• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی شو، چې په روان ای‌پي‌اېل کې به ولوبېږي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱

افغان الراونډر ګلبدین نایب په روان ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل کې د ډیلي کپیټل لوبډلې له‌خوا واخیستل شو. د خبرونو له مخې، ښاغلي نایب په روان ای‌پي‌اېل کې د ډیلي کپیټل سره قرارداد هم لاسلیک کړی او ډېر ژر به له دغې لوبډلې سره یوځای شي.

د راپورونو له مخې، ګلبدین نایب د اسټرالیایي الراونډر مېچل مارش پر ځای دغې لوبډلې ته غوره شوی.

مېچل مارش د ټپي کېدو له امله له ای‌پي‌اېل بهر شوی دی.

ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی دی، چې د ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل کې به ولوبېږي.
تر دې وړاندې راشدخان، عظمت الله عمرزی او نوراحمد لکڼوال په ګجرات لوبډله کې، محمدنبي په ممبیي اېنډینز کې، رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر په کلکته لوبډله کې، نوین الحق په لکهنو لوبډله کې او فضل حق فاروقي په حیدراباد لوبډله کې لوبېږي.
مجیب ځدراڼ هم د کلکتې لوبډلې له‌خوا پېرل شوی و؛ خو د ټپي کېدو له امله هغه د الله محمد غضنفر سره بدل شو.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال په اسیايي جام کې وروستي پړاو ته بریالۍ شوه

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په اسیايي جام کې تېره شپه د څلورم ګروپ په وروستۍ لوبه کې له بحرین سره مخامخ شوه. په دغې لوبه کې د افغانستان دریو لوبغاړو د ګولونو په وهلو دا بری خپل کړ.

په دغې مهمې لوبه کې د افغانستان لوبغاړو فرزاد محمودي، اکبر کاظمي او مهران غلامي د خپلو ګولونو په وهلو سره، ٢-٣ بحرین لوبډلې ته ماته ورکړه او د څلورو امتیازونو په خپلولو سره یې د لوبو وروستي پړاو ته لار وموندله.

افغانستان په لومړۍ نیمه پایلوبه کې خپله لوبه په ١-٢ وبایلله؛ خو په دویمې نیمه پایلوبه کې یې دوه نور ګولونه ووهل او د ایران په وړاندې د ٠-٤ د کویټ په بایللو سره په څلورم ګروپ کې دویمه لوبډله شوه چې بل پړاو ته یې لاره پرانیستله.

د افغانستان لوبډله په وروستي پړاو کې باید له تاجکستان سره ولوبیږي. او ایران به د قرغزستان پر وړاندې لوبه کوي.

افغان کرېکټ بورډ د قوش تېپې شل اوریزو سیالیو ترسره کېدو لپاره نوی مهال وېش وټاکه

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ د قوش تېپې شل اوریز جام په نوم سیالیو ترسره کېدو لپاره یو ځل بیا د ځای تر څنګ د دغو سیالیو لپاره مهال وېش وټاکه. د افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې د قوش تېپې شل اوریز جام سیالۍ به د نوي مهال وېش له مخې ترسره کیږي.

کرېکټ بورډ وايي، د قوش تېپې شل اوریز جام سیالۍ به د نوي مهال وېش له مخې د افغانستان د پنځو زونونو اړوند لوبډلو ترمنځ د راتلونکي مئ میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.

د کرېکټ بورډ په خبره یادې سیالۍ به د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې د کابل ولایت په کرېکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

کرېکټ بورډ تردې وړاندې ویلي و، چې یادې سیالۍ به د اپرېل میاشتې په ۱۶مه په کندهار کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۷مې نیټې به روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې غړو، د ظرفیت لوړونې او د کورني کرېکټ څانګې مشر د وري میاشتې په شلمه نېټه اعلان وکړ چې یادې سیالۍ د تخنیکي ستونزو له امله د کندهار پر ځای په کابل کې ترسره کیږي.

د افغانستان فوټسال لوبډلې له کويټ سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه؛ خو د پرمختګ لپاره لا هم هيلې لري

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د ۲۰۲۴ کال اسیايي فوټسال جام سیالیو په لړ کې له کویټ سره لوبه تر سره کړه. دغه لوبه ۳-۳ په مساوي ډول پای ته ورسېده. په لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په سختۍ ګولونه ووهل؛ خو د کويټ لوبډله بیا دومره تر فشار لاندې نه وه.

د افغانستان فوټسال په لوبډله کې فرزاد محمودي يو او رضا حسين دوه ګولونه ووهل.

دا په ګروپي پړاو کې د افغانستان د لوبډلې دویمه لوبه وه، چې په څلورم ګروپ کې ترسره شوه.‌

د افغانستان لوبډلې په راتلونکې مرحلې کې د لوبیدلو له پاره بريا ته اړتيا لروده او لوبه یې قوي پیل کړه؛ خو افغان لوبډلې د دوو اسانه ګولونو په ترلاسه کولو د لوبې لومړۍ نيمايي ۲-۱ د کويټ په ګټه پای ته ورسوله.

د افغانستان فوټسال لوبډلې د لوبې دویمه نيمايي قوي پيل کړه او لوبه یې ۲-۲ مساوي کړه؛ خو د کويټ لوبډلې څو دقيقې وروسته دريم ګول وواهه.

د کويټ لوبډلې پنځه فولونه وکړل او په شپږمه فول سره یې افغان لوبغاړي رضا حسين پور، پينالټي ګول کړه او لوبه یې مساوي کړه.

په پام کې ده چې د افغانستان وروستۍ لوبه د بحرين سره ترسره شي.

د افغانستان فوټسال لوبډله هغه مهال بلې مرحلې ته د تلو چانس لري، چې د بحرين لوبډلې ته د دوو ګولونو په توپير ماتې ورکړي او کويټ له ایران څخه ماتې وخوري.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه ایران ته ۳-۱ بايللې وه.

ښځینه لومړۍ یو ورځنۍ نړۍواله لوبه: ویسټ انډیز پاکستان ته په ۱۱۳ منډو ماتې ورکړه

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې نن پنجشنبه په کراچۍ کې د درېیو یو ورځنیو نړۍوالې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۱۱۳ منډو ماته ورکړه.

د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۹منډې هدف وټاکه.

د پاکستان ښځینه لوبډله د ۲۷۰ منډو د ترلاسه کولو لپاره په ۳۵.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۶ منډې ترسره کړي او لوبه یې وبایله.

د ویسټ انډیز لوبډلې کپتان هېلي ماتیوز په زړه پورې سلیزه ووهله. نوموړې د ۱۵څلوریزو په مرسته ۱۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او شیماني کیمبل ۴۵منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوبډلې څخه سعدیه اقبال او طوبا حسن دوه دوه وېکټې واخیستې.

د پاکستان له لوبډلې څخه طوبا حسن ۲۵، منیبه علي ۲۲ او نجیهه علوي ۲۰ منډې ترسره کړې.

د ویست اندیز له لوبډلې ماتیوز ۳ ویکټې، زایده جیمز او افلي فلیچر دوه- دوه ویکټي او هینري او شمیلیا یوه- یوه ویکټه واخیسته.

هیلي ماتیوز د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

دویمه لوبه به د یکشنبې په ورځ (د اپریل ۲۱مه) په همدې لوبغالي کې ترسره کیږي.

لوبه به د پاکستان په ځایي وخت د سهار نهه نیمي بجې پیل شي.

راشد خان اسټرالیا ته په خطاب کې: هیڅ څیز زما تر هېواده ما ته ارزښتناک نه دی

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د اسټرالیا له لوري د افغان لوبډلې سره د شل اوریزو لوبلړۍ له لغوه کېدو وروسته د راشد خان په ګډون هغو افغان لوبغاړو د اسټرالیا له غوره لیګ سره پرېکون وکړ، چې تر دې وړاندې په دوامداره ډول هلته لوبېدل.

د افغانستان د شل اوریز کرېکت ملي لوبډلې لوبډلمشر او د کرېکټ ستوري راشدخان ارمان له کرېک اېنفو سره په خپلې تازه مرکه کې اسټرالیا ته په خطاب کې ویلي، هیڅ شی ماته زما تر هېواده ارزښتناک نه دی.
نوموړی وايي:« ډېر شیان په ذهن کې راځي لکه؛ که ته نه غواړې، چې زما د لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړې؛ نو بیا ولې غواړې چې زه ستاسو په هېواد کې لوبه وکړم؟ ځکه زه ستاسو په هېواد کې هم د کرېکټ د لوبې اجازه نه لرم.»
خان زیاتوي:« ته نه غواړې، چې زما له ملګرو سره لوبې وکړې او غواړې چې له ما سره لوبې وکړې؟ نو په دې کې څه توپیر دی؟ دا په دې مانا ده، چې زه خپل ملګري ټیټ راولم، زما هېواد ټیټ راولم. زه هیڅکله داسې څه نه غواړم.»
راشد خان اسټرالیا ته په خطاب کې وايي:« که دوی غواړي موږ هلته لوبې وکړو یوازینۍ لاره دا ده، چې اسټرالیا باید زموږ له ملي ډلې سره لوبې وکړي.»
نوموړی وايي چې، په ۲۰۲۵ بېګ باش غوره لیګ کې د ګډون په اړه له سره غور کوم.
خان کرېک اېنفو ته ویلي:« د یو لوبغاړي په توګه تاسو په دې اړه ډېر څه نه شئ کولای. دا مسله د حکومتونو ده، چې حل یې کړي. خو هغه څه چې ماته تر ټولو ډېر درد را کوي هغه دا دي، کله چې دا ډول شیان پېښېږي ولې په افغانستان کې کرېکټ ته زیان ورسېږي؟»
راشد خان ټینګار وکړ، کرېکټ د افغانستان لپاره د "خوښۍ سرچینه" ده او دا هغه څه دي چې اسټرالیا باید پرې وپوهېږي.

راشد خان تېرکال له ېګ باش څخه د وتلو ګواښ کړی و؛ خو نوموړی بیا هم په بېګ باش لیګ کې د اډلېډ سټراېکس لوبډلې له‌خوا ونیول شو؛ خو راشد خان د ملا د عملیاتو له امله په دغه لیګ که ونه شو لوبېدای.

اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان لوبډلې سره درې ځله لوبې لغوه کړې دي او د دغه هېواد کرېکټ بورډ د لوبو لغوه کېدو لامل په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په وړاندې د خنډونو او د ښځو په وړاندې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ بندیزونه ګڼي.