• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بیجینګ واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د چین له سرې کرښې دې نه تیریږي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې د چین حاکمیت، امنیت او پرمختګ د دغه هیواد سره کرښه بللې او له واشنګټنه یې غوښتي چې له دې کرښې تېر نه شي.

وانګ يي د خبردارۍ په ډول ویلي: «ایا چین او امریکا باید د ثبات پر لور ولاړ شي که د کړکیچ پر لور؟

هغه زیاته کړه، چې هغه سخت کړکېچونه چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ و تر یوه حده راکم شوي او اړیکې د ثبات په لور روانې دي. هغه د هغو منفي عواملو په اړه هم خبرې وکړې چې د دواړو هېوادونو ثبات له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د [امریکا او چین] په اړیکو کې کړکیچ دوام لري، او دا اړیکې له ګڼو اختلالاتو سره مل دي.

که څه هم وانګ يي د دغو منفي عواملو ماهيت روښانه نه کړ، خو ښايي په دې کې د سوداګرۍ، د بشري حقونو موضوع، تايوان او د سویلي چين په سیند کې پوځي فعاليتونه شامل وي. هغه ویلي دي، چې هېوادونه کولی شي همکارۍ یا جنجال کې ښکیل شي او حتی «جګړې ته لاړ شي.»

انتوني بلنکن چې له يوه کال څخه په کمه موده کې چين ته په خپل دویم سفر تللی دی، په ډېرې محتاطه لهجې د فعالې ډيپلوماسۍ لپاره د دواړو هېوادونو پر ژمنو او د اړيکو پر پرمختګ ټينګار کړی.

هغه وویل، چې دی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه په ښکاره او مستقیمه توګه خبرې وکړي ترڅو د غلطو محاسبو مخه ونیول شي.

که څه هم دا غونډه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ د پام وړ زیاتوالي برخه ده، خو د اوکراین جګړه، تایوان او سوداګرۍ په ګډون د بېلابېلو مسایلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کچه لا هم لوړه ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د روانډا ولسمشر له بریتانیا غوښتي چې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د لیږد بهیر چټک کړي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د روانډا ولسمشر د جمعې په ورځ وویل، چې هر څومره پناه غوښتونکي چې بریتانیا دوی ته ولیږي، مني یې. پل کاګامه چې د پناه غوښتونکو د اېستلو د پلان له منتقیدونو څخه دی غواړي چې د بریتانیا د دغه پروګرام عملي بهیر پیل شي.

د بریتانیا لومړۍ وزیر ریشي سونګ تمه لري چې لومړۍ الوتنې به له ۱۰ څخه تر ۱۲ اونیو کې ترسره شي.

د بريتانيا پارلمان د همدې اونۍ په سر کې روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد لايحه تصويب کړه. دغه پلان د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغی.

رونډا، چې د کډوالو د هرکلي مخښینه لري، د هغو پناه غوښتونکو له پاره چې له بریتانیا څخه لیږدول کیږي موقت استوګنځي چمتو کړي دي. په دغو استوګنځیو کې به د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې بهیر ترسره کیږي او د هغوې د اوسیدو ځایونه به په کې وي.

د روندا د حکومت د ویاند مرستیال وویل، چې دغه هېواد لا د پناه غوښتونکو د انتقال د پیل، شمېر او نېټې په اړه کوم معلومات نه دی ترلاسه کړی.

بریتانیا وايي، چې دا پلان پهه وړو کښتیو کې د مانش له خطرناکه کانال څخه د پناه غووښتونکو د راتګ مخه نیسي.

بریتانیا لا دمخه روانډا ته د دې طرحې له پاره له ۲۰۰ میلیونه پونډ (۲۵۰ میلیون ډالرو) څخه ډېرې پیسې ورکړي دي او کیدی شي شاوخوا ۳۰۰ پناه غووښتونکو ته د استوګنې برابرول، له ۶۰۰ میلیونه پونډو څخه ډېر لګښت ولري.

روسیه وايي د شانګهای همکاریو سازمان غړو ته اصلي ګواښ له افغانستانه پېښ دی

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د روسیې دفاع وزیر وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستان سرچینه اخلي. سرګي شویګو ویلي، «نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بې ثباته او ناسم سیاسي وضعیت له امله پناه اخلي.»

ښاغلي شویګو نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا پر هغو هڅو نیوکه وکړه چې له افغانستانه له وتلو وروسته یې په سویلي او منځنۍ اسیا کې واک ته د بیا رسیدلو لپاره کوي.

په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو شتون او د دغو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان له خوا د بهرنیو بریدونو زیاتوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د روسیې دفاع وزیر په سیمه کې د امریکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهای د همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله او ویې ویل چې دغه «هدفونه باید د شانګهای همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ» وګڼل شي.

د هغه په ​​وينا، امريکا هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ لپاره په اسيا او اقیانوسیه کې نوی امنيتي سيسټم تحمیل کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال، سرګي شویګو پر ګډونوالو غږ وکړ چې د بهرنیو له"ویجاړونکي نفوذ" د سازمان ثبات وساتي.

هغه په ​​ځانګړې توګه د "رنګي انقلابونو" هڅو ته اشاره وکړه او د یو داسې سیسټم د جوړیدوغوښتنه یې وکړه چې په هغه کې د ټولو اوراسیا یا یوریشیا هېوادونو امنیت یو شان تضمین شي.

غزه کې د وژل شوې مور له رحم ژغورل شوې ماشومه مړه شوه

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

په غزه کې هغه ماشومه مړه شوه چې مور یې د هغې له زیږون وړاندې د اسراییل په هوایي برید کې ټپي شوې وه، خو دا یې له رحمه ژوندۍ اېستل شوې او له څو ورځو راهیسې په روغتون کې ساتل کېده.

د دغې ماشومې پالونکی ډاکټر وايي، پر هغې صابرین الروح نوم ایښودل شوی و.

د هغې مور، صبرین السکاني د شنبې په شپه هغه مهال سخته ټپي شوه کله چې اسراییل د غزې سویل ته په رفح ښار کې د هغوی په کور بمبار وکړ.

په دغه برید کې د نوموړې میړه شکري او د هغوی درې کلنه لور ملکه ووژل شول.

صبرین السکاني چې د ۳۰ اونیو میندواره وه، په رفح کې د اماراتو روغتون ته وړل شوې وه. هغه د خپلو ټپونو له امله مړه شوه، خو ډاکټرانو یې ماشومه وژغورله.

د اماراتو په روغتون کې د نوزېږو د بیړنۍ څانګې مشر ډاکټر محمد سلامه وویل، چې دغې ماشومې د تنفسي ستونزو او د معافیت د ضعیف سیسټم له امله د پنجشنبې په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغې کوچنی جسد په رفح ښار کې د شګو هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ډاکټر محمد سلامه رویټرز ته د ټلیفون له لارې وویل: "ما او نورو ډاکټرانو د هغې د ژغورلو هڅه وکړه، خو هغه مړه شوه. زما لپاره په شخصي توګه، دا یوه ډیره سخته او دردونکې ورځ وه."

سلامه وايي: "هغه په داسې حال کې زېږېدلې وه چې تنفسي سيستم يې د فعالیت کچې ته نه و رسیدلی او د معافيت سيستم يې ډېر کمزورى و او همدا د هغې د مړينې لامل شو. هغه د يوې شهيدې په توګه له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوه."

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس وسله والو ترمنځ په شپږ میاشتنۍ جګړه کې تر ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

اسراییل دا ردوي چې د حماس د له منځه وړلو په جګړه کې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي.

د ایرلنډ مرستیال لومړی وزیر: بریتانیا د روانډا پلان سره کډوال زموږ تر پولو را رسوي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د ایرلنډ‌ مرستیال لومړی وزیر وايي، روانډا ته د کډوالو د لېږلو په هکله د لندن پلان سبب کېږي چې کډوال بریتانیا کې د پاتېدو پر ځای ایرلنډ ته ور شي. د بریتانیا پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر د روانې اونۍ لومړیو کې روانډا ته د کډوالو لېږلو پلان تصویب کړ.

د دې پلان له مخې کوم کډوال چې بې قانونه بریتانیا ته ننوځي، نو په دغه هېواد کې د پاتېدو پر ځای به روانډا ته لېږل کېږي.

د بریتانیا حکومت غواړي د دا ډول کډوالو لومړۍ جوپه له راتلونکو لسو دوولسو اونیو روانډا ته واستوي.

خو د ایرلنډ مرستیال لومړی وزیر میکاییل مارټن وایي، دغه پلان لا د مخه ایرلنډ اغېزمن کړی دی، ځکه په بریتانیا کې کډوال له پاتېدلو وېرېږي.

نوموړی له بریتانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف سره په خبرو کې زیاتوي، پنا غوښتونکي روانډا ته د تلو پر ځای دلته او په اروپايي ټولنه کې د پنا موندلو په لټه کې دي.

د بریتانیا د شمالي ایرلنډ او د ایرلنډ جمهوریت ترمنځ چې د اروپايي ټولنې غړی دی د وچې سرحد د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ یواځنۍ پوله ده.

د کډوالۍ له کومې پلټنې پرته دا پوله پرانیستې او دا هم پر ۲۰۲۰ کال له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو یو مهم شرط و، چې اوس ایرلنډ ته په سرخوږی اوښتی دی.

د روانې اونۍ لومړیو کې د ایرلنډ د عدالت وزیر هیلن میکنټي د پارلمان کمېټې ته وویل، په دغه هېواد کې له ۸۰ سلنې ډېر پنا غوښتونکي د شمالي ایرلنډ د وچې سرحد له لارې له بریتانیا ورځي.

امریکا او ۱۷ نورو هېوادونو له حماس غوښتي چې د اوربند په بدل یرغمل شوي خوشې کړي

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۵۰ GMT+۱

د امریکا متحده ایالتونو او ۱۷ نورو هېوادونو د یوه ګډ لیک په لاسلیکولو سره د حماس او نورو فلسطیني وسله والو ډلو له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

دغو هېوادونو د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې په غزه کې د سمدستي او اوږدمهاله اوربند وړاندیز وکړ.

د امریکا د متحده ایالتونو، ارجنټاین، اتریش، برازیل، بلغاریا، کاناډا، کولمبیا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، هنګري، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سربیا، هسپانیا، تایلنډ او بریتانیا هېوادونو مشران د دغې لیک لاسلیک کوونکي دي.

د دغو هېوادونو په ګډ لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، راغلي: «موږ د ټولو هغو یرغمل شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوو چې حماس له ۲۰۰ورځو راهیسې په غزه کې ساتلي دي. په دوی کې زموږ خپل وګړي هم شامل دي."

دوی زیاته کړه: "موږ ټینګار کوو چې د یرغمل شویو خوشې کولو له پاره تر لاس لاندې هوکړه به په غزه کې د سمدستي او اوږد مهاله اوربند لامل شي، چې دا به په غزه کې د اړتیا وړ بشري مرستو زیاتیدل اسانه کړي او د شخړو د پاې ته رسولو لامل به شي."

خو د حماس یوه جګپوړي چارواکي سامي ابوزهري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ډله به له یاد لیک څخه اغیزمنه نه شي او د امریکې فشار ورته ارزښت نه لري.

د حماس دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی چې امریکا باید اسراییل دې ته اړ کړي چې په غزه کې خپل پوځي "تېري" پای ته ورسوي.

رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي: "داسې نښې شته چې ښايي د یرغمل شویو کسانو په اړه یوې موافقې ته د رسېدو لپاره یوه لاره وي، خو دا لاره لا معلومه نه ده."

خو یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رسنیو ته د دغه لیک په اړه څرګنده کړې چې په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار د اوربند پر ځای د یرغمل شوو ساتل غوره بولي.

د حماس وسله والو د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييل پر سویلي سيمو په بريد کې تر ۲۵۰ډېر کسان يرغمل کړل. وروسته، ۱۰۵ کسان یې د تیر نومبر په میاشت کې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې د فلسطیني بندیانو سره تبادله کړل.

دا لیک په داسې حال کې خپریږي چې اسراییل د غزې په سویلي ښار رفح کې له مخکې د ځمکني عملیاتو د پیلولو پلان لري.

اسراییلي رسنیو ویلي، چې د دغه هیواد پوځ حکومت د عملیاتو له پاره چمتو دی.