مستقیم برید وکړي.
له بلې خوا؛ ایران ښايي دې پایلې ته ورسیږي چې اسراییل دا برید د ایران د نیابتي ځواکونو په ځانګړې توګه د حزب الله د مخنیوي لپاره کړی. په داسې حال کې به د تهران ښه غچ دا وي چې خپلې همدې لارې ته دوام ورکړي.