• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلینکن پخوانی سلاکار: د دوحې تړون ته د طالبانو ژمنتیا، د واشنګټن لپاره 'بې ارزښته' وه

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخواني سلاکار د کانګرس بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د شاهدۍ په غونډه کې وویل چې په واشنګټن کې د تصمیم نیونکو لپاره د دوحې تړون ته د طالبانو ژمنتیا «بې ارزښته» وه. نیډ پرایس وویل، واشنګټن ته مهمه دا وه چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون ته څومره ګواښ و.

ښاغلي پرایس چې یو وخت د انتوني بلینکن ویاند و، وویل چې هغه د خپل کار پر مهال یې د دوحې تړون ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه رسمي معلومات نه دي ترلاسه کړي.
هغه یو ځل د ۲۰۲۱ په فبروري کې ویلي و چې دا د امریکا په ګټه ده چې پر ټولو خواوو فشار راوړي چې د دوحې تړون ته غاړه کیږدي.
پرایس د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې وویل چې په دغو «ټولو اړخونو» کې طالبان هم شامل دي، خو له دې سره چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي، بیا ولې جوبایډن په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د کمولو «صفر» پالیسي عملي کړه ؟ دلیل یې دا و چې د دغه تړون بل لوري ته «بې ارزښته» و.
نیډ پرایس دا هم وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د کابل له سقوط یوه ورځ مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت پلان دا و چې په کابل کې خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي.
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د چهارشنبې په ورځ (غويي پنځمه) د امریکا د هغو دریو پخوانیو چارواکو د شاهدۍ د تفصیلي متن څلورمه برخه خپره کړه، چې له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې یې ونډه درلوده.
په دې پړاو کې دغې کميټې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو خدمتونو د پخوانۍ رييسې کارول پيريز او د دغه وزارت د نورو چارواکو له خوا له افغانستانه د متحده ایالاتو د وتلو پر مهال د نيډ پرايس د شاهدۍ د غونډو جزیيات خپاره کړل.
ښاغلي پرایس له ترهګرو ډلو د طالبانو د ملاتړ په اړه اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې دغې ډلې لږ تر لږه تر ۲۰۲۲ کال پورې د القاعدې کوربه توب ته دوام ورکړی دی.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه له افغانستانه د امریکا د «ناوړه» وتلو په اړه څېړنه کوي او د دغه بهیر په ترڅ کې یې د یو شمېر پخوانیو چارواکو د وتلو په بهیر کې د ښکېلو کسانو شاهدي هم اورېدلې ده.

ډېر لیدل شوي

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه
۱

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۲

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۳

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۴

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۵

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي