• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ستره محکمه: تېره میاشت کې تر ۴۰ ډېرو کسانو ته سزا ورکړل شوې

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې ویاند وايي، په تېره يوه مياشت کې په بېلابېلو ښارونو کې له ۴۰ زياتو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور بدني سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد په یوه پیغام کې ویلي، چې دغې محکمې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې تر ۴۰ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په سزا رسولي دي.

د ویاند د معلوماتو له مخي، زياتو تورنو کسانو ته په عام محضر کې دا سزا ورکړل شوې ده.

نوموړي د دې کسانو د هويت په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د استیناف محکمې د حکم پر بنسټ یوه کس ته د زنا په تور سزا ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د محمداغې ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې قاضي وويل: «د حدودو او مجازاتو په پلي کېدو سره به په ټولنه کې سوله، نېکمرغي او اصلاح راشي، په حاکمه ټولنه کې به عفت او امنيت ټينګ شي او د فساد مخه به ونيول شي.»

طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته په عام محضر کې بدني مجازات، اعدام او لاسونه پرې کول بیا پیل کړي دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د بدني مجازاتو د بندیدو غوښتنه کړې؛ خو دغې ډلې د خپلو هیلو سره سم د «اسلامي شریعت» پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د ایران د سایبري قوماندانۍ اړوند یو پر شمېر اشخاصو او بنسټونو بندیزونه ولګول

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزارت پر دوو شرکتونو او څلورو اشخاصو له سپاه پاسداران سره د سایبري فعالیتونو کې د ونډې لرلو په تور بندیز ولګاوه.

دغو اشخاصو او شرکتونو د سایبري عملیاتو له لارې له ۱۲ څخه ډېر امریکایي شرکتونه او دولتي بنسټونه په نښه کړي وو.

په بندیزونو کې شرکتونه او اشخاص شامل دي چې "مهرسام اندېشه سال نیک"، "داده افراز ارمان"، "علیرضا شفیعي نصب"، "رضا کاظمي فر رحمان"، "حسین محمد هاروني" او "کمیل برادران سلماني" شامل دي.

د دغو بندیزونو په اړه د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل، چې د ایران ناوړه سایبري اجنټان په یوه همغږي او څو اړخیز کمپاین کې د امریکا د حکومت د بنسټونو او شرکتونو په نښه کولو ته دوام ورکوي، چې مهم بنسټونه بې ثباته کړي او امریکايي اتباعو ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړه، چې امریکا د دغو شبکو د فعالیتونو افشا کولو او ګډوډولو ته دوام ورکوي.

مولوي کبیر د مالیزیا استازې ته: سیمه او نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مولوي عبدالکبير د ماليزيا د لومړي وزير له استازې سره په کتنه کې ويلي، چې په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښمن نه دي.

د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا هېواد لوړ پوړي پلاوي د سې شنبې په ورځ له دغه طالب چارواکي سره وکتل.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا یوه پلاوي او د دغه هېواد د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره یو ځای کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیزیا پلاوي له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

په دې کتنه کې عبدالکبیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت شته او د مالیزیا له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وويل: "د سيمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نه ده."

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د افغانستان لپاره د نړۍ د اندېښنو د کمېدو خبره کوي، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پاکستان او تاجکستان په وار - وار د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان تل تور لګوي، چې د افغانستان طالبان تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکوي او په افغانستان کې یې څو ځله هوايي بریدونه کړي دي.

حکمتيار طالبانو ته: امريکايي ډالر تر شا شيطاني موخې لري او اخیستل يې په دین کې جایز نه دي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر له طالبانو غوښتي، چې د امريکایي ډالرو او کڅوړو اخيستل زهر دي او تر شا شيطاني موخې لري. شهادت ورځپاڼي له طالبانو څخه د حکمتيار په غوښتنو کې ليکلي، چې د «عمومي ګومان له مخې دا کڅوړې د هېواد د فضا د پېرلو بيه ده.»

د اسلامي حزب اړوند شهادت ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (غوايي ۴مه) له طالبانو څخه د دې ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار ځنې غوښتنې نشر کړي.

ورځپاڼې د حکمتیار له قوله ليکي، چې امريکا زموږ پوروړې ده او باید د «يو میليون افغانانو د وژلو ديت» ترې وغوښتل شي.

هغه په دې اړوند زياتوي: « د امریکایي کڅوړو اخيستل زموږ په دين کې جايز نه دي او غيرت يې نه مني، امريكا زموږ پوروړې ده، د یو میليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو.»

حکمتيار له طالبانو څخه په خپلو غوښتنو کې ويلي، چې د تېر نظام فوځي او استخباراتي چارواکي تر وتلو وروسته د بیا راتلو ګواښونه کوي.

د نوموړي په خبره، چې ناټو او غړيو هېوادونو يې تر یو نیم لک زيات افغانان د «اشغال» پر مهال په دندو ګومارلي او اوس يې له ځانونو سره بېولي او په بېلابېلو ادارو کې په دندو ګومارلي دي.

نوموړي وايي: «د ناټو غړو هېوادونو تر يو نيم لک زيات هغه افغانان له ځان سره بېولي، د هغوى روزل، په بېلو - بېلو ډلو كي تنظيمول، جنگ ته سوقول، دفترونه، تلويزيوني چينلونه ورته جوړول، د نظامي عملياتو راپورونه يې خپرول روان دي، د مخنيوي لپاره يې بايد لازم تدابير ونيول شي.»

حکميتار له طالبانو غوښتي، چې د دې کسانو د راتګ او ګواښ د مخنيوي لپاره بايد «ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت» ته چمتو شي او له خلکو څخه اخيستل شوي وسلې دي بېرته ورکړل شي.

هغه زیاتوي: «د دې ګواښونو مقابله يوازي يوه اساسي لاره لري؛ ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت ته چمتو كول او له دوى چې كومې وسلې اخيستل شوي هغه بايد بېرته وركړى شي، اخيستل يې نه شرعي جواز لري او نه عقلي توجيه.»

شهادت ورځپاڼه زياتوي، چې حکمتيار طالبانو ته په پيغام کې تېرو تجربو ته په اشارې سره وايي، چې د «ملت پرته د داسي ګواښونو سره مقابله» ناممکنه ده.

د نوموړي په خبره، چې د «شوري او د امريکا د تجاوز پر وړاندې مقاومت پوځ نه بلکې ولسي جهاد و» چې دوی بريالي شول.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار پرون دوشنبه هم په یوه بيان کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.

هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.

اسلامي حزب له ګلبدین حکمتیار سره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د لیدنې خبر ورکړ

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

اسلامي حزب اعلان کړی، چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي. دغه ګوند زیاته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

د اسلامي حزب رسمي رسنۍ شهادت د سې شنبې په ورځ (د ثور ۴مه) د دغې غونډې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د دغه ګوند مشر د ایران له سفیر او مرستیال سره لیدلي دي.

د دې غونډې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د روان کال په لومړیو کې د اسلامي حزب د رسنیو دفتر د حسن کاظمي قومي او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی و.

د ایران د دولت ډېپلوماتانو په داسې حال کې په کابل کې د حزب اسلامي له مشر سره کتلي، چې د دغه ګوند او طالبانو ترمنځ اړيکې په ښکاره ترينګلې شوې دي.

په دې وروستیو کې ښاغلي حکمتیار په عامه توګه پر طالبانو نیوکې وکړې او طالبانو نوموړی له دولتي کوره و ایسته، همداراز یې د هغه د ګوند فعالیتونه یې بند کړل او د «بریا» ټلویزیون خپرونې یې چې په ګوند پورې تړلې وې بندې کړې.

زرغون بهیر: د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د طالبانو جنایي مشر ووژل شو

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د تېر جمهوري دولت د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهير ويلي، چې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د طالبانو د جنايي جرمونو د مخنيوي مدیر د دې ولایت په مرکز کې وژل شوی دی.

دا لومړی ځل دی، چې زرغون بهير د طالبانو د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه بهیر پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې امرګل د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د شکي د کلي اوسېدونکی و او « د یکشنبې په ورځ د سهار د ۱۱ بجو پرمهال د لغمان په مرکز کې د جهالت او تعصب له منګولو څخه د ازادۍ غوښتونکو له خوا ووژل شو.»

زرغون بهير دا ونه ويل کوم کسان، چې د دغه سيمه ييز طالب چارواکي د وژلو هڅه يې کړې له کومي ډلې سره تړاو لري.

دغه حرکت ويلي: « په سېمه کې د طالبانو ظالمانه چلند خلک دې ته اړ کړي، چې عملي اقدام وکړي.»

د افغانستان زرغون بهیر (رسا) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیولي دي.

زرغون بهير د طالبانو د امنیتي ادارې او د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر چارواکو او غړو د هویت په تړاو مهم معلومات خپاره کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د دې ډلې استخباراتي څانګه د طالبانو د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه حرکت چې مشري یې د طالبانو یو مخالف امرالله صالح کوي تر اوسه د خپلو پوځي فعالیتونو په اړه څه نه دي ویلي.