په بند کې جبري اعتراف: منیژه صدیقي وایي، چې طالبانو شکنجه کړې نه ده

د طالبانو په بند کې د منیژې صدیقي د شکنجې په اړه له پراخو اعتراضونو او اندېښنو وروسته، طالب چارواکي وايي، چې د نوموړې وضعیت په بند کې ښه دی. منیژې صدیقي د څرخي پله له بندخونې څخه د طالبانو تر څار او سانسور لاندې رسنیو ته ویلي، چې په بند کې شکنجه شوې نه ده.