پاکستان کې په تېرو درېیو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۴۴ کسان مړه شوي دي

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، چې په تېرو درېیو ورځو کې د تالندې، ورښتونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۴ کسه مړه شوي دي.