• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ له ملي تفکر سره زموږ د ځوان نسل ړنګ شوي پلونه

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۰

ایا ځوان نسل د هویت له بحران سره لاس و ګریوان دی؟ ولې قومي شعارونه کرکې و واټنونه زیاتوي؟ ایا د افغانستان ستونزه قومي ده؟

نن سبا د افغانستان جګړه و کړکېچ پنځوس کلن کیږي.دا پنځوس کلنه جګړه کټ مټ داسې وه، لکه زموږ پر سیمه چې د چنګیز تاړاک تېرشو. د مغولو تر یرغال، عاموژنو او پراخ تمدن نابودولو روسته د دې سیمې د ولسونو یوه لویه برخه له خپل تاریخي هویت سره پردي شول. تاریخي حافظه مختل شوه.

په افغانستان کې هغه ملي بهیر، چې تر خپلواکۍ، مشروطیت او اماني نهضت روسته د ملت – دولت جوړولو په پار راپیل شوی و، د تېرو پنځوس‌کلنو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او کورنیو محرومیتونو له کبله نه یوازې چې په ټپه ودرېد، بلکې په جګړه کې رالویېدونکی نسل ورسره پردی هم شو.

څه برخه نوی نسل په دې خبر نه دی، چې مشروطیت روحانیونو راپیل کړی و. د ولسواکۍ، اساسي قانون، ملي یووالي، مدنیت، پرمختګ او تکنولوژي غوښتنه وطني او په ملي روحیه سنبال ملایانو راپیل کړې ده، نه په اصطلاح مکتبیانو.

زموږ د ځوان نسل څه برخه ډېر په دې خبر نه دی، چې عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي، عبدالرحمن لودین، عبدالحی حبیبي، غلام جیلاني جلالي، عبدالرحمن پژواک، سلیمان لایق، سرشارشمالي، عبدالشکور رشاد، عبدالله بختاني خدمتګار، سیدبهاءالدین مجروحاو په لسګونو نورو پېژندل شویو لویو شاعرانو، لیکوالو او ادیبانو د دې وطن په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري شاعري او لیکوالي کوله.

له استاد قاسم افغان څخه رانیولې تر سراهنګ و ناشناس و اولمیر و احمدظاهر و بېلتون پورې لویو سندرغاړیو پښتو او دري سندرې یو تر بلې ښې ویلي او استاد صادق و جان محمد پلار و حاجي محمد کامران و بایقرا و فضلی و ممنون مقصودي پورې سینمايي – نندارمي ستوریو د دواړو ژبو مینه وال خوښ ساتلي، ژړولي و خندولي دي.

زه ځينې ځينې ځوان فرهنګیان پېژنم، چې له بده مرغه له دغو نومونو او د دوی له اثارو سره ان بلد لا نه دي.ډېر ځوانان چې اوس د قومي ژبنیو شخړو او ښکنځلو سپکاویو ډبرې په سینه موښي، لا هم خبر نه دي، چې د پښتو ژبې تر ټولو ستر ولسي و ملي شاعر ملنګ جان مورنۍ و کورنۍ ژبه دري وه او د دري ژبې تر ټولو ستر معاصر شاعر خلیل الله خلیلي له پلار و مور څخه پښتون ساپی (صافی) و.

د تحجر و تعصب په خټو کې نښتي ننني یوشمېر ځوانان، چې د ښځو د ښوونځي مخالفت د افغاني فرهنګ زېږنده بولي، په دې خبر نه دي، چې شپېته کاله مخکې د کندهار د نجونو په لیسو کې د باسکتبال و والیبال ټیمونه فعال وو او سیمه ییزې مسابقې یې لرلې د هغوی کورنۍ چا مجبوره کړې نه وې، چې د خپل فرهنګ پرخلاف خپلې نجونې زدکړو او سپورت ته واستوي، بلکې دا دهغه مهال د فرهنګي مختیا او پراختیا طبیعي وده وه.د کندهار په معارف کې استادانو نکتايي تړله او د ګرداو په مجلسونو کې د نړۍ تر ټولو تاوده سیاسي او د لوړې سطحې بحثونه کېدل. په ننګرهار کې د کورنیو ښځینه و نارینه غړي مازیګر مهال په ګډه سینما ته سره تلل او ډیورند کرښې ته څېرمه د فارمونو او د هېلمند ناوې په لوکسو فامیلیو کې مېشتو کورنیو تیاتر پېژانده او د شکسپیر ډرامې لوبول کېدې. په هرات کې یهودو افغانانو هوسا ژوند درلود او په ملي سوداګري کې یې ونډه پاموړ وه، د هیندو او سیکهـ افغانانو فعال اقتصادي او فرهنګي حضور هرچاته یوه ملي ښکلی ترکیب ایسیده، هیچا فکر نه کاوه، چې یو مهال دې د دغو ریښتینو او صادقو هېوادوالو کورونه، درمسالونه، مندرونه، سرایونه او دوکانونه ځکه ولوټل شي، چې ګواکې دوی مذهبي لږکي دي. د هیندوې مېرمن بېنرجي و ناشناس ګډو خوږو غږونو به د افغانانو غوږونه نازول، چې:

بادِ سبا یار ته مې ورشه

سلام پرې وایه چې له حاله مې خبره شه

بادِ سبا...

د افغانستان مادي ومعنوي فرهنګي شتمنۍ د سیمې په ګډ فرهنګي میراث کې لکه ستوری ځلېدې او د نړۍ ګرځندوی به افغانستان ته د راتللو لپاره یو کال مخکې د ګرځندوی پکیج سفرونه ریزرفول.

استاد کهزاد به له فرانسوي، هیندي، امریکايي او نورو نړیوالو لرغونپوهانو سره د افغان خاورې د لرغونیو مدنیتونو څرکونو لټول او په ویاړ سره به یې ویل، چې د شاهنامې تر نیمايي زیاته جغرافیا په افغانستان کې پرته ده.

دا وچه بې منطقي ده، چې که ووایو یو ملتونه له فرهنګي پلوه شاته هم تللای شي. داسې نه ده. ملت له فرهنګي پلوه ډېره ښه مختګ کاوه، چې د سره او شنه انټرنشنلیزمونو ټکې راوشکېدلې، شوروي و پاکیستان و ایران و عرب و عجم راتویې شول او د نبراسکا و انګریزيپوهنتونونو په ټولنیزو لابراتوارونو کې د دې وطن د قومي، مذهبي، سیمه ییز او ژبني ویش او شخړو زړي وکرل شول او دا دی تر دې سونامي روسته نن زموږ ځوانان له دې هرڅه ناخبره دي.

د بهرنیو متخصصانو، لرغونپوهانو، هنرمندانو او استادانو ځایونه وسلوالو ډک کړل. د ارینپوه پروفیسور سریانیدي په ځای جنرال ګروموف راغیاو د پښتوپوهاند مارګېن سټېرن و فردیناند کلاوس و ګیرسځایونه اسامه بن لادن، طاهر یولداش او کرنیل امام ونیول او د توریستانو پر ځای تروریستان راننوتل.

تر دې تورې څوڅلوېښت کلنې جګړه ییزې دورې روسته ځوانان د ځان مطرح کولو نورې لارې نه پېژني.د دې لپاره چې مشهور شي او خلک یې وپېژني قومي ښکنځلې کوي، سپکاوي جوړوي،د یوې متحجرې ډلې جنایتونه په یوه لوی ملت پورې تړي. نن سبا ځوانان په دې نه پوهیږي، چې د وطن اصلي ربړه ولږه، وزګاري، محرومیت، له زدکړو او پوهنو لرې ساتل او په پایله کې یې د دویمو او درېیمو هجري پېړیو ذهنیتونو حاکمېدل دي.

په دې وطن کې قومي شخړي د کړکېچ او ملي بحران اصلي لامل نه دي، بلکې ابزار او وسایل یې دي، چې پردیو ته په لاس ورغلي او د نوې زمانې استخباراتي ښکېلاک پرې پانګونه کړې ده.

د وطن ستونزه نه قومي ده، نه مذهبي، ژبنۍ یا سیمه ییزه مګر دا ټول هغه زاولن زخمونه دي، چې پردي دوښمنان پرې مالګې شیندي او په اختلافاتو کې یې پانګونه کوي.

موږ بې هویته نه یو، بلکې هویت رانه غلاکړای شوی دی، چې باید بېرته یې ومومو.موږ د پنځوس کلن جنګ په ساري او جاری عصبیت کې ژوند کوو، ځکه تاوتریخجن او کرکجن شعارونه ژر پلویان مومي. د یوه قوم له خوا بل ته سپکاوی لارویان مومي او هغوی چې بېخلنې ښکنځلې کولای شي، ژر په خوله‌ورو څېرو ان اتلانو او رهبرانو بدلیږي.

یو ځي خپل ټول ملي ارزښتونه د ایراني اخوندانو په لمن کې وراچوي او بل ځي د پاکیستاني مدرسو له انګرېز روزلي مفتي څخه د خپل وطن د ویجاړۍ فتوا راوړي.

د وطن د ژغورلو لاره له فرهنګي سمون څخه تېریږي. ویښتیا، روښانتیا او بدلون.موږ باید د خپلې تاریخي حافظې ویجاړ شوي پلونه بېرته ورغوو او د لومړي، دویم او درېیم مشروطیت د زمانو طلايي پرمختګونه وپېژنو.

د یوې ریښتینې افغاني او خورا طبیعي ولسواکۍ زړي په دغو مشروطه غوښتونکیو نهضتونو او روښنفکري بهیرونو کې کرلای شو، نه د امریکايي – اروپايي پروژه یي لوڅو پوڅو په دوه ورځنیو مسخرو کې.

د دې وطن له ملي ارزښتونو سره ګډ اسلامي فرهنګ زموږ د ګډ معنویت ملاتیر دی، نه له پاکیستاني استخباراتي مدرسو یا نورو ګاونډیو مراجعو څخه راوارد شوي تاوتریخجن قرائتونه.

هېڅ جهادي، تنظیمي، ملیشه یي یا بل وسله‌وال جریان د کوم قوم یا ولس استازی نه دی. اوسني واکمن د پښتنو او د تنظیمي واکمنۍ وسله والې ډلې د تاجیکانو، هزارګانو یا اوزبیکانو استازي نه دي.دا حقیقت باید وار وار د خلکو ذهنیت ته ورننه ایستل شي. د کندهاري و خوستي و ننګرهاري شخړه هيڅکله وطني و طبیعي نه ده، ځوانان باید وپوهوو، چې په دې نامه هر راغلی عصبیت یا په انګریزي لابراتوارونو کې جوړ شوی یا په پاکیستاني هغه کې.

هو! زموږ بېخبرې، ناپوهي، محرومیت او د کیش شخصیت ړندې غریزې او لنډپارۍ ورته مناسب بستر هوار کړی دی.

په قومي شخړو او ښکنځلو کولو ځوانان ریښتینې رهبري ته رسېدلای نه شي، بلکې ځوانان باید خبر کړو، چې رهبري د نسونو په مړولو، ښوونځي او پوهنځیو ته د ښځو او نارینه‌وو په رسولو او د وطن په مادي - معنوي وداني کې ده.

د معاصرو ادبیاتو، هنرونو، فرهنګي بریاوو او متونو په بیا بیا خپرولو سره کړلای شو، اوسنی سرګردان او ګډوډ روان ځوان نسل یوه لوري ته ورسم کړو او د دولت – ملت کېدو قرائتونه یې ترمخ کېږدو.

په دې برخه کې له نېکه مرغه زښت زیات متون لرو. په ۱۳۱۰ لمریز کې د کابل ادبي انجمن له جوړېدو یې راونیسه بیا تر انجمن تاریخ و پښتو ټولنې و ویښ زلمیو د نهضت له اثارو یې راوپیلوه او بیا د ۱۳۶۰ کلونو د لیکوالو د اتحادیې او په کډوال چاپېریال کې د ادبي بهیرونو تر پنځونو پورې داسې متون لرو، چې ځوان نسل ته هویتي، فکري او ویښتیايي لارښود جوړېدلای شي.

موږ یوازې باید دغو متونو ته د ورستنېدو نړېدلي پلونه جوړ کړو او ځوان نسل له سرګردانۍ څخه وژغورو.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غزني کې درې تنه په عام محضر کې د غلا په تور په درو ووهل

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې نن وویل، چې په غزني ولایت کې یې درې تنه د غلا په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي. دغې محکمې ویلي، چې له دغو کسانو څخه دوو ته یې د ۳۹ درو او بل ته یې د ۳۵ درو سزا ورکړې ده.

د طالبانو په اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغو کسانو د سزا حکم د چهارشنبې په ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې له تصويب وروسته د غزني د ده یک ولسوالۍ د ابتداییه محکمې له خوا پر ځای شو.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې له دغو کسانو څخه دوه یې په دوه کاله بند او بل یې په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو هویت نه دی روښانه کړی.

په ورته وخت کې نن د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمې د یوې بلې قضیې په تړاو ویلي:« د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د پرېکړې پر بنسټ یو تن ته چې په زنا تورن و، په عام محضر کې د ۳۰ دورو تعزيري سزا ورکړل شوه.»

د دغې محکمې له‌ خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغې ډلې د اړوندو ادارو مسوولینو سربېره د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر سپین ږېرو او ځوانانو هم ګډون لاره.

طالبان: ملا برادر او د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر د نوې پټلۍ پر غځولو وغږېدل

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستيال د قزاقستان له مرستیال لومړي وزير سره په ليدنه کې له قزاقستان تر پاکستان د نوې پټلۍ پر جوړېدو خبری کړې. د ملا برادر دفتر د سریک ژومانګارین له قوله وايي، د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د قزاقستان نوې پټلۍ به تر ټولو نږدې لار وي.

د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانسان او ترکمنستان له اقتصادي پلاوي سره په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره نن کابل ته تللی دی.

د طالبانو د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیالدفتر په خپله اعلامیه کې د کابل په چهار چنار ماڼۍ کې د ملا عبدالغني برادر او د قزاقستان د مرستيال لومړي وزير سريک ژومانګارین د ليدنې خبر ورکړی.

د خبرپانې له مخي، په دې ناسته کې دواړو لورو تر ډېره له قزاقستان تر پاکستان د پلټۍ پر جوړېدو خبرې وکړې.

طالبان وايي، د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال ژومانګارین د افغان – ټرانس پروژه کې له شوو پرمختګونو هرکلی کړی، خو د دا یې هم ویلي: که د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د پټلۍ نوې شبکه وغځول شي، دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي.»

ښاغلي ژومانګارين زياتوي، چې د دې پټلۍ په جوړېدو سره به قزاقستان د افغانستان له لارې سويلي اسيا ته او افغانستان به د دوی له لارې له چين او اروپا سره ونښلول شي.

د طالبانو استازي ملا برادر په دې ناسته کې ويلي، چې افغانستان د کرنې، روغتيا، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د قزاقستان همکاريو او ګډ کار ته اړتيا لري.

د قزاقستان د لوموړي وزير مرستیال ويلي، چې ډېر ژر به د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره د صنعت او سوداګرۍ يوه ګډه خونه او ګډ ګروپ جوړ کړي.

ملا برادر په قزاقستان کې د «تحریم شویو ډلو او ګروپونو څخه د طالبانو د نوم او بنديز ليري کول» د دغه هېواد يو اساسي ګام ياد کړ.

په دې ناسته کې دواړو لورو پر سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، افغان سوداګرو لپاره د ويزو پر ورکړي هم خبري کړي او د افغان – قزاق ګډو سوداګريزو کمپنيو اړوند يو تفاهم هم امضا شو.

قزاقستان له هغو ګوته په شمېر هېوادونو کې دی چې د طالبانو واکمنېدو سره یې هم افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی دی.

دغه هېواد نږدې کال مخکې د طالبانو درې ډپیلوماټان هم ومنل او چارواکي یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره وخت ناوخت افغانستان ته سفرونه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره هم نن د قزاقستان پلاوي لیدلي او ښاغلي متقي د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره په استانا کې د نورو افغان ډيپلوماټانو د منلو غوښتنه ترې کړې ده.

طالبان په قزاقستان کې د خپلو ډیپلوماټانو زیاتول غواړي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال وغوښتل، چې په دغه هېواد کې نور طالب ډیپلوماټان ومني. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې امیرخان متقي نن په خپل دفتر کې سريک ژومانګرين سره په لیدنه کې دا غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې په دې هکله نور جزیات نه دي ور کړل شوي، خو قزاقستان له هغو ګوته په شمېر هېوادونو کې دی چې د طالبانو واکمنېدو سره یې هم افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی دی.

دغه هېواد نږدې کال مخکې د طالبانو درې ډپیلوماټان هم ومنل او چارواکي یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره وخت ناوخت افغانستان ته سفرونه کوي.

د طالبانو په نننۍ خبرپاڼه کې هم د امیر خان متقي له قوله ویل شوي چې قزاقستان دې په افغانستان کې د کانونو، پټلۍ او برښنايي حکومتولۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې ده، چې سريک ژومانګرين له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات نږدې درې برابره زیات شوي دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سريک ژومانګرين چې تېره ورځ کابل ته د یوه درې ورځيني سفر په موخه تللی، د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداګریز نندارتون به هم پرانیزي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له یاد قزاقي پلاوي سره په کتنه کې همداراز ویلي، چې افغانستان لېواله دی څو له دې هېواد سره سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.
نوموړي د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمې الوتنې د پیل غوښتنه هم کړې ده.
افغانستان ته د قزاقستان د یاد پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د افغان - قزاق نندارتون جوړول او همدارنګه د سوداګریزې نښلونې په کنفرانس کې ګډون دی.
ټاکل شوې، چې د افغان - قزاق نندارتون سبا (پنجشنبې) په کابل کې د دواړو خواوو د جګپوړو چارواکو په ګډون پرانیستل شي.

د طالبانو ستره محکمه: تېره میاشت کې تر ۴۰ ډېرو کسانو ته سزا ورکړل شوې

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې ویاند وايي، په تېره يوه مياشت کې په بېلابېلو ښارونو کې له ۴۰ زياتو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور بدني سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد په یوه پیغام کې ویلي، چې دغې محکمې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې تر ۴۰ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په سزا رسولي دي.

د ویاند د معلوماتو له مخي، زياتو تورنو کسانو ته په عام محضر کې دا سزا ورکړل شوې ده.

نوموړي د دې کسانو د هويت په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د استیناف محکمې د حکم پر بنسټ یوه کس ته د زنا په تور سزا ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د محمداغې ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې قاضي وويل: «د حدودو او مجازاتو په پلي کېدو سره به په ټولنه کې سوله، نېکمرغي او اصلاح راشي، په حاکمه ټولنه کې به عفت او امنيت ټينګ شي او د فساد مخه به ونيول شي.»

طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته په عام محضر کې بدني مجازات، اعدام او لاسونه پرې کول بیا پیل کړي دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د بدني مجازاتو د بندیدو غوښتنه کړې؛ خو دغې ډلې د خپلو هیلو سره سم د «اسلامي شریعت» پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

امریکا د ایران د سایبري قوماندانۍ اړوند یو پر شمېر اشخاصو او بنسټونو بندیزونه ولګول

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزارت پر دوو شرکتونو او څلورو اشخاصو له سپاه پاسداران سره د سایبري فعالیتونو کې د ونډې لرلو په تور بندیز ولګاوه.

دغو اشخاصو او شرکتونو د سایبري عملیاتو له لارې له ۱۲ څخه ډېر امریکایي شرکتونه او دولتي بنسټونه په نښه کړي وو.

په بندیزونو کې شرکتونه او اشخاص شامل دي چې "مهرسام اندېشه سال نیک"، "داده افراز ارمان"، "علیرضا شفیعي نصب"، "رضا کاظمي فر رحمان"، "حسین محمد هاروني" او "کمیل برادران سلماني" شامل دي.

د دغو بندیزونو په اړه د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل، چې د ایران ناوړه سایبري اجنټان په یوه همغږي او څو اړخیز کمپاین کې د امریکا د حکومت د بنسټونو او شرکتونو په نښه کولو ته دوام ورکوي، چې مهم بنسټونه بې ثباته کړي او امریکايي اتباعو ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړه، چې امریکا د دغو شبکو د فعالیتونو افشا کولو او ګډوډولو ته دوام ورکوي.