د طالبانو اقتصاد وزارت: په افغانستان کې ۷۲۰ کورنۍ او بهرنۍ موسسې فعالیت کوي

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند وایي، په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۷۲۰ کورنۍ او بهرنۍ موسسې فعالیت کوي. عبدالرحمن حبیب زیاتوي، له دې موسسو ۱۸۲ بهرنۍ او پاتې نورې یې کورنۍ موسسې دي.