• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: د افغانستان د «منزوي او اقتصاد خرابېدو» اړوند د ډېرو کړيو تصور ناسم ثابت شوی

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند کابل ته د يو شمېر هېوادو د استازو پرله پسې تګ ته په اشارې سره وايي، چې د «افغانستان د منزوي کولو او اقتصاد خرابېدو» په اړه د ډېرو خلکو او کړيو فکر او تصور ناسم ثابت شوی.

د ذبيح الله مجاهد په خبره، چې په دې برخه کې دغه ډله قوي او ټينګ ګامونه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه کابل ته د یو شمېر هېوادونو د ډېپلوماټانو او استازو تګ ته په اشارې ليکي، چې د طالبانو اړيکې د ډېرو هېوادونو سره جوړې شوې دي.

مجاهد زياتوي، چې کابل ته د اسلامي همکاريو د سازمان د مرستيال د راتګ تر څنګ د روسيې، ماليزيا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحاديې او د ګڼو بهرنيو هېوادونو د ډېپلوماټیکو او سياسي استازو راتګ او د ازبکستان په مهمه غونډه کې د طالبانو ګډون د طالبانو د اړيکو پر زياتوالي دلالت کوي.

نوموړي زياتوي، چې دغه اړيکې د افغانستان د اقتصاد لپاره مثبتي پايلې لري.

مجاهد یو شمېر کسانو ته، چې ده یې نوم او ادرس نه دی په ډاګه کړی د پېغور په ډول وويل: «ځينو فکر کاوه افغانستان به نور منزوي او ګوښه وي، اقتصاد به خرابیږي او له هېوادونو سره به اړیکې نه شي تامین، نور دا ډول تصور ناسم ثابت شوی.»

مجاهد وايي، چې حکومت يې دا مهال په سياسي او اقتصادي برخه کې ټينګ او قوي ګامونه اخلي.

طالب ویاند مجاهد خپلو لاسته راوړنو ته په اشارې ليکلي، چې دا مهال دوی په پراخه کچه منل شوي دي.

خو د طالبانو تر واک لاندې کابل ته د ډېرو هېوادونو د استازو د تګ او په ځينو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته د سپارلو سره – سره هېڅ يوه هېواد هم تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

نړۍوالو د افغانستان او طالبانو اړوند په ډېرو ناستو او غونډو کې پر دې ډلې غږ کړی، چې بشري حقونو ته غاړه کښېږدي، نجونو او مېرمنو ته دې د کار او زده کړو زمينه برابره کړي او د «حدودو» له پلي کولو څخه دې لاس واخلي.

خو دغه ډله د خپل مشر د امر له مخې د «شریعت» پر عملي کولو ټينګار کوي.

طالبان پر داسې مهال د اقتصادي ودې خبره کوي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د معلوماتو له مخې د افغانستان خلک له بل هر وخت څخه د سخت فقر او لوږې سره مخ دي او همدا راز په افغانستان کې د ډېفلاسیون کچه تر منفي لس درجې رسېدلې ده.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي