په جينوا کې د افغانستان د دايمی استازولۍ له خوا د افغانستان د بشري حقونو د راپور د ارزيابۍ په غونډه کې یو شمېر هېوادونو له طالبانو وغوښتل، چې له «انتقامي وژنو او خپلسرو نیونو» دې لاس واخلي.
په غونډه کې د ځينو هېوادونو د استازو څرګندوني:
مالټا:
د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې د مالټا استازي له طالبانو وغوښتل: «د نجونو او ښځو پر وړاندې او د نړۍوالو معيارونو خلاف دې ټول قوانین لغوه شي.»
مونټینیګرو:
د مونټینیګرو هېواد استازي بیا وويل، چې د طالبانو انتقامي وژنې په نړۍ کې بې ساري دي.
هغه زياتوي: « د طالبانو له خوا انتقامي وژنې د نړۍ په هېڅ کوم ځای کې ورته والی نه لري.»
مراکش:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور د ارزونې په غونډه کې د مراکش استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزښتونو په چوکاټ کې د تعليمي نصاب پر جوړولو ټينګار وکړ.
نوموړي وويل: «افغانستان باید داسې حکومت ولري، چې په هېواد کې د ګډوډۍ مخه ونیسي. په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزښتونو پر بنسټ بايد تعلیمي نصاب شي.»
نيوزيلنډ:
د نيوزيلنډ استازي بيا له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته د فعاليت اجازه ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: « طالبان دې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون جوړ کړي او د دغه هېواد د اتباعو ټول اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي او په افغانستان کې دې هغه قوانين لغوه شي، چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.»
پارګواي:
د پارګواي استازي بيا طالبان د بشري حقونو د خرابېدو لامل وبلل.
نوموړي وويل: «طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت لامل دي. په افغانستان کې ټول هغه قوانين باید ژر تر ژره لغوه شي، چې د نجونو او ښځو حقونونه تر پښو لاندي کوي.»
ماليزيا:
په غونډه کې د ماليزيا استازي له طالبانو وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره دې په افغانستان کې د پوهنې د ښه فعاليت په برخه کې همکاري وکړي.
قرغزستان:
د قرغزستان استازی بيا وويل: « ټول قومونه باید د افغانستان په اړه په تصمیم نیولو او پرېکړو کې برخه واخلي.»
لیختن اشتاین:
د لیختن اشتاین استازي هم خبري وکړې او د طالبانو له لوري يې د پخواني جمهوريت د کارکوونکو پر هدفي وژنو اندېښنه وښوده.
هغه وويل: «د پخواني افغان حکومت د کارکوونکو هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښمن يو.»
مکزيک:
د مکزيک استازي د طالبانو له لوري د پخواني حکومت او يو شمېر فعالانو پر خپلسري نيونو او بدني مجازاتو خواشني او اندېښنه وښودل.
هغه وويل: « له طالبانو غواړو، چې خپلسرې نیونې او بدني مجازات دې بند کړي.»
اندونيزيا:
په همدې غونډه کې د اندونيزيا استازي طالبانو ته د مشورې په ډول وويل: « داسې حکومت جوړ کړئ، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.»
ايټاليا:
د ايټاليا استازي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حدودو او اعدام د ژر بندېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل: « موږ په افغانستان کې د تورنو کسانو د اعدام د سزا د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوو او هم له طالبانو غواړو، چې د اعدام شويو کسانو شمېرې دې خپرې کړي.»
جاپان:
د جاپان استازي له طالبانو وغوښتل، چې د بشري حقونو په وړاندي دې ټول بنديزونه لېري کړي.
کويټ:
د کويټ استازي بيا له طالبانو څخه د نجونو پر وړاندې د خنډونو او بندیزونو د لېري کېدو غوښتنه وکړه.
فلسطين:
د فلسطين استازي بيا وويل، چې بايد په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی وشي.
هغه وويل: «موږ غواړو، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی وشي. له طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د تعلیم، کار، د تګ راتګ ازادي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.»
لوګزامبورګ:
لوګزامبورګ استازي هم له طالبانو وغوښتل، چې د افغانانو اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي.
المان:
المان بيا د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو سره توپيز چلند وغانده: « د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، تاوتریخوالی او جنسي ځورونه غندو او دا د بشريت ضد جرم ګڼل کېږي.»
واتيکان
د واتيکان استازي وويل: « طالبان دې د ښځو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تبعیضي فرمانونه لغوه کړي، د نړۍوالو کنوانسیونونو په چوکاټ کې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او هم دې خپلسرې وژنې او نيونې بندې کړي.»
په غونډه کې د روسيې، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې او له طالبانو څخه يې وغوښتل، چې د بشري حقونو پالل دې مراعت کړي.
د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب نصير احمد فايق، نصير احمد اندېشه، شاه ګل رضايي او نظيفې حقپال هم خبري کړې
دغو استازو له نړۍ وغوښتل، چې له طالبانو سره اړیکې پرې کړي او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له امله دې پر دوی نور بندیزونه زیات کړي.
فايق وويل: « طالب ډلې په افغانستان کې د ترهګريزو فعالیتونو لپاره مناسب ماحول رامنځته کړی او طالب مشران د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.»
د بشري حقونو ادارې د ملي راپور له مخې؛ په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ سره بېلابېلې ترهګرې ډلې؛ لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، د تاجکستان د انصار الله جماعت، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او حقاني شبکه یو ځل بیا را ژوندۍ شوې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امنیت د ښه والي له ادعا سره - سره په دغه هېواد کې پر ښوونځیو او دیني تاسیساتو ترهګریز بریدونه دوام لري.
دغه راپور زیاتوي، چې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو کورنۍ له هیڅ ډول بې پرې څېړنو څخه ګټه نه اخلي.
د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور کې یادونه شوې، چې طالبانو د بشري حقونو پر ضد شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.
دا فرمانونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږه کیو او نورو زیان منونکو ټولنو په حقونو برید دی.