طالبان: په پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس مرکزونه او زراعتي کمپلکسونه جوړوو

د طالبانو د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې په ننګرهار، کندهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زراعتي کمپلکسونه جوړ وي. د طالبانو د کابينې په غونډه کې په همدې ولایتونو کې د ډبرو سکرو د استخراج، بسته بندۍ او تخليې د مرکزونو پر جوړېدو هم خبرې شوې دي.