• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړی وزیر په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره ریاض ته لاړ

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د نړيوال اقتصادي فورم په ځانګړې غونډه كې د ګدون لپاره د د سعودي عربستان پلازمينې رياض ته لاړ.۔ د پاکستان دولتي رسنۍ له خپلو سرچېنو خبر ورکړی، چې شهباز شریف به د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ال سعود سره هم وګوري.

د پاکستان ملي راډیو ټلوېزیون وايي، لومړی وزیر د نړیوال اقتصادي فورم د مشر کلوس شواب په بلنه دې غونډې ته ورغلی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې شهباز شریف به د نړيوالې روغتیا٬ مالي ټېکنالوژي٬ معلوماتي ټېکنالوژي٬ ټولیز پرمختګ٬ سيمه یيزې همکارۍ او د نړیوالې پراختیا په چوکاټ کې د انرژۍ د متوازن استعمال په اړه د پاكستان دريځ وړاندې کړي.

په دې سفر کې به لومړی وزیر د نړۍ له مهمو مشرانو، د نړيوالو ادارو له مشرانو او نورو مهمو شخصيتونو سره هم لیدنې ولري.

د پاکستان د لومړي وزیر سره په دغه سفر کې د دې هېواد د مالیې وزیر اسحاق ډار او د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په شمول یو لوړ رتبه پلاوی یې ملتیا کوي.

په وروستیو کې پاکستان له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي، چې یوازې تمه یې د پیسو نړیوال صندوق ته ده، چې پور ورکړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ناټو عمومي منشي: پر روسیې د اوکراین د بریا لپاره لا ډېر ناوخته نه دی

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د ناټو عمومي منشي وايي، چې دغه سازمان په وروستیو میاشتو کې له اوکراین سره د مرستې لپاره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. ینس سټولټنبرګ د امریکا د ۶۱ میلیارده ډالرو مرستې تصویب ته په اشارې سره وویل، چې لا زیاتې مرستې په لاره دي او د اوکراین لپاره ډېر ناوخته نه دی چې له روسیې جګړه وګټي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۵مه) له اوکراین، اسراییل او تایوان سره د ۹۵ میلیارده ډالرو مرستې سند لاسلیک کړ او ویې ویل، چې دا مرستې به په څو ساعتونو کې پیل شي.

د مرستو په دغه بسته کې له اوکراین سره ۶۱ میلیارده ډالره، اسراییل سره ۲۶ میلیارده ډالره او ټایوان سره ۸ میلیارده ډالره مرستې شاملې دي.

سټولټنبرګ له اوکراین سره د امریکا مرستو ته په اشارې سره وویل، چې د بریتانیا، جرمني او هالنډ په ګډون نورو هېوادونو هم نوې ژمنې کړې دي.

هغه وویل، «اوس زموږ دنده دا ده چې دغه ژمنې د وسلو او مهماتو په بستو بدلې کړو، او دا کار به په چټکۍ سره ترسره کړو.»

سټولټنبرګ په چین هم نیوکه وکړه او بیجینګ یې روسیې ته د پرمختللې ټکنالوژۍ په ورکولو تورن کړ. هغه وویل، چې چین «د روسیې جګړه ییز اقتصاد ته وده ورکړې»، او کولای شي له دغو پیسو د ټانکونو، توغندیو او الوتکو په جوړولو کې استفاده وکړي.

هغه وويل: «چين وايي له لوېديځ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. خو په ورته وخت کې، بیجینګ د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو سترې جګړې ملاتړ ته دوام ورکوي.»

هغه چین ته خبرداری ورکړ چې په یو وخت کې دواړه لوري نشي نیولی.

بیجینګ واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د چین له سرې کرښې دې نه تیریږي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې د چین حاکمیت، امنیت او پرمختګ د دغه هیواد سره کرښه بللې او له واشنګټنه یې غوښتي چې له دې کرښې تېر نه شي.

وانګ يي د خبردارۍ په ډول ویلي: «ایا چین او امریکا باید د ثبات پر لور ولاړ شي که د کړکیچ پر لور؟

هغه زیاته کړه، چې هغه سخت کړکېچونه چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ و تر یوه حده راکم شوي او اړیکې د ثبات په لور روانې دي. هغه د هغو منفي عواملو په اړه هم خبرې وکړې چې د دواړو هېوادونو ثبات له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د [امریکا او چین] په اړیکو کې کړکیچ دوام لري، او دا اړیکې له ګڼو اختلالاتو سره مل دي.

که څه هم وانګ يي د دغو منفي عواملو ماهيت روښانه نه کړ، خو ښايي په دې کې د سوداګرۍ، د بشري حقونو موضوع، تايوان او د سویلي چين په سیند کې پوځي فعاليتونه شامل وي. هغه ویلي دي، چې هېوادونه کولی شي همکارۍ یا جنجال کې ښکیل شي او حتی «جګړې ته لاړ شي.»

انتوني بلنکن چې له يوه کال څخه په کمه موده کې چين ته په خپل دویم سفر تللی دی، په ډېرې محتاطه لهجې د فعالې ډيپلوماسۍ لپاره د دواړو هېوادونو پر ژمنو او د اړيکو پر پرمختګ ټينګار کړی.

هغه وویل، چې دی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه په ښکاره او مستقیمه توګه خبرې وکړي ترڅو د غلطو محاسبو مخه ونیول شي.

که څه هم دا غونډه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ د پام وړ زیاتوالي برخه ده، خو د اوکراین جګړه، تایوان او سوداګرۍ په ګډون د بېلابېلو مسایلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کچه لا هم لوړه ده.

د روانډا ولسمشر له بریتانیا غوښتي چې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د لیږد بهیر چټک کړي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د روانډا ولسمشر د جمعې په ورځ وویل، چې هر څومره پناه غوښتونکي چې بریتانیا دوی ته ولیږي، مني یې. پل کاګامه چې د پناه غوښتونکو د اېستلو د پلان له منتقیدونو څخه دی غواړي چې د بریتانیا د دغه پروګرام عملي بهیر پیل شي.

د بریتانیا لومړۍ وزیر ریشي سونګ تمه لري چې لومړۍ الوتنې به له ۱۰ څخه تر ۱۲ اونیو کې ترسره شي.

د بريتانيا پارلمان د همدې اونۍ په سر کې روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد لايحه تصويب کړه. دغه پلان د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغی.

رونډا، چې د کډوالو د هرکلي مخښینه لري، د هغو پناه غوښتونکو له پاره چې له بریتانیا څخه لیږدول کیږي موقت استوګنځي چمتو کړي دي. په دغو استوګنځیو کې به د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې بهیر ترسره کیږي او د هغوې د اوسیدو ځایونه به په کې وي.

د روندا د حکومت د ویاند مرستیال وویل، چې دغه هېواد لا د پناه غوښتونکو د انتقال د پیل، شمېر او نېټې په اړه کوم معلومات نه دی ترلاسه کړی.

بریتانیا وايي، چې دا پلان پهه وړو کښتیو کې د مانش له خطرناکه کانال څخه د پناه غووښتونکو د راتګ مخه نیسي.

بریتانیا لا دمخه روانډا ته د دې طرحې له پاره له ۲۰۰ میلیونه پونډ (۲۵۰ میلیون ډالرو) څخه ډېرې پیسې ورکړي دي او کیدی شي شاوخوا ۳۰۰ پناه غووښتونکو ته د استوګنې برابرول، له ۶۰۰ میلیونه پونډو څخه ډېر لګښت ولري.

روسیه وايي د شانګهای همکاریو سازمان غړو ته اصلي ګواښ له افغانستانه پېښ دی

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د روسیې دفاع وزیر وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستان سرچینه اخلي. سرګي شویګو ویلي، «نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بې ثباته او ناسم سیاسي وضعیت له امله پناه اخلي.»

ښاغلي شویګو نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا پر هغو هڅو نیوکه وکړه چې له افغانستانه له وتلو وروسته یې په سویلي او منځنۍ اسیا کې واک ته د بیا رسیدلو لپاره کوي.

په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو شتون او د دغو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان له خوا د بهرنیو بریدونو زیاتوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د روسیې دفاع وزیر په سیمه کې د امریکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهای د همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله او ویې ویل چې دغه «هدفونه باید د شانګهای همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ» وګڼل شي.

د هغه په ​​وينا، امريکا هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ لپاره په اسيا او اقیانوسیه کې نوی امنيتي سيسټم تحمیل کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال، سرګي شویګو پر ګډونوالو غږ وکړ چې د بهرنیو له"ویجاړونکي نفوذ" د سازمان ثبات وساتي.

هغه په ​​ځانګړې توګه د "رنګي انقلابونو" هڅو ته اشاره وکړه او د یو داسې سیسټم د جوړیدوغوښتنه یې وکړه چې په هغه کې د ټولو اوراسیا یا یوریشیا هېوادونو امنیت یو شان تضمین شي.

غزه کې د وژل شوې مور له رحم ژغورل شوې ماشومه مړه شوه

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

په غزه کې هغه ماشومه مړه شوه چې مور یې د هغې له زیږون وړاندې د اسراییل په هوایي برید کې ټپي شوې وه، خو دا یې له رحمه ژوندۍ اېستل شوې او له څو ورځو راهیسې په روغتون کې ساتل کېده.

د دغې ماشومې پالونکی ډاکټر وايي، پر هغې صابرین الروح نوم ایښودل شوی و.

د هغې مور، صبرین السکاني د شنبې په شپه هغه مهال سخته ټپي شوه کله چې اسراییل د غزې سویل ته په رفح ښار کې د هغوی په کور بمبار وکړ.

په دغه برید کې د نوموړې میړه شکري او د هغوی درې کلنه لور ملکه ووژل شول.

صبرین السکاني چې د ۳۰ اونیو میندواره وه، په رفح کې د اماراتو روغتون ته وړل شوې وه. هغه د خپلو ټپونو له امله مړه شوه، خو ډاکټرانو یې ماشومه وژغورله.

د اماراتو په روغتون کې د نوزېږو د بیړنۍ څانګې مشر ډاکټر محمد سلامه وویل، چې دغې ماشومې د تنفسي ستونزو او د معافیت د ضعیف سیسټم له امله د پنجشنبې په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغې کوچنی جسد په رفح ښار کې د شګو هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ډاکټر محمد سلامه رویټرز ته د ټلیفون له لارې وویل: "ما او نورو ډاکټرانو د هغې د ژغورلو هڅه وکړه، خو هغه مړه شوه. زما لپاره په شخصي توګه، دا یوه ډیره سخته او دردونکې ورځ وه."

سلامه وايي: "هغه په داسې حال کې زېږېدلې وه چې تنفسي سيستم يې د فعالیت کچې ته نه و رسیدلی او د معافيت سيستم يې ډېر کمزورى و او همدا د هغې د مړينې لامل شو. هغه د يوې شهيدې په توګه له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوه."

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس وسله والو ترمنځ په شپږ میاشتنۍ جګړه کې تر ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

اسراییل دا ردوي چې د حماس د له منځه وړلو په جګړه کې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي.