• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښځینه لومړۍ یو ورځنۍ نړۍواله لوبه: ویسټ انډیز پاکستان ته په ۱۱۳ منډو ماتې ورکړه

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې نن پنجشنبه په کراچۍ کې د درېیو یو ورځنیو نړۍوالې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۱۱۳ منډو ماته ورکړه.

د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۹منډې هدف وټاکه.

د پاکستان ښځینه لوبډله د ۲۷۰ منډو د ترلاسه کولو لپاره په ۳۵.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۶ منډې ترسره کړي او لوبه یې وبایله.

د ویسټ انډیز لوبډلې کپتان هېلي ماتیوز په زړه پورې سلیزه ووهله. نوموړې د ۱۵څلوریزو په مرسته ۱۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او شیماني کیمبل ۴۵منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوبډلې څخه سعدیه اقبال او طوبا حسن دوه دوه وېکټې واخیستې.

د پاکستان له لوبډلې څخه طوبا حسن ۲۵، منیبه علي ۲۲ او نجیهه علوي ۲۰ منډې ترسره کړې.

د ویست اندیز له لوبډلې ماتیوز ۳ ویکټې، زایده جیمز او افلي فلیچر دوه- دوه ویکټي او هینري او شمیلیا یوه- یوه ویکټه واخیسته.

هیلي ماتیوز د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

دویمه لوبه به د یکشنبې په ورځ (د اپریل ۲۱مه) په همدې لوبغالي کې ترسره کیږي.

لوبه به د پاکستان په ځایي وخت د سهار نهه نیمي بجې پیل شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

راشد خان اسټرالیا ته په خطاب کې: هیڅ څیز زما تر هېواده ما ته ارزښتناک نه دی

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د اسټرالیا له لوري د افغان لوبډلې سره د شل اوریزو لوبلړۍ له لغوه کېدو وروسته د راشد خان په ګډون هغو افغان لوبغاړو د اسټرالیا له غوره لیګ سره پرېکون وکړ، چې تر دې وړاندې په دوامداره ډول هلته لوبېدل.

د افغانستان د شل اوریز کرېکت ملي لوبډلې لوبډلمشر او د کرېکټ ستوري راشدخان ارمان له کرېک اېنفو سره په خپلې تازه مرکه کې اسټرالیا ته په خطاب کې ویلي، هیڅ شی ماته زما تر هېواده ارزښتناک نه دی.
نوموړی وايي:« ډېر شیان په ذهن کې راځي لکه؛ که ته نه غواړې، چې زما د لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړې؛ نو بیا ولې غواړې چې زه ستاسو په هېواد کې لوبه وکړم؟ ځکه زه ستاسو په هېواد کې هم د کرېکټ د لوبې اجازه نه لرم.»
خان زیاتوي:« ته نه غواړې، چې زما له ملګرو سره لوبې وکړې او غواړې چې له ما سره لوبې وکړې؟ نو په دې کې څه توپیر دی؟ دا په دې مانا ده، چې زه خپل ملګري ټیټ راولم، زما هېواد ټیټ راولم. زه هیڅکله داسې څه نه غواړم.»
راشد خان اسټرالیا ته په خطاب کې وايي:« که دوی غواړي موږ هلته لوبې وکړو یوازینۍ لاره دا ده، چې اسټرالیا باید زموږ له ملي ډلې سره لوبې وکړي.»
نوموړی وايي چې، په ۲۰۲۵ بېګ باش غوره لیګ کې د ګډون په اړه له سره غور کوم.
خان کرېک اېنفو ته ویلي:« د یو لوبغاړي په توګه تاسو په دې اړه ډېر څه نه شئ کولای. دا مسله د حکومتونو ده، چې حل یې کړي. خو هغه څه چې ماته تر ټولو ډېر درد را کوي هغه دا دي، کله چې دا ډول شیان پېښېږي ولې په افغانستان کې کرېکټ ته زیان ورسېږي؟»
راشد خان ټینګار وکړ، کرېکټ د افغانستان لپاره د "خوښۍ سرچینه" ده او دا هغه څه دي چې اسټرالیا باید پرې وپوهېږي.

راشد خان تېرکال له ېګ باش څخه د وتلو ګواښ کړی و؛ خو نوموړی بیا هم په بېګ باش لیګ کې د اډلېډ سټراېکس لوبډلې له‌خوا ونیول شو؛ خو راشد خان د ملا د عملیاتو له امله په دغه لیګ که ونه شو لوبېدای.

اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان لوبډلې سره درې ځله لوبې لغوه کړې دي او د دغه هېواد کرېکټ بورډ د لوبو لغوه کېدو لامل په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په وړاندې د خنډونو او د ښځو په وړاندې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ بندیزونه ګڼي.

محمد شفیع رستمي د پاریس د ۲۰۲۴ پارالمپیک لوبو کې د ارزوونکي جواز ترلاسه کړ

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د تکوانډو ملي فدراسیون وایي، چې شفیع رستمي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د افغانستان یوازینی ارزونکی استازی وټاکل شو.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې استاد محمد شفیع رستمي د پاریس د ۲۰۲۴ پارالمپیک سیالیو کې د هېواد یوازینی استازی ټاکل شوی دی.

د پاریس المپیک او پارا المپیک سیالی د ۲۰۲۴ اوړي کې په پاریس کې ترسره کیږي؛ د فرانسې پلازمېنه د درېیم ځل لپاره د دې سیالیو د کوربه په توګه غوره شوې ده.

د المپیک سیالي د اسد له څلورمې شروع کیږي او د اسد تر شلمې دوام کوي.

دې سیالیو کې به ۱۰ زره ۵۰۰ ورزشکاران، ۳۲ سپورټونو کې لوبیږي، چې په ۳۲۹ سیالیو کې به مډالونه وویشل شي.

د پارالمپیک لوبې به د سنبلې په ۶مه پیل او د سنبلې تر ۱۷مې نېتې پورې په ۲۲څانګو کې د ۴۴۰۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي او ورزشکاران به په ۵۴۹ څانګو کې د مډالونو لپاره سیالي وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اسیا ملتونو جام لپاره د فوټسال لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اسيا ملتونو جام سياليو لپاره د فوټسال ۱۴ کسيزه ملي لوبډله اعلان او د لوبغاړو نوملړ يې خپور کړ. د فوټسال د ۲۰۲۴ کال اسیايي سیالۍ تایلینډ کې سبا یا د اپریل میاشتې په ۱۷مه پيلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.

د فوټسال اسیا ملتونو جام په سيالیو کې افغانستان په ډي ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرين سره لوبي کوي او خپله لومړۍ سیالي یې د اپريل په ۱۸مه نېټه له ایران سره ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک پاڼه د مجيد مرتضا ابرودي په روزنه د فوټسال ملي لوبډلې ۱۴ لوبغاړي اعلان کړه.

فدراسيون په دې لوبغاړو کې محمدجواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزی، علي جعفري، میثم فیضي، رضا محسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسین محمدي او صیاد مجتبا غوره کړي دي.

وزلوبه؛ طالبانو په بغلان کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سياليو د ترسره کېدو خبر ورکړ

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د ورزش اداره وایي، چې په دې ولایت کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې (بزکشۍ) سيالي ترسره شوه. د طالب مسوولانو په خبره؛ دغه سيالۍ د سیمه ييزو لوبو د پراختيا په موخه جوړې شوې وې.

په بغلان کې د طالبانو د ورزش ادارې د دوشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ولایت د پلخمري په ولسوالۍ کې يې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې (بزکشۍ) دوې ورځنۍ سيالۍ پای ته ورسولې.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دې سياليو کې سمېع الله لومړی او اسدالله دویم مقامونه ګټلي دي.

د سياليو نندارې ته د بغلان او سمنګان د طالب مسوولانو ترڅنګ په زیات شمېر ننداره کوونکي هم ورغلي.

د بغلان او سمنګان د طالبانو د ورزش مسوولانو ويلي؛ هڅه کوي سيمه ييزو لوبو ته پراختيا ورکړي او د ولایتي لوبغاړو ترمنځ د یوالي فضا رامنځ ته کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ: د نیوزلېنډ کرېکټ ملي لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره را ورسېدله

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې، د پاکستان او نیوزلېنډ ملي لوبډلې راتلونکې اونۍ د اپریل په ۱۸مه نېټه د پنځو شل اوریزه لوبو لوبلړۍ پیلوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د نیوزلېنډ لوبډله د پاکستان له لوبډلې سره د شل اوریزې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره د شنبې ماښام دغه هېواد ته رسېدلې.

د‌پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد او نیوزلېنډ د ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ د روانۍ اپرېل میاشتې په ۱۸ نېټه پیلیږي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د یادې لوبلړۍ درې لومړۍ لوبې په راولپنډۍ کې او دوه لوبې یې په لاهور کې ترسره کیږي.

د پاکستان او نیوزلېنډ تر منځ د پنځو شل اوریزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه د لاهور په قضافي لوبغالي کې ترسره شي.