• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنیتي چارواکو د محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونې خواشینوونکې بللې دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د پاکستان امنیتي چارواکو په سیاست کې د پوځ د رول په تړاو ددغه هېواد په ملي شورا کې د اپوزیسیون د مشر محمودخان اڅکزي څرګندونې رد کړې او هغه یې په «ناسمو معلوماتو ولاړې» بللې دي. اڅکزي ویلي و، چې پوځ یوازې د څلورو ولسوالیو پوځ دی.

د پاکستان امنیتي چارواکو د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۲مه ددغه هېواد اېکسپرېس ټربیون رسنۍ ته ویلي، چې هېڅ ډول روایت نه شي کولای «د پوځ او ولس ترمنځ اړیکه» کمزورې کړي. هغوی زیاته کړې، چې د دوی یوازینی روایت پاکستان دی.

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي وو چې پوځ یوازې د څلورو ولسوالیو پوځ دی.

د هغه د څرګندونو په ځواب کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې «کېدای شي محمود اڅکزی خپل نظر ولري، خو باید پر پوځ برید ونه کړي. د پاکستان پوځ د کوم ولایت یا ولسوالۍ پوځ نه دی، بلکې ملي بنسټ لري».

په لاهور کې له رسنیو سره په یوه غونډه کې پاکستانیو امنیتي چارواکو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد د اسلام اباد مبارزه ملي یووالي او ګډ عزم ته اړتیا لري، خو دوی زیاته کړې چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ خبرې اترې د هغوی دیموکراتیک حق دی، او «پوځ په سیاست کې هېڅ رول نه لري».

د پاکستان د پوځ په اړه دا عامه ده، چې ټاکنې او سیاسي وضعیت مهندسي کوي او ملکي حکومت یې تر اغیز لاندې وي.

دغو چارواکو دغه راز ادعا کړې چې په پاکستان کې د « ترهګرۍ» تر شا هند ولاړ دی او له بهره ملاتړ لا هم د وسله‌والو فعالیتونو دوام ته لاره هواروي. هغوی همداراز یوځل بیا ویلي، چې د اسلام اباد شیعه جومات په وروستي برید کې ښکېل کس په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړې وه.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د ایران په تړاو خبرې اترې کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۰

ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربه دی. نتنیاهو غواړي ټرمپ وهڅوي چې له ایران سره د خبرو اترو په اجنډا کې د ایراني توغندیو د زېرمو مساله هم شامله کړي.د خبرو د ناکامه کېدو په صورت کې د نظامي اقدام په اړه هم خبرې په پام کې دي.

دا اووم ځل دی، چې نتنیاهو په تېرو ۱۳ میاشتو کې د ټرمپ له ولسمشر کېدا وروسته له هغه سره ګوري.

ټرمپ د هوکړې نه کېدو په صورت کې پر ایران د برید ګواښ کړی خو تهران د غبرګون ژمنه کړې، چې د یوې پراخې جګړې ویره یې رامنځته کړې ده.

ټرمپ فوکس بیزنس ته وویل چې له ایران سره ښه معامله به داسې وي چې نه اتومي وسلې او نه توغندي، خو ایران د توغندیو مساله د خبرو اترو برخه نه بولي.

اسراییل اندېښمن دی چې امریکا ممکن یوازې د اتومي پروګرام تړون وکړي او د ایران د بالیسټیک توغندیو پروګرام یا د وسله والو ډلو لکه حماس او حزب‌الله ملاتړ محدود نه کړي.

نتنیاهو خبریالانو ته وویل: «زه به ولسمشر ته زموږ د مذاکراتو د اصولو په اړه خپل لید وړاندې کړم».

د سرچینې په وینا، دواړه مشران ممکن د خبرو اترو د ناکامه کېدو په صورت کې د نظامي اقدام په اړه هم خبرې وکړي.

ایران ویلي چې د بندیزونو د رفع کولو په بدل کې د خپل اتومي پروګرام محدودولو ته چمتو دی، خو د توغندیو موضوع یې رد کړې ده.

په کاناډا کې د ډزو په یوې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د کاناډا شمال ختیځ د برېټېش کولمبیا ایالت په ټمبلر ریج ښارګوټي کې د ډزو په پېښه کې لس کسان وژل شوي دي. ځایي چارواکي وايي، چې د پېښې په تړاو یې یوه شکمنه ښځه مړه موندلې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ شپږ کسه د ټمبلر ریج ښوونځي دننه مړه موندل شوي، دوه نور کسان په بېلابېلو ځایونو کې مړه موندل شوي او یو ټپي کس روغتون ته د لېږد پرمهال ساه ورکړې ده.

د دغه ښار د پولیسو مشر په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې بریدګره ښځه وه او د ښوونځي دننه مړه موندل شوې ده. پولیسو د یادې ښځې هویت نه‌دی څرګند کړی او دا یې هم نه‌دي ویلي، چې په ښوونځي کې وژل شویو کسانو کې څو تنه کم‌عمره زده‌کوونکي وو.

پولیس وايي، داسې ښکاري چې بریدګرې د نهو کسانو تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې ده.

په همدې حال کې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني چې ټاکل شوې وه د مونیخ امنیتي کنفرانس ته سفر وکړي، خپل سفر ځنډولی دی. د هغه دفتر ویلي، چې د نوموړي سفر د ټمبلر ریج خونړۍ پېښې له امله ځنډول شوی دی.

چارواکي وايي، د پېښې د انګېزې او نورو جزییاتو په اړه څېړنې روانې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په علومو کې د پرمختګ لپاره پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ټینګار کړی، په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او خبرداری یې ورکړی چې له دې سره، سره چې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په ټوله نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې جوړوي.

هغه د یوې داسې زمینې برابرولو غوښتنه کړې، چې ښځې او نجونې وکولای شي د علم په ډګر کې خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي. د ګوترېش په وینا؛ دا هغه څه دي چې نه یوازې د دوی د حقونو لپاره مهم دي، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې پاتې دي. کارپوهان وايي، د دغه وضعیت دوام به افغانستان لانور د علمي پرمختګ او بشري ودې له کاروانه شاته کړي.

دوی باور لري، چې په زده‌کړو او علومو کې د ښځو له برابر ګډون پرته نه یوازې ټولنیز عدالت نه ټینګېږي؛ بلکې د اقتصادي ودې، نوښت او پایدار پرمختګ بهیر هم له جدي ننګونو سره مخ کېږي.

ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ښوونیز محدودیتونه لرې کړي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د هغوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي. خو طالبان نږدې پنځه کاله کېږي، چې دغه موضوع یې تر «امر ثاني» ځنډولې ده او وایي دې برخه کې د شرعي چوکاټ پر برابرولو بوخت دي.

امریکا د حزب‌الله د مالي تمویل لارې تړي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر (اوفاک) اعلان وکړ، چې د ایران د یوې نیابتي ډلې حزب‌الله سره د اړیکو په تور یې پر دوو کسانو، څلورو شرکتونو او دوو کښتیو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ دغه بنديزونه هغه کسان، شرکتونه او بېړۍ په نښه کوي، چې د پېر، لېږد او مالي راکړې ورکړې په چارو کې فعال دي او موخه يې دا ده چې د ايران له لارې د حزب‌الله د مالي تمويل لارې وتړي.

په راپور کې راغلي، روسي وګړی اندري وېکتوروويچ بوريسوف او لبنانی وګړی محمد ماجد محمد نايف د لبنان د حزب‌الله د مالي بنديزونو د مقرراتو له مخې د ثانوي بنديزونو سره مخ شوي دي.

همدارنګه د پاناما «بریلیانس ماری‌تایم ونچورز» شرکت، د لبنان «جودسارل»، له اذربایجان جمهوریت «پلاتینیوم ګروپ» او له ترکیې څخه د «سي سرف لمېټېډ» د حزب‌الله د مالي بندیزونو د مقرراتو له مخې د ثانوي بندیزونو لاندې راغلي دي.

دوه بېړۍ چې «برېلیانس» نومېږي او د پاناما بېرغ لري او «لارا» چې د سنټ کېټس او نویس بېرغ لري، هم د همدې پرېکړې پر بنسټ تحریم شوې دي. د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو نوملړ کې هغه کسان، بنسټونه، بېړۍ او الوتکې شاملې دي چې امریکايي وګړي ورسره له هر ډول معاملې کولو منع شوي دي.

دغه نوملړ د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (اوفاک) له لوري جوړېږي او تازه کېږي؛ څو ترهګر، د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي او هغه کسان په نښه کړي چې د امریکا د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت پر ضد فعالیت کوي او په امریکا کې یې شتمنۍ کنګل کړي او معاملې یې محدودې کړي.

تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزارت د تېر کال (د لړم په ۱۵مه) د لبنان د حزب‌الله درې غړي ـ اسامه جابر، محمد جعفر محمد قصیر او سامر کَسبار د ایران د دغه نیابتي ډلې د ملاتړ په تړاو تحریم کړي وو.

هه‌نګاو: ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

د هه‌نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، ایران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، یاد افغانان کریم نظري، سیف‌الدین مهربان او نامق کسروي نومېدل او د هرات او بغلان ولایتونو اوسېدونکي وو.

هه‌نګاو د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان پر عمدي قتل او د نشه‌يي توکو اړوند جرایمو کې د ښکېلتیا له امله پر اعدام محکوم شوي او د اعدام دغه حکمونه په تېرو لسو ورځو کې په اهواز، اراک، ګرګان، تایباد، یزد او شېراز زندانونو کې عملي شوي دي.

د هه‌نګاو سازمان د معلوماتو له‌مخې، په دغې ډله کې کریم نظري چې د افغانستان د هرات اوسېدونکی وو، د نشه‌يي توکو اړوند تور او ۲۳ کلن سیف‌الدین مهربان او ۲۵ کلن نامق کسروي چې د بغلان اوسېدونکي وو، د عمدي وژنې د تورونو له امله اعدام شوي دي.

د ایران حکومتي سرچینې او همداراز قضایه قوه ډېری وخت د دغه ډول پېښو په تړاو راپور نه‌ورکوي او په دې تړاو یې هم څه نه‌دي ویلي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه‌لري.

د دوی په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د هه‌نګاو د بشري حقونو د سازمان وینا، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.

طالبانو او بلې هېڅ ډلې لا تراوسه د دومره ډېر شمېر افغانانو د اعدامېدو په تړاو اعتراض او یا هم لږ تر لږه د وضاحت غوښتنه نه‌ده کړې.