• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځانکړی خبر: ملا هبت الله دوحه کې له بهرنیانو سره د طالبانو «خپلسرې» لیدنې بندې کړې

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۳۲ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو یو مکتوب ترلاسه کړی، چې پکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په دغه ډله کې د درز پیدا کېدو د مخنیوي لپاره دوحه کې له سیاسي دفتر او نورو طالب چارواکو غوښتي، چې په دغه دفتر کې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هر ډول «خپلسرې ښکاره او پټي غونډې منع دي.»

د طالبانو باخبره سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري سره په دې هکله د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د یوې غونډې جزیات شریک کړي دی.

د ملا هبت الله مشرۍ دا غونډه د کندهار په ولایت مقام کې د طالبانو په منځ کې د مغرضانه او خپلسرو اقداماتو د مخنیوي په هکله جوړه شوې وه.

د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ په دې غونډه کې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر کې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست مسوولینو د ناستو او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د لیدنو یادونه او د مخنوي پرېکړې یې شوې ده.

لومړۍ پرېکړه دا شوې ده، چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په خپلسر له بهرنيو استازو سره نشي لیدلی.

دوهمه پرېکړه دا چې په دوحه کې د ورته غونډو لپاره د طالبانو سیاسي دفتر غړي او په کابل کې طالب چاروکي کې هلته د سفر او لیدنو جربات څو ورځې مخکې د طالبانو د مشر دفتر ته ورسوي.

په پرېکړه کې زیاته شوې چې د مشر دفتر کوم هدایت نه وي کړی، نو طالب چارواکي دې په دې تړاو دې هیڅ اقدام نه کوي، ځکه چې دا نه یوازې «د امیر له حکم سرغړونه ده بلکې په ښګاره ډول دوښمن ته د اسلامي امارت په سپیڅلي صف کې د درز او اختلاف پيدا کولو ته لاره پرانیځي.»

په دې ناسته کې ویل شوي چې «د دوښمن موخه یوازې دا نه ده چې د طالبانو مشران د داعش په واسطه په نښه کړي بلکې د دوښمن ځانکړې هڅه داده، چې د طالبانو په صف کې د اختلافانو پیدا کولو له لارې ځان ځای کړي او پر څو ډلو تر وېشلو وروسته خپل هدف ته ځانونه ورسوي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له دې غونډې وروسته د ملا هبت الله دفتر یو حکم په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته لېږلی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې مکتوب یوه کاپي له خپلو سرچینو ترلاسه کړې ده.

د ځانګړي استازي مخالفت

100%

په دغه حکم کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو له استازو سره د طالب چارواکو د لیدونو یادونه شوې ده او لیکل شوی چې د طالبانو له پرلپسې غوښتونو سره تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دوی ته نه ده سپارل شوې او د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره هڅې کوي چې دا اقدام په هېڅ صورت طالبانو د منلو نه دی.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته د ملا هبت الله د لېږلي حکم په کې اخر کې د سیاسي دفتر له ټولو غړو غوښتنه شوې، چې د حکم پر منلو او عملي کولو کې موکلف دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا اقدام کوي چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد،د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د استخباراتو لوی رییس عبدالوثیق ترڅنګ ځینې طالب چارواکي دوحې تګ او راتګ لري.

طالبانو ځینې مشران چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي دي اوس د دغې ډلې په حکومت کې وزیران دي، کورنۍ په دوحه کې اوسیږي.

اوس پوښتنه دا ده چې له دې حکم وروسته به ملا هبت الله د هغو طالب مشرانو د لیدنو مخه ونیسي چې په دوحه کې مېشت دي او په پټه د بهرنیو هېوادونو له استازو سره لیدنې کوي؟

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ځايي طالب چارواکي: پاکستان د تورخم دروازه د افغان ناروغانو پر مخ وتړله

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۱۱ GMT+۱

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي، د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ د تورخم دروازه د هغو بېړنیو ناروغانو لپاره وتړله چې تر دې وړاندې به له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته د درملنې په موخه تلل.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د هغو ناروغانو لپاره د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) وتړل شوه چې د پاکستان ویزه نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو په ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسولینو ته خبر ورکړی چې، پر تورخم دروازه هغه ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته د تګ لپاره قانوني اسناد نه لري.
خو په سیمه کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې لا هم د سختو ناروغانو له پاره دغه دروازه پرانیستې ده؛ خو هغه ناروغان چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه وي د هغو لپاره دغه دروازه له پرون راهیسې تړل شوې ده.
بل خوا په تورخم کې د ناروغانو د انتقال کمیسیون هم له ناروغانو غوښتي، چې تر راتلونکې خبرتیا دې یاد کمېسیون ته مراجعه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې دغه لاره د څو میاشتو لپاره د هغه موټر چلوونکو پر مخ هم تړل شوې وه، چې ویزې یې نه لرلې؛ خو د پاکستان او طالبانو تر منځ د موټر چلوونکو لپاره د تګ راتګ لپاره د ځانکړو کارټونو د جوړېدو پرېکړه شوې، چې لا هم دغه کارټونه هغوی ته نه دي ورکړل شوي؛ خو تر اوسه هغوی ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې نه دي راولاړې شوي.

یو اېن اېچ سي ار: له پاکستانه غواړو، چې د کارت لرونکو کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، هغو راپورونو سخت اندېښمن کړي چې وايي کارت لرونکي افغان کډوال له پاکستانه اېستل کېږي.

د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی د پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې چې دا مهال دوی په افغانستان کې د بېرته ستنېدو پر مهال ورسره مخامخېدای شي.
له هغه مهاله چې د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د کډوالۍ (اې سي سي) کارټونه لري د اپرېل تر پنځلسمې وخت ټاکلی، ورسره ګڼ افغانان اندېښمن دي او وايي چې که چېرته د مخکیني پړاو په څېر دوی اېستل کېږي؛ نو دوی به د سترو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي.
په اسلام اباد کې افغان کډوال محمد نعیم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی د شپاړسو کالو را په دې خوا په راولپنډۍ کې اوسېږي او دلته کاروبار کوي.

هغه وايي: همدا اوس زما ټول ماشومان دلته په زده‌کړو بوخت دي، ټولې لوڼې مې ښوونځیو او پوهنځیو ته ځي که موږ ستنول کېږو؛ نو د دوی برخلیک ته حیران یم چې څه به کېږي، هلته خو د دوی لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې هم نه شته.
عزت الله یو بل افغان دی چې وايي دلته یې په تېرو شلو کالو کې یې ځانته ژوند جوړ کړی؛ که چېرته هغه په زوره ستنول کېږي د هغه ټول ژوند ورسره زیانمنېږي.

هغه وړاندې وايي: حکومت ته په کار دا دي، چې په دې برخه کې خلکو ته کافي وخت ورکړي؛ تر څو هغوی د خپل ژوند ټولې چارې راغونډې کړي او خپل حسابونه کتابونه راټول کړي. داسې خو نه کېږي، چې په یوه ورځ یا یوه میاشت کې درته ووايي چې ته ووځه دا چې ستا دلته ټول کاروبار او ژوند خوندي دی هغه به څنګه کېږي؟
زرغونه یوه بله افغان کډواله ده، چې په اسلام اباد کې ژوند کوي هغه په دې برخه کې د پړې ګوته په افغانستان کې اوسنیو واکمنانو ته نیسي.

هغه زیاتوي: که دوی په رښتیني توګه ځانونه د افغانستان واکداران بولي؛ نو باید د ډیپلوماټیکو لارو چارو دې د پاکستاني چارواکو سره د خپلو خلکو د برخلیک په اړه خبرې اترې وکړي، واکمني خو دا نه ده چې یوازې څوکۍ ونیسه او د واک پر ګدۍ تکیه شه نور د خلکو له غمه بې‌غمه اوسه.
له تېرې ورځې را په دې خوا داسې رپوټونه خپاره شوه، چې ګواکې د پاکستان حکومت غواړي سر له ننه د (اپرېل په ۱۶مه) افغان کډوال په زوره له پاکستانه وباسي؛ خو په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزی وايي، چې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه کوم ځانګړی راپور نه شته او د بلوچستان په صوبه کې هم سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې تر دې مهاله یې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.
داسې راپورونه هم شته، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د پاکستانی پلاوي په ورتګ کې د دواړو غاړو تر منځ داسې پرېکړه شوې چې دمګړۍ دې د افغان کډوالو په ستنولو کې پاکستانی لوری له بېړې کار نه اخلي او په دې برخه کې دې یو څه نرمښت راولي.

حکمتیار ته نېږدې سرچینې: طالبانو یو ځل بیا ګلبدین حکمتیار له سیاسي لیدنو - کتنو منع کړ

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته نېږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماښام یو شمېر طالبان د هغه کور ته ورغلي او نوموړی یې له سیاسي لیدنو کتنو او ویناو منع کړی دی. د حکمتیار زوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یاده موضوع رد نه کړه.

وروسته له هغې چې افغانستان انټرنشنل - پښتو د نوموړي د وروستۍ وینا په تړاو راپور خپور کړ، حکمتیار ته نېږدې سرچینې وايي، چې نن ماښام مهال د نوموړي کور ته طالبان ورغلي او نوموړي ته یې ویلي، چې په خپل سر څرګندونې د دوی د اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي د خپل ګوند له یو شمېر غړو سره په ناسته کې ویلي، چې د امریکا ډرون الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي او د افغانستان هوا اشغال شوې ده.

د حکمتیار په خبره؛ دوی په افغانستان کې د امریکا هېڅ ډول حضور او اشغال نه مني او له طالبانو یې غوښتي، چې د تام وېسټ وینا رد کړي.

هغه وايي: "ټام وېسټ په کانګرس کې ویلي وو، چې نن موږ په افغانستان کې فعال استخباراتي حضور لرو او د ترورېزم ضد زموږ اداره او حضور ډېر فعاله دی. دا عادي خبره نه ده، بلکې د یوه مسوول شخص خبره ده".

د حکمتیار په خبره، چې طالبانو باید په هماغه وخت کې دا څرګندونې رد کړی وی؛ ځکه ټام وېسټ ویلي، چې له طالبانو سره دوه میلیارده ډالره مرستې شوي دي.

هغه وویل: "ټام وېسټ ویلي، چې دوه میلیارده ډالره مو له طالبانو سره مرسته کړې ده او طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او عمل کوي".

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې که دا مساله حقیقت نه وي؛ نو باید رد یې کړي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د ګلبدین حکمتیار له زوی حبیب الرحمان حکمتیار څخه د یادې موضوع په تړاو پوښتنه وکړه، چې نوموړي یې په ځواب کې وویل: "په سیاسي مبارزه کې لوړی ژورې شته او د استبداد او بې قانونۍ پر وړاندې د حق ویلو لپاره له ستونزو سره مخ کېدل طبیعي خبره ده."

نوموړي یاد بندیز رد نه کړ او ورته موضوع یې پر خپلې اېکس پاڼې هم ذکر کړې ده.

له هغه وروسته چې د ګلبدین حکمتیار او طالبانو تر منځ د هغه د استوګنځي د بدلولو او د حزب د ړنګولو پر سر ناندریو زور واخیست دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د یوې توندې خبرپاڼې په خپرولو سره په ډېره زیږه ژبه نیوکې کوي، خو طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ملابرادر ارزګان ته د سفر پر مهال: په ارزګان کې د سېلاب ځپلو کورنیو لاس نیوی کوو

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال په ارزګان کې يوې لویې غونډي ته وويل، چې د وروستيو سېلابونو له زيانمنو کورنيو سره همکاري کوي. ملابرادر نن د يوه پلاوي په ملتيا ارزګان ته تللی او هلته یې د سېلاب ځپلو کورنيو سره خواخوږي هم شريکه کړې ده.

د ارزګان د والي ویاند بلال ارزګاني نن دوشنبه د (وري ۲۷مه) پر خپله اېکس پاڼه ارزګان ته د ملا برادر د تګ خبر ورکړ.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملابرادر په يوې غونډه کې د سېلابونو له امله د زيانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي شريکه کړې او ويلي يې دي: « ارزګان ته د ورستیو سېلابونو په خاطر د زیانمنو خلکو سره خواخوږي څرګندولو لپاره راغلی یم او د مرستو ژمنه کوم.»

نوموړي زياتوي، چې د هېواد په هره سېمه کې د خلکو له ستونزو ځان خبرول یې مکلفيت دی.

برادر له خلکو څخه د «اسلامي نظام» د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې؛ وروستيو سېلابونو په هېواد کې ۳۳ کسان مړه کړي او ۲۷ نور يې ټپیان کړي دي.

طالب مسولانو د نور اورښتونو خبردارۍ هم ورکړی او د مرګ ژوبلې د زياتوالي اړوند يې اندېښنې ښودلې.

د طالبانو په خبره، چې همې سېلابونو د هېواد په بېلا -بېلو سېمو کې په زرګونه ګورونه، سړکونه، فرعي لاري او کرنيزې ځمکې هم ويجاړي کړي دي.

په ډېرو ولایتونو کې طالبانو د خلکو د ژغورلو خبر ورکړي دی.

وزلوبه؛ طالبانو په بغلان کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سياليو د ترسره کېدو خبر ورکړ

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د ورزش اداره وایي، چې په دې ولایت کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې (بزکشۍ) سيالي ترسره شوه. د طالب مسوولانو په خبره؛ دغه سيالۍ د سیمه ييزو لوبو د پراختيا په موخه جوړې شوې وې.

په بغلان کې د طالبانو د ورزش ادارې د دوشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ولایت د پلخمري په ولسوالۍ کې يې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې (بزکشۍ) دوې ورځنۍ سيالۍ پای ته ورسولې.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دې سياليو کې سمېع الله لومړی او اسدالله دویم مقامونه ګټلي دي.

د سياليو نندارې ته د بغلان او سمنګان د طالب مسوولانو ترڅنګ په زیات شمېر ننداره کوونکي هم ورغلي.

د بغلان او سمنګان د طالبانو د ورزش مسوولانو ويلي؛ هڅه کوي سيمه ييزو لوبو ته پراختيا ورکړي او د ولایتي لوبغاړو ترمنځ د یوالي فضا رامنځ ته کړي.