• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنه: افغان مېرمنې شخصي کاروبار غواړي خو پانګه او د بازار محدودیتونه ورته خنډ دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د ملګروملتونو پرمختايي اداره وايي؛ د طالبانو حاکمیت کې چې پر ښځو د کار بندیز لګېدلی افغان مېرمنو شخصي کاروبار ته مخه کړې؛ خو پانګه او د خپل تولید لپاره بازار نه لري.

د یو اېن ډي پي په سروې کې ګډونوالو د کاروالو ښځو له ۷۰ سلنې ډېرو دا هم ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه د دوی د کاروبار خنډ دي او له نارینه محرم پرته مارکېټ ته تللی نه شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې دا څېړنه نن خپره شوې او رویټرز خبري اژانس ورته کتنه کړې ده.

دې ادارې ته د ۳۱۰۰ هغو مېرمنو له ډلې چې ځان ته یې کار برابر کړی ۴۱ سلنه سره یې په پور متکي دي؛ خو په دوی کې پنځه سلنه ویلي چې د بانک یا مالي موسسې له لارې یې د کار لپاره پیسې ترلاسه کړې، نورو تر ډېره د خپلوانو دوستانو یا کورنۍ پر پیسو تکیه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یو غړی سټېفن رودریګوس وايي؛ افغانې مېرمنې د افغانستان د کورنۍ په ځان بساینه کې له ډېر وخت را هیسې محرکه قوه ده او د محلي اقتصاد په خوندیتوب کې مهم رول لري.

نوموړی وايي، د ځان بسیا افغانستان لپاره د مېرمنو نړۍوال ملاتړ پکار دی.

طالبانو رسما د ښځو پر کاربندیز نه دی لګولی؛ خو د دوی د مختلفو کارونو بندولو سره یې ښځې بې کاره کړې، لکه؛ د سینګارتونونو بندول یا هم له محرم پرته کار ته د دوی د تګ مخنیوی.

د طالبانو دې او ورته نورو قیوداتو سره په افغانستان کې د ښځو د کار کچه لا ټیټه شوې چې پر ۲۰۲۱ کال واک ته د دوی تر رسېدو مخکې هم ټیټه وه.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

نجیبې نوري د افغان مېرمنو د ازادۍ په هیله خپل ۱۵۴ ورځینی سمندري سفر پای ته ورساوه

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۱

نجیبه نوري او د هغې سره د بېلابېلو هېوادونو ملې ملګرې د «اوشن ګلوب» لوبو کې له ګډون وروسته خپل هغه سفر چې ۱۵۴ ورځې وړاندې یې پیل کړی و، پای ته ورساوه. هغه وایي، په دغه ننګونکي سفر کې یې وښوده چې افغان نجونې هم کولای شي ځانونه اغېزناکې او زړورې ثابتې کړي.

اغلې نوري د لومړي ځل لپاره د اوشن ګلوب سیالیو په دویم پړاو کې سفر وکړ.

هغې په فبرورۍ میاشت کې په خپله فیسبوک پاڼه کې د دغه سفر په اړه ولیکل:« خوشحاله یم، چې په دغه نه باورېدونکي سفر کې چې ټولې نړۍ ته یې لرم، د نجونو د زده‌کړو مهم پیغام له ځانه سره لېږدوم.»
هغې زیاته کړه:« د افغانستان په ښایسته غرونو کې رالویه شوې او د میدن په بېړۍ چلولو کې له تمې خلاف او زړه راښکوونکی سفر کوم.»

100%

میدن فکټور د اډوارز ټریسي بېړۍ نوم دی. هغې په ۱۹۸۹-۱۹۹۰ کال کې «د ویتنبرد د نړۍوالو سیالیو بهیر» کې د هغې بېړۍ مشري کوله، چې ټولې کارکوونکې یې مېرمنې وې.

د ټولو مخالفتونو او جنسیتي توپیر سره، سره ټریسي او د هغې ډلې د ټولو سختو شرایطو په منلو د نړۍ د بېړۍ چلولو په سیالیو کې دویم مقام ګټلی و.
دا د بېړۍ چلولو سیالیو کې د مېرمنو لپاره تر ټولو سخت پیل و.
له هغې وروسته میدن چې اوس‌مهال یې په نوم دغه سازمان هم جوړ شوی، د نجونو د ځواکمنولو لپاره په ټوله نړۍ کې په یو ستر بنسټ بدل شوی او له نړۍوالو څخه د نجونو د زده‌کړو لپاره پیسې راټولوي.

100%

هغې د میدن په بېړۍ کې یوه سپینه دړه په لاس کې نیولې، چې په کې لیکل شوي: «نوروز مبارک، د افغانستان او د هېواد د مېرمنو د ازادۍ په هیله.»
نجیبه نوري په قوم هزاره او د افغانستان د بامیانو ولایت اوسېدونکې ده، چې دا مهال کډواله شوې.

هغې په کډوالۍ کې دا موکه موندلې، چې د بېلابېلو هېوادونو له مېرمنو سره ګډ سفر وکړي؛ خو د هغې په شان نورې نجونې په افغانستان کې په ډېرې سختۍ سره کولای شي له کوره بهر لاړې شي او د زده‌کړو او کار کولو حق هم نه لري.
د میدن بېړۍ د هغو ۱۴ بېړیو څخه یوه وه، چې د سپټمبر په ۱۰مه یې خپل سفر له بریټانیا څخه پیل کړ.

دغې بېړۍ ۴۳ زره کیلو مټره لار ووهله او د پنځمې بېړۍ په توګه وروستۍ کرښې ته ورسېده.

په ۲۰۲۴ کال کې افغان مېرمنو ته د کوسوو د جمهوري ریاست د زړورتیا مډال ورکړل شو

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د کوسوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د "ښځو، سولې او امنیت د نړۍوالې شورا" تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان مېرمنو ته ورکړل شو. د کوسوو ولسمشر ویسا عثماني دغه مډال زهرا نادر، مدینه دروازي، عارفه فاطمي او د افغان ښځو یو شمېر نورو استازو ته ډالۍ کړ.

دا فورم د امنیت او سولې په برخه کې د خبرو اترو او له جنسي تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو د غږ انعکاس په موخه جوړ شوی و.

د ښځو، سولې او امنیت دویمه نړۍواله غونډه د دوشنبی په ورځ (د وري ۲۷مه) د ۴۰ هېوادونو د څه باندې ۸۰۰ استازو په ګډون او د کوسوو د ولسمشر په حضور کې ترسره شوه.

زهرا نادر، د زن ټایمز مشره مدیرې وویل: "د اټکل له مخې شل میلیونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي. دوی د کار یا زده کړو لپاره د سفر کولو حق نه لري او حتا د جامو غوره کولو حق هم نه لري."

زهرا نادر وویل؛ د طالبانو ډلې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ټول سیستمونه له منځه وړي او د دغې ډلې پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن، د سلوانیا ولسمشر، د البانیا ولسمشر او د شمېر نورو هېوادونو استازو په ګډون مشهورو نړیوالو شخصیتونو ګډون کړی و او په انلاین ډول یې ویناوې وکړې.

د کوسوو د زړورتیا ولسمشرۍ مډال په 2023 کې اوکرایني میرمنو ته ورکړل شوی و.

واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

یوه شیعه عالم ایت الله واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. نوموړی وايي، چې له «زده‌کړو» انکار نه شي کیدی ځکه چې زده‌کړه یو «نیک کار» دی او «څوک چې یو ښه کار وکړي، هغه که نارینه وي یا ښځینه، خدای به هغه ته ښه ژوند ورکړي.»

په هغې ویډیو کې چې موږ ته رسېدلې، ښاغلی بهسودي د اختر په لمانځه کې د وینا پر مهال وايي، هغه د زده‌کړو د ګډو ټولګیو مخالف دی او «د زده‌کړو ځای باید اسلامي وي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا وي.»

نوموړی وایي، د حل لاره دا ده چې طالبان له نړۍ وغواړي چې «که د نارینه و لپاره لس زره لېسې لرو باید د نجونو لپاره هم لس زره لېسې ولرو.»

ایت الله واعظ‌زاده بهسودي وايي: «د نجونو لپاره د مناسب چاپیریال د نه شتون په پلمه موږ نه شو کولی د ټولنې له نیمایي څخه زیاته برخه له زده‌کړو چې د دوی شرعي، قانوني او بشري حق دی، بې برخې کړو.»

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاتوي،چې د هلکانو او نجونو لپاره د پوهنتونونو، ښوونځیو او زده‌کړو موسسو د جلا کېدو له امله یوې لویې بودیجې او لویو بشري سرچینو ته اړتیا ده، چې افغانستان یې د پوره کولو وس نه لري. خو وايي، که دغه بنسټونه وتړل شي، «ښه خبره نه ده.»

هغه په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته دې په جلا چاپیریال کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول.

د یو شمېر اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ د عالمانو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په کابل کې د طالبانو له زندانه درې معترضې خویندې او ورور خوشي شوي

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د رضايي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دې کورنۍ درې لوڼه او یو زوی یې د طالبانو له بنده خوشي شوي دي. ۲۵ کلنه ازاده رضايي، ۱۷ کلنه نادیه رضايي، ۱۴ کلنه الهه رضايي او د هغوی ۲۲ کلن ورور یحیا رضايي د کابل په لویدیځ کې کې نیول شوي وو.

د رضايي د کورنۍ د غړو په وینا، د دې کورنۍ څلور غړي د دوشنبې په ورځ د د وري په دیارلسمه له زندانه خوشي شوي دي.

دوی نه غوښتل د دغو څلورو کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه وضاحت ورکړي.

د نیول شویو نجونو کورنیو ته نږدې سرچینو د چهارشنبې په ورځ د وري په ۹ مه، افغانستان انټرشنل ته وویل، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د وري د اتمې په شاوخوا شپږ بجې د دشت برچي په معرفت کوڅه کې د دوی پر کور چاپه واچوله او د دوی درې لوڼه او یو ورور نیولي دي.

تر دې مخکې طالبانو د ښځو د حقونو د دغو دریو فعالانو خور تمنا رضايي نیولې وه او ۲۹ ورځې وروسته یې خوشې کړې وه.

افغان او ایرانۍ فعالانې د 'جنسیتي توپیر' د رسمیت پیژندلو لپاره ګډه جبهه جوړوي

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۱

یوه افغان معترضه هدا خموش وايي، ځینې افغان او ایراني فعالانو د "جنسیتي توپیر" د رسمیت پیژندلو لپاره ګډه غونډه وکړه. د اغلې خموش په وینا، دغه ښځې پلان لري چې خپل لاریونونه همغږي کړي.

هغې نن په خپل اېکس کې په یوه یادښت کې لیکلي: "دا د ایراني او افغان میرمنو لومړۍ ناسته ده، چې هدف یې د جنسیتي تبعیض پای ته رسولو او دا اتحاد د یو واحد جنسه او نارینه ډلې طالبانو پای ته رسولو لپاره دی، چې په ښځو باندې ظلم کوي. ښځې دې غښتلې شي او د ایران چې د خلکو د ځپلو او زنداني کولو او په دار کولو هڅه کوي.

په هغه انځور کې چې هدا خموش د دې انلاین ناستې په اړه خپور کړی، لیدل کېږي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ او د ایران د اسلامي جمهوریت د اپوزیسیون فعاله مسیح علي نژاد هم حضور درلود.

تر دې مخکې مسیح علي نژاد د نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې ۱۴۰۳ لمریز کال د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د ایرانیانو او افغانانو د یووالي کال بللی و.