• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سندونه؛ طالبان د داعش او د نورو مخالفو ډلو ځپلو ته ځانګړې قطعه جوړوي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۲:۵۲ GMT+۱

ځینې طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د داعش او نورو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره ځانګړې قطعه جوړوي. طالبان چې په افغانستان کې د داعش یا د دوی پرضد د نورو وسلوالو فعالیت او حضور ردوي، اوس په دغه ځانګړي ځواک کې د دې ډلې هغه بې سرنوشته سرتېري ګوماري چې بې دندو دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ځانکړو ځواکونو عمومي قومندانۍ د دې ډلې د نظامي چارو کمېسون ته په مکتوب کې لیکلي، چې د ملا هبت الله په شفاهي هدایت هغه بې سرنوشته طالبان په دغه قطعه کې وګومارل شي چې د بستونو له منځه تلو سره یې بې دندې او بې معاشه دي.

د معلوماتو له مخې دغه ځانګړي قطعه په ځواکمنو او پر مختللو وسلو سمبال شي او واک به یې له کندهار سره وي او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به عملیات کوي.

سرچینې زیاتوي دغه ځواک به په افغانستان کې د داعش او نورو مخالفو ډلو پرضد په وخت او چټک عملیات کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بل مکتوب هم ترلاسه کړی دی، چې کابل ولایت ته یې لیکلی دی.

په دغه مکتوب کې ولسوالیو د بې سرنوشته طالبانو د لېستونو د جوړولو غوښتنه شوې ده، خو دا کسان باید د اړوند ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ او استخباراتو مدیریت لخوا تاید شي.

داعش ته د پخوانیو وسلوالو د اوښتو وېره

 https://www.afintl.com/pa/202310312875
100%
https://www.afintl.com/pa/202310312875

دا ځواک په داسې حال پلانېږي چې د طالبانو د تصفیې کمېسون له خوا د دې ډلې د سرتېرو په بې دندې کېدو سره په مختلفو ولایتونو کې شکایتونه ډېر شوي دي.

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست یوه مکتوب کې څه مهال دا اندېښنه هم ښودلې چې ښايي په میدان وردګ کې بې دندو شوي وسلوال یې له داعش سره یو ځای شي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان د داعش او د نورو مخالفو وسلوالو د ځپلو لپاره ځانګړی ځواک جوړوي، خو ترې دې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله لپاره ځواک جوړ شو.

طالبان د ۸۸۸ ځانګړي عملیاتي قطعه او ۳۱۳ بدري قطعې په نومونو ځانګړي نظامي ځواک هم لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د حکومت ویاند: په افغانستان کې وروستي ورښت او هڅو پسې څه اندازه حقابه را کړل شوه

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د ایران د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې وروستي ورښت او د تهران په وروستیو هڅو پسې د هلمند سیند اوبه دغه هېواد ته ورسېدې. علي بهادري جهرمي نن بیا د نورو ایراني چارواکو په څېر تکرار کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د ټولې حقابې د ترلاسولو لپاره له طالبانو سره اړینې خبرې کوي.

د طالبانو په واکمنېدو پسې ایراني چارواکي بیا بیا د دې ډلې له حکومت د حقابې ترلاسولو غوښتنه او ان کله ګواښونه کوي.

خو په مقابل کې طالبان وايي، چې د وچکالۍ او هلمند سیند کې د اوبو د کمښت له امله ایران ته د دغه سیند اوبه نه رسېږي.

ایران په داسې حال کې د اوسنۍ حقابې د ترلاسولو خبره کوي چې تېره اونۍ له نږدې پنځو کلونو وروسته په لومړي ځل پر هلمند سیند د جوړ کجکي برېښنا بند کاسه ډکه شوه.

له نږدې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ورښت له امله تېرو اونیو کې هم د ایران سیستان بلوچستان ته اوبه رسېدلې وې.

رافایلا یودیچه: د افغان مېرمنو د حقونو خبره باید د هر کېدونکي جوړجاړي په سر کې یاده شي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیره وایي هېڅ تعامل د مېرمنو د حقونو په پام کې له نیولو پرته د منلو نه دی.

رافایلا یودیچه نن سه شنبې د (غویي څلورمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې هغې افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د ورغلي پلاوي له مشر طارق علي بخیت سره په کابل کې کتلي دي.

هغې لیکلي چې په دغې کتنه کې د نجونو پر زده‌کړو او په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه خبرې اترې وشوې.

اغلې یودیچه زیاته کړې: «د ښځو د حقونو په تړاو د غږ پورته کول باید د هرې ناستې او په افغانستان کې د طالبانو سره د هر ډول تعامل د سر، سر موضوع وي»
طارق علی بخیت، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بېلابېلو طالب چارواکو سره غږیدلی او ویل کیږي چې نوموړي په دغو ناستو کې پر مېرمنو د کاري بندیزونو او د نجونو پر زده کړو له طالبانو سره خبرې کړي.

دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په دریو کالو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو په کار کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دی منلي او تر دې وړاندې هم د ځینو اسلامی هېوادونو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.

سرچینې: طالبانو خوست کې ۳ خبریالان د ساز او له ښځو سره د ټلیفوني اړیکو په تور بندیان کړل

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۱

په خوست کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېره ورځ طالبانو درې تنه د راډیوګانو خبریالان بندیان کړي دي. د طالبانو سرچینې وايي دا خبریالان په خپرونو کې د ساز غږولو او له ښځو سره د ټلیفوني اړیکو له امله د امر بالمعروف په امر په امنیه قومندانۍ کې بندیان دي.

په خوست کې ځايي سرچېنو نن افغاستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چ د امربامعروف ریاست په امر د اقرا، ناز، او ولس غږ اف ام راډیوګانو دغه خبریالان احسان الله تسل، مشال هاشمي او واحد بندیان شوي دي.

د سرچینو په خبره، طالبانو دغو خبریالانو د اختر شپو ورځو کې په راډیوګانو کې ساز لرونکی پیګراونډ خپور کړی او تفریحي خپرونو کې یې له اناثو سره اړیکې نیولې دې.

د طالبانو سرچینې په خوست کې مني چې دغه خبریالان لومړی امر باالمعروف ریاست ته غوښتل شوي و او د دوی په غوښتنه امنیه قومندانۍ کې زنداني شوي دي.

دوی زیاتوي دا خبریالان به په راتلونکو ورځو کې د اسلامي امارت د قوانینو د نه تطبیق په جرم محکمې ته هم معرفي شي.

تر اوسه د خبریالانو دفاع ټولنو ددغو خبریالانو د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده وړاندې د خوست امنیه قومندانۍ په یو رسمي مکتوب کې لیکلي و، چې په خوست کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.

د طالبانو په رسمي مکتوب کې چې د کب په پنځمه لاسلیک شوی، په خوست کې یو شمېر خصوصي راډیوګانې «اخلاقي فساد» ته په هڅولو تورنې کړې وې.

په دغه مکتوب کې ویل شوي و،چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرونو پر مهال راډيوګانو ته زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې ریاست اجازې پرته د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

طالبان: د افغانستان په اړه د نړېوال بانک د راپور مثبتې برخې ستایو او منفي برخې یې ردوو

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه د «نړېوال بانک د راپور مثبتې برخې ستایو او منفي برخې یې ردوو.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سه شبنې په ورځ د (غوايي څلورمه) د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه د نړېوال بانک د ځینو برخو د ستاینې او ځینو برخو د ردولو په اړه اعلامیه خپره کړې او ويلي یې دي چې د «راپور د مثبتو برخو ستاینه کوو، خو منفي برخې یې موږ ته د منلو نه دي.»
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کورني ناخالص تولید اندازه زیاته شوې او د خوراکي او غیرې خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د نړېوال بانک د راپور هغه برخې چې ویلي یې دي د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی او په سوداګرۍ کې هم کسر موجود دی ردې شوې دي.

طالبان وايي، د سوداګرۍ د کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

نړېوال بانک د اپرېل په ۱۸مه نېټه د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې، له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي حالت ټکنی شوی.

نړېوال بانک ویلي، د نشه یي توکو د کرکیلې بندېدو له امله سلګونه زرو بزګرانو خپل عاید له لاسه ورکړی.

خو طالبان وايي، دا منو چې د بزګرانو عاید کم شوی، خو وايي هڅه کوو چې، کروندګرو ته بدیل کښت برابر کړو.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې له نړېوالې ټولني پر تعامل د ټینګار تر څنګ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو او پراختیايي پروژو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه هم شوې ده.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال په اسیايي جام کې وروستي پړاو ته بریالۍ شوه

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په اسیايي جام کې تېره شپه د څلورم ګروپ په وروستۍ لوبه کې له بحرین سره مخامخ شوه. په دغې لوبه کې د افغانستان دریو لوبغاړو د ګولونو په وهلو دا بری خپل کړ.

په دغې مهمې لوبه کې د افغانستان لوبغاړو فرزاد محمودي، اکبر کاظمي او مهران غلامي د خپلو ګولونو په وهلو سره، ٢-٣ بحرین لوبډلې ته ماته ورکړه او د څلورو امتیازونو په خپلولو سره یې د لوبو وروستي پړاو ته لار وموندله.

افغانستان په لومړۍ نیمه پایلوبه کې خپله لوبه په ١-٢ وبایلله؛ خو په دویمې نیمه پایلوبه کې یې دوه نور ګولونه ووهل او د ایران په وړاندې د ٠-٤ د کویټ په بایللو سره په څلورم ګروپ کې دویمه لوبډله شوه چې بل پړاو ته یې لاره پرانیستله.

د افغانستان لوبډله په وروستي پړاو کې باید له تاجکستان سره ولوبیږي. او ایران به د قرغزستان پر وړاندې لوبه کوي.