د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه افغانستان ته د مرستو په موخه یو پلاوی کابل ته لېږي

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه غواړي له افغانستان سره د مرستې په موخه یو پلاوی کابل ته ولېږي.