رینا امیري: د جاپان له نړۍوالې همکارۍ ادارې مننه کوم، چې افغان ښځو ته نوي فرصتونو برابروي

د افغانستان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د جاپان د نړۍوالې همکارۍ د ادارې (جایکا) څخه مننه کړې، چې د افغان مېرمنو لپاره یې د نویو کاري فرصتونو په برابرولو کې چمتوالی ښودلی.