• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سرېلانکا الف لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۸ ويکټو په توپير ماته ور کړه

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د افغانستان او سريلانکا د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره سیالیو دویمه لوبه سريلانکا په ۸ ويکټو وګټله. د دې سياليو لومړۍ لوبه هم سريلانکا د اتو منډو په توپير له افغانستانه ګټلې وه.

د افغانستان او سريلانکا د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ د دوهمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۷.۲ اورنو کې سريلانکا لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپوهونکو کې قيس احمد په ۴۹ توپونو ۴۶ او فرمان الله بیا په ۴۹ توپونو ۳۷ تر نورو ډېرې مندې جوړې کړې.

د سريلانکا کرېکټ الف لوبډلې دغه هدف په ۱۵.۲ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او دغه لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير وګټل.

په افغان توپ اچونکو کې محمد سليم او قيس احمد یو یو سرلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د دې سیالیو دريمه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د سريلانکا په کوربتوب وشي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې نامعلومو وسله والو د پخواني نظام پوليس وژلی

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

کندهار کې سرچينې وایي، نامعلومو وسله والو د دغه ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د عطامحمد په نوم د پخواني نظام يو پوليس پرون په هدفي بريد کې وژلی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو واکمنېدو پسې دغه پخواني پولیس شخصي کاروبار کاوه.

سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ويلي، دغه ځوان په سپین بولدک کې د پوپل مارکېټ شاته هغه مهال په هدفي بريد کې ووژل شو، چې له کار څخه کور ته روان وو.

د عطامحمد نژدې ملګري وايي، چې نوموړي په پخواني جمهوري نظام کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د پوليسو په لیکو کې دنده درلوده.

د هغه د ملګرو په خبره، نامعلومو کسانو د نامعلومو دلیلونو له مخې عطامحمد ته څو ځله د مرګ ګواښونه هم کړي و او پر همدې ګواښونو د طالبانو امنيتي کسان هم خبر و.

د بولدک ولسوالۍ د طالبانو امنيه قومندانۍ مسولين وايي، چې د پېښې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

درې مياشتي مخکې هم په کندهار ښار د محمد ولي د تېر حکومت د کندهار د امنيه قوماندانۍ یو کارمن په هدفي بريد کې وژلی شوی و.

د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مشر ټولبښنه کړې، خو بیا هم په مختلفو ولایتونو کې د پخواني حکومت د نظامیانو وژل روان دي.

په جينوا کې د افغانستان د دايمی استازولۍ له خوا د افغانستان د بشري حقونو د راپور د ارزيابۍ په پرونۍ غونډه کې یو شمېر هېوادونو له طالبانو وغوښتل، چې له «انتقامي وژنو او خپلسرو نیونو» لاس واخلي.

د ننګرهار د روغتیا ریاست د پخواني مرستیال کورنۍ؛ عبدالله عزیزي طالبانو بې ګناه زنداني کړی

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د پخواني مرستیال عبدالله عزیزي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې د طالبانو استخباراتو ښاغلی عزیزي نیولی او زنداني کړی دی. دا کورنۍ وايي، د څو اوونیو په تېریدو بیا هم عزیزي محکمې ته وړاندې شوی نه دی او له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

د عبدالله عزیزي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی د طالبانو له مشرانو غواړي، چې که نوموړی جرم ولري، نو باید محکمې ته وړاندې شي او د تورونو په اړه یې څېړنه وشي او دوی ته دې د مدافع وکیل د نیولو حق ورکړل شي.

نوموړی د علومو انستیتوت استاد و او د طالبانو واک ته راسېدو سره دغه ډلې لومړی د یاد انستیتوت امر او بیا شاوخوا یو نیم کال د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیال ټاکلی و.

د عبدالله عزیز ي کورنۍ وايي نوموړی د تېرې روژې په ۲۷ شپه د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو او بیا وروسته د ننګرهار زندان ته انتقال شوی؛ خو شاوخوا شل ورځې کیږي تر اوسه یې د دوسیې د څرنګوالي په اړه هیڅ درک نه لګیږي.

د عزیزي کورنۍ زیاتوي کله چې هم دوی د ننګرهار استناف محکمې ته مراجعه کوي، نو د محکمې رییس ورته ځواب کې وايی چې نوموړی د فساد په دوسیه کې نیول شوی دی.

د غزیزي کورنۍ د انصاف غوښتنه کوي او وايي، که نوموړی د فساد له امله نیول شوی وي، نو ولې محکمه نه دایریږي.

طالبانو تر اوسه د عبدالله عزیزي د نیولو او د هغه د دوسیې په اړه څه نه دي ویلي.

د ماشومانو د ژغورنې موسسه: افغانستان ته ۹۲ ټنه طبي توکي را ورسېدل

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، یوه الوتکه چې ۹۲ ټنه درمل په کې بار وو افغانستان ته رسېدلې ده. دغه سازمان ویلي، چې په دغو طبي مرستو سره به د څلور لکه زره ماشومانو په ګډون څه باندې ۶۷۵ زره کسان درملو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې نن وویل، چې دغه طبي مرسته په افغانستان کې د شري په ګډون د مخنیوي وړ ناروغیو له زیاتوالي وروسته شوې ده.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې زر تنه ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

دغه سازمان لیکلي، چې د تېر کال په پرتله له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د شري ناروغۍ پېښې ۴۴ سلنه زیاتې شوې دي.

د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، نږدې ۱۸ میلیونه افغانان، چې د افغانستان د نفوس ۴۰ سلنه برخه لري، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې لیکلي، چې د دې موسسې په ۵۸ ثابتو او ګرځنده روغتیايي مرکزونو کې به له ۹۰ ټنو زیات درمل وویشل شي او په لرې پرتو سیمو کې به خلکو ته د درملو د رسولو زمینه برابره شي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دريو مياشتو کې يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د تنفسي ناروغۍ د نږدې ۶۹ زره پېښو درملنه کړې ده.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې مشر ارشد ملک وویل: «په افغانستان کې ډېر ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري. د دغو درملو په راتګ سره به د هېواد په لرو پرتو سیمو کې تر ۴۰۰ زرو ډېر ماشومان د درملنې وړ وګرځي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې د طبي مرستو ارزښت څه د پاسه ٥٩٠ زره ډالره بلل شوى دى، چې د هالنډ د مرستندويه سازمان، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې او یو شمیر نورو سازمانونه لخوا ورکړل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ګڼو خبریالانو او د خبریالانو ټولنو په یوه خوله پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې دغلته دې د مېشتو افغان کډوالو خبریالانو لاسنیوی وکړي او د هغوی په خوندیتوب کې دې له هیڅ راز مرستې او همکارۍ ډډه نه کوي.

دغو خبریالانو او بنسټونو پرون دوشنبه د (غويي ۱۱مه) په اسلام اباد کې جوړې شوې غونډې ته وویل، هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي په بد اقتصادي او امنیتي وضعیت کې ژوند کوي او د نړۍوالې ټولنې مرستې او همکارۍ ته سترګې په لار دي.
ویناوالو وویل، دغه خبریالان چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره په تمه دي د سخت اقتصادي وضعیت او په پاکستان کې د پولیسو د ځورولو سره مخامخ دي.

دوی ویل، چې د ګڼو خبریالانو د ویزو موده ختمه شوې او د جبري شړلو سره مخامخ دي.

هغوی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، که هر یو خبریال له دغه هېواده ایستل کېږي؛ نو د طالبانو له ګواښونو او ان د وژلو سره مخامخ کېدای شي.
ویناوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغو خبریالانو په اېستلو کې دې پاملرنه وکړي او د هغوی د کډوالۍ د غوښتنلیکونو بهیر دې چټک کړي.
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو پر افغانستان واګې ټینګې کړې؛ نو ګڼو خبریالانو د ځان خوندي کولو په موخه پاکستان ته مخه کړه او دغلته د سختو شپو ورځو په تېرولو سره یې شاوخوا دوه کاله تېر کړل.
د ځینو شمېرو له مخې، لا هم شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان د خپلو کورنیو سره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بې برخلیکه پراته دي او هره ګړۍ په زوره له دغه هېواده د شړلو او ځورولو سره مخامخ دي.
راپور کې راغلي، چې دغه افغان خبریالان تر ډېره بې کاره دي او د پاکستان د ویزو د نه درلودو په ګډون ګڼې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې لري.

طالبان: چينايي شرکتونه د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت ويلي، چينايي سوداګرو د دوی له چارواکو سره په ليدنه کې د نفتو او ګازو په برخه د پانګونې غوښتنه کړې.

طالب وزير شهاب الدين دلاور چينايي پانګوالو ته د اسانتياو برابرولو ډاډ ورکړی.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ په خپله اعلاميه کې ويلي، چې شهاب الدين دلاور او د همدې وزارت د پلان او پاليسی معين ضیاءالرحمان الاریوبي په کابل کې له یو شمېر چينايي سوداګرو سره کتلي.

اعلاميه زياتوي، چې چينايي پانګوالو د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

اعلاميه د خپل وزير له قوله ليکلي: «د بهرنيو پانګوالو د جلب او جذب لپاره اسانتياوې برابرې دي او کولای شي، په کاني زېرمو کې د پانګونې په موخه خپل پروپوزلونه موږ ته وسپاري.»

تر دې وړاندي د طالبانو د کانونو او پټروليم وزير شهاب الدين دلاور د ځينو چينايي کمپنيو له استازو سره په ليدنه کې ويلي وو، چې له هېواده د باندې د کانونو پروسس په موخه د خامو کاني موادو د صاداراتو اجازه چاته نه ورکوي.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د پنجشېر په ګډون د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د کانونو سپړلو ته مخه کړه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان څه موده مخکې د کانونو په اړه ويلي وو، چې د افغانستان په بېلا-بېلو سېمو کې د کورنيو او بهرنیو شرکتونو له لوري د ۲۰۰ کوچنيو او ۱۵ لويو کانونو د استخراج چارې روانې.