امریکایي ورځپاڼه: کانګرس دې زمونږ افغان همکاران هېر نه کړي

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا له افغانستانه په وتلو سره افغانانو سره خیانت وکړ. دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده، چې اوس کانګرس کولی شي د کډوالۍ د وېزو پروګرام پراخ کړي، ترڅو په افغانستان کې د واشنګټن همکاران هېر نه شي.