په هرات ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید کې شپږ کسان وژل شوي دي

د هرات ولایت څخه ځینې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندیشه ښارګوټي کې پر یو جومات برید کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان وژل شوي دي.

د هرات ولایت څخه ځینې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندیشه ښارګوټي کې پر یو جومات برید کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان وژل شوي دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پر موټر سایکل سپرو دوو بریدګرو د ماښام تر لمانځه وروسته پر هغه کسانو ډزې کړي چې له مسجد څخه راوتل. د اندیشه په ښارګوټي کې ډیری هزاره ګان ژوند کوي، هغه قومي او مذهبي ډله چې په وار وار د داعش له خوا پرې بریدونه شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه برید د امام زمان په نوم د شیعه ګانو پر یو مسجد شوی او ویل کیږي چې په کې ځینې کسان ژوبل شوي هم دي.
دغه برید د ماښام د لمانځه وروسته شوی دی. طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.


د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د راپور په اړه د ملګرو ملتونو تر ۲۰ زياتو غړو هېوادونو د نجونو د زده کړو او کار د بنديزونو د لېري کېدو، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د پاللو، ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د «حدود» د درېدو غوښتنې وکړې.
په جينوا کې د افغانستان د دايمی استازولۍ له خوا د افغانستان د بشري حقونو د راپور د ارزيابۍ په غونډه کې یو شمېر هېوادونو له طالبانو وغوښتل، چې له «انتقامي وژنو او خپلسرو نیونو» دې لاس واخلي.
په غونډه کې د ځينو هېوادونو د استازو څرګندوني:
مالټا:
د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې د مالټا استازي له طالبانو وغوښتل: «د نجونو او ښځو پر وړاندې او د نړۍوالو معيارونو خلاف دې ټول قوانین لغوه شي.»
مونټینیګرو:
د مونټینیګرو هېواد استازي بیا وويل، چې د طالبانو انتقامي وژنې په نړۍ کې بې ساري دي.
هغه زياتوي: « د طالبانو له خوا انتقامي وژنې د نړۍ په هېڅ کوم ځای کې ورته والی نه لري.»
مراکش:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور د ارزونې په غونډه کې د مراکش استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزښتونو په چوکاټ کې د تعليمي نصاب پر جوړولو ټينګار وکړ.
نوموړي وويل: «افغانستان باید داسې حکومت ولري، چې په هېواد کې د ګډوډۍ مخه ونیسي. په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزښتونو پر بنسټ بايد تعلیمي نصاب شي.»
نيوزيلنډ:
د نيوزيلنډ استازي بيا له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته د فعاليت اجازه ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: « طالبان دې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون جوړ کړي او د دغه هېواد د اتباعو ټول اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي او په افغانستان کې دې هغه قوانين لغوه شي، چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.»
پارګواي:
د پارګواي استازي بيا طالبان د بشري حقونو د خرابېدو لامل وبلل.
نوموړي وويل: «طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت لامل دي. په افغانستان کې ټول هغه قوانين باید ژر تر ژره لغوه شي، چې د نجونو او ښځو حقونونه تر پښو لاندي کوي.»
ماليزيا:
په غونډه کې د ماليزيا استازي له طالبانو وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره دې په افغانستان کې د پوهنې د ښه فعاليت په برخه کې همکاري وکړي.
قرغزستان:
د قرغزستان استازی بيا وويل: « ټول قومونه باید د افغانستان په اړه په تصمیم نیولو او پرېکړو کې برخه واخلي.»
لیختن اشتاین:
د لیختن اشتاین استازي هم خبري وکړې او د طالبانو له لوري يې د پخواني جمهوريت د کارکوونکو پر هدفي وژنو اندېښنه وښوده.
هغه وويل: «د پخواني افغان حکومت د کارکوونکو هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښمن يو.»
مکزيک:
د مکزيک استازي د طالبانو له لوري د پخواني حکومت او يو شمېر فعالانو پر خپلسري نيونو او بدني مجازاتو خواشني او اندېښنه وښودل.
هغه وويل: « له طالبانو غواړو، چې خپلسرې نیونې او بدني مجازات دې بند کړي.»
اندونيزيا:
په همدې غونډه کې د اندونيزيا استازي طالبانو ته د مشورې په ډول وويل: « داسې حکومت جوړ کړئ، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.»
ايټاليا:
د ايټاليا استازي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حدودو او اعدام د ژر بندېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل: « موږ په افغانستان کې د تورنو کسانو د اعدام د سزا د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوو او هم له طالبانو غواړو، چې د اعدام شويو کسانو شمېرې دې خپرې کړي.»
جاپان:
د جاپان استازي له طالبانو وغوښتل، چې د بشري حقونو په وړاندي دې ټول بنديزونه لېري کړي.
کويټ:
د کويټ استازي بيا له طالبانو څخه د نجونو پر وړاندې د خنډونو او بندیزونو د لېري کېدو غوښتنه وکړه.
فلسطين:
د فلسطين استازي بيا وويل، چې بايد په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی وشي.
هغه وويل: «موږ غواړو، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی وشي. له طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د تعلیم، کار، د تګ راتګ ازادي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.»
لوګزامبورګ:
لوګزامبورګ استازي هم له طالبانو وغوښتل، چې د افغانانو اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي.
المان:
المان بيا د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو سره توپيز چلند وغانده: « د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، تاوتریخوالی او جنسي ځورونه غندو او دا د بشريت ضد جرم ګڼل کېږي.»
واتيکان
د واتيکان استازي وويل: « طالبان دې د ښځو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تبعیضي فرمانونه لغوه کړي، د نړۍوالو کنوانسیونونو په چوکاټ کې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او هم دې خپلسرې وژنې او نيونې بندې کړي.»
په غونډه کې د روسيې، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې او له طالبانو څخه يې وغوښتل، چې د بشري حقونو پالل دې مراعت کړي.
د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب نصير احمد فايق، نصير احمد اندېشه، شاه ګل رضايي او نظيفې حقپال هم خبري کړې
دغو استازو له نړۍ وغوښتل، چې له طالبانو سره اړیکې پرې کړي او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له امله دې پر دوی نور بندیزونه زیات کړي.
فايق وويل: « طالب ډلې په افغانستان کې د ترهګريزو فعالیتونو لپاره مناسب ماحول رامنځته کړی او طالب مشران د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.»
د بشري حقونو ادارې د ملي راپور له مخې؛ په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ سره بېلابېلې ترهګرې ډلې؛ لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، د تاجکستان د انصار الله جماعت، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او حقاني شبکه یو ځل بیا را ژوندۍ شوې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امنیت د ښه والي له ادعا سره - سره په دغه هېواد کې پر ښوونځیو او دیني تاسیساتو ترهګریز بریدونه دوام لري.
دغه راپور زیاتوي، چې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو کورنۍ له هیڅ ډول بې پرې څېړنو څخه ګټه نه اخلي.
د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور کې یادونه شوې، چې طالبانو د بشري حقونو پر ضد شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.
دا فرمانونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږه کیو او نورو زیان منونکو ټولنو په حقونو برید دی.

د طالبانو د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې په ننګرهار، کندهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زراعتي کمپلکسونه جوړ وي. د طالبانو د کابينې په غونډه کې په همدې ولایتونو کې د ډبرو سکرو د استخراج، بسته بندۍ او تخليې د مرکزونو پر جوړېدو هم خبرې شوې دي.
د طالبانو د چارو د ادارې لوی رياست د دوشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابينې د يویشتمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی.
په اعلاميه کې راغلي، چې ملاحسن اخوند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته امر کړی، چې په ننګرهار، کندهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې دي د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ او تخليې لپاره ځانګړي شوې ځمکې تصفيه او معلومات دې د هبت الله له دفتر سره شریک شي.
په اعلاميه کې د طالبانو ریس الوزرا له قوله ويل شوي، چې د مشرتابه له حکم وروسته دې په دې ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس د مرکزونو د جوړېدو چارې پيل شي.
اعلاميه زياتوي، چې په غونډه کې په بلخ، ننګرهار، هرات، او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه د دوی اقتصادي معاونيت ته سپارل شوې او د تایید لپاره د مشرتابه مقام ته هم وړاندي شوې ده.
طالبانو د ډبرو سکرو د پروسس د مرکزونو او کمپلکسونو د جوړېدو د وخت په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.
طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره تکيه د کانونو پر استخراج ده او په دې برخه کې ډېرو کورنيو او بهرنيو شرکتونو هم د کار کولو لېوالتيا ښودلې ده.
چين یو د هغو هېوادونو څخه دی، چې د کانونو استخراج په برخه کې يې د طالبانو سره اړيکې پراخه او په شمالي ولایتونو کې عملا د کانونو ځني قراردادونه ترلاسه کړي دي.
پر طالبانو تر ډېره نيوکه کېږي، چې په ډېرو برخو کې کانونه په غيري مسلکي ډول راباسي او د قراردادونو په برخه کې يې هم خپلې ګټې په نظر کې نيولي دي.

د کندهار د ميرويس روغتون د بېلابېلو روغتيايي څانګو کارکوونکي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې ۳۰ سلنه تنخواوې کمې شوې دي.
په دې روغتون کې ناروغان بیا د خدماتو له نه تر سره کېدو شکایت کوي.
له دې سره؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر بیا د ستونزو د حل په موخه کندهار ته تللی دی.
د کندهار له ميرويس روغتون څخه ځينو ډاکټرانو او کارکوونکو افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې ويلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهيسې يې د نامعلوم دليل له مخې ۳۰ سلنه تنخواوې کمې شوې دي.
ميرويس روغتون ته د زابل، اروزګان، هلمند او نيمروز ترڅنګ له فراه او غزني ولایتونو څخه هم ناروغان د درملنې په موخه ور وړل کيږي.
د روغتون کارکوونکي وايي، چې ناروغان زيات؛ خو په روغتون کې د درملنې څانګي، د ناروغانو بسترونه او پرسونل کم دی، چې پر وخت د ناروغانو درملنه نه کیږي.
د روغتون دغه روغتیایي پرسونل وايي؛ که یې د امتيازاتو ستونزې حل نه شي مجبوره دي چې دندې پريږدي.
بل لوري بیا په روغتون کې مراجعين د درملو د نه شتون او پر وخت سره ناروغانو ته له نه رسیدګۍ څخه شکايت کوي.
د ناروغانو پايوازان وايي، چې د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم په روغتون کې ډېر وخت انتظار کوي.
د همدې او ورته نورو ستونزو د حل په موخه د طالبانو د عامي روغتيا وزير قلندر عباد کندهار ته سفر کړی.
د طالبانو د عامي روغتيا وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۱۰مه) په اېکس کې ليکلي، چې د دوی وزير د ميرويس روغتون له بېلابيلو روغتيايي څانګو او روغتیایي کارکوونکو سره ليدلي.
په اعلاميه کې راغلي، چې وزير د همدې روغتون د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو او طبي پرسونل د ظرفيت لوړولو په برخه کې د ژمنې ترڅنګ د ځانګړې پاملرنې يادونه هم کړې ده.
په اعلاميه کې نور جزيیات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت او ولايتي ادارې د روغتون د کارکوونکو د تنخوا د کمېدو اړوند څه نه وايي.
په تېرو درېیو لسيزو کې سره صلیب د کندهار ميرويس روغتون سره د درملو، ډاکټرانو ته د تنخوا او په نورو روغتیایي برخو کې مرسته کوله.
يو کال مخکې سره صليب له هغه وروسته له دې روغتون سره خپلې مرستې کمې کړې، چې طالبانو ترې وغوښتل د دوی په لاس به مرسته کوي.
د سره صليب د مرستو له کمېدو سره سم د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په مياشت کې د طالبانو د مشر هبت الله په ځانګړي امر سره دې روغتون ته ۴۷ ميلیونه افغانۍ بوديجه منظوره شوه.
د ميرويس روغتون د یوه مسوول ډاکټر د معلوماتو له مخې؛ دغه بوديجه له منظورۍ درې مياشتې وروسته ورته رسېدلې؛ خو دا دی نږدې يو کال کېږي، چې لا هم په روغتون کې ستونزې حل شوي نه دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د کندهار یو شمېر ډاکتران د امتیازاتو له کمښته شکایت کوي؛ بلکې له دې وړاندې د نورستان یو شمېر ډاکترانو ورته شکایت لاره.

د بشري حقونو ادارې د ملي راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ سره بېلابېلې ترهګرې ډلې لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، د تاجکستان د انصار الله جماعت، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او حقاني شبکه یو ځل بیا را ژوندۍ شوې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امنیت د ښه والي له ادعا سره سره په دغه هېواد کې پر ښوونځیو او دیني تاسیساتو ترهګریز بریدونه دوام لري.
دغه راپور لیکي، چې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو کورنۍ له هیڅ ډول بې پرې څېړنو څخه ګټه نه اخلي.
د راپور پر بنسټ، طالبانو هم وخت ناوخته ادعا کړې، چې د هغو چاودنو په اړه پلټنې کوي، چې ملکي وګړي په نښه کوي.
خو د پېښې قربانیان د څېړنو له پایلو نه دي خبر شوي.
په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازوالۍ له خوا د افغانستان د بشري حقونو په ملي راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ډیری مهم شخصیتونه او تصمیم نیوونکي د نړۍوالو بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
د دغه راپور له مخې، د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د طالبانو هڅې او لابینګ دوام لری.
په دغه راپور کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعی، د دغې ډلې د سترې محکمې رئیس عبدالحکیم حقانی او د طالبانو د معارف وزیر حبیب الله اغا د هغو کسانو په توګه یاد شوي دي، چې په دې نوملړ کې شامل دي.
دغه کسان په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخه سرغړونو کې ښکیل دي.
د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور کې یادونه شوې، چې طالبانو د بشري حقونو پر ضد شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.
دا فرمانونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو زیان منونکو ټولنو په حقونو برید دی.

د پکتیا لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وايي، چې د غره ښوېدنې له امله تېره شپه د دغه ولایت د مرکز ګردیز او شپږو ولسوالیو تر منځ لاره تړل شوې. له ګردیز څخه ډنډېپټان ته دغه نیمه ټرانزیټي لاره په احمدخیلو ولسوالۍ کې لا هم تړلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن دوشنبه د (غوايي ۱۰مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پکتیا له مرکز ګردیزه شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لویه لاره د احمدخیلو په ولسوالۍ کې د غره راښوېدو په پېښه کې تړل شوې.
ډیورنډ کرښې ته نږدې د پرتو شپږو ولسوالیو ځاځي اریوب، ډنډې پټان، څمکنيو، جاني خیلو، لجې منګل او احمدخېلو ته غځېدلې دغه لاره له تېرې شپې راهیسې له مرکز ګردیز سره تړلې پاتې ده.
د پکتیا له مرکز ګردیز څخه تر ډیورنډ کرښې پورې غځیدلې دغه ۱۰۵ کیلومتره لاره له تورخم او غلام خان څخه وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د ټرانزيټ لپاره کارول کیږي.
د سیمې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال وويل، چې له تېرې شپې راهیسې خلک په موټرو کې د اړینو چارو لپاره په دغه لاره تګ راتګ نشي کولای او په ستونزو کې دي.
دوی وايي، حکومت له ساعتونو وروسته هم نه دی توانېدلی چې دغه لاره پرانیزي او خلک په اسانه تګ راتګ وکړي.
ها خوا د کابل ـ جلال اباد لویه لاره هم د کابل له دروازې د ماهیپر لوري ته په درې کیلومترۍ کې د غره ښوېدو له امله تړل شوې چې دا مهال خلک په فرعي لاره په ستونزو او له خطره ډک سفر کوي