د روسیې بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته ویلي چې منځني ختیځ ته له تلو ډډه وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دغه هېواد وګړو ته سپارښتنه وکړه، چې منځني ختیځ په تېره بیا اسراییل، لبنان او فلسطیني سیمو ته له سفر ډډه وکړي. ماریا زاخارووا ویلي، چې په منځنۍ ختیځ کې وضعیت کړکیچن او خراب دی.