د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانسان او ترکمنستان له اقتصادي پلاوي سره په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره نن کابل ته تللی دی.
د طالبانو د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیالدفتر په خپله اعلامیه کې د کابل په چهار چنار ماڼۍ کې د ملا عبدالغني برادر او د قزاقستان د مرستيال لومړي وزير سريک ژومانګارین د ليدنې خبر ورکړی.
د خبرپانې له مخي، په دې ناسته کې دواړو لورو تر ډېره له قزاقستان تر پاکستان د پلټۍ پر جوړېدو خبرې وکړې.
طالبان وايي، د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال ژومانګارین د افغان – ټرانس پروژه کې له شوو پرمختګونو هرکلی کړی، خو د دا یې هم ویلي: که د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د پټلۍ نوې شبکه وغځول شي، دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي.»
ښاغلي ژومانګارين زياتوي، چې د دې پټلۍ په جوړېدو سره به قزاقستان د افغانستان له لارې سويلي اسيا ته او افغانستان به د دوی له لارې له چين او اروپا سره ونښلول شي.
د طالبانو استازي ملا برادر په دې ناسته کې ويلي، چې افغانستان د کرنې، روغتيا، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د قزاقستان همکاريو او ګډ کار ته اړتيا لري.
د قزاقستان د لوموړي وزير مرستیال ويلي، چې ډېر ژر به د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره د صنعت او سوداګرۍ يوه ګډه خونه او ګډ ګروپ جوړ کړي.
ملا برادر په قزاقستان کې د «تحریم شویو ډلو او ګروپونو څخه د طالبانو د نوم او بنديز ليري کول» د دغه هېواد يو اساسي ګام ياد کړ.
په دې ناسته کې دواړو لورو پر سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، افغان سوداګرو لپاره د ويزو پر ورکړي هم خبري کړي او د افغان – قزاق ګډو سوداګريزو کمپنيو اړوند يو تفاهم هم امضا شو.
قزاقستان له هغو ګوته په شمېر هېوادونو کې دی چې د طالبانو واکمنېدو سره یې هم افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی دی.
دغه هېواد نږدې کال مخکې د طالبانو درې ډپیلوماټان هم ومنل او چارواکي یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره وخت ناوخت افغانستان ته سفرونه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره هم نن د قزاقستان پلاوي لیدلي او ښاغلي متقي د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره په استانا کې د نورو افغان ډيپلوماټانو د منلو غوښتنه ترې کړې ده.