• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: د حکومتونو په رسمیت پېژندنه د هغه هیواد د خلکو په ارادې پورې اړه لري

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قومي وايي، د حکومتونو په رسمیت پېژندنه د هر هېواد په خلکو پورې اړه لري. ښاغلي قمي ویلي، که د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل له مشخصو واکونو سره د افغانستان له وضعیت سره مرسته کوي، باید هرکلی یې وشي.

ښاغلي قمي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې د افغانستان خلک یې غواړي د ایران له خوا منل کېږي.

هغه په ​​افغانستان کې پرمختګونه د ګاونډیو هېوادونو پر ملي امنیت اغېزمن وبلل او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د شته ستونزو او له ترهګرۍ څخه د اندېښنو د حل لپاره د سیمې هېوادونو ګډې اجماع او ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.»

دغه ایرانی ډیپلوماټ وايي، ایران د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ستونزې هوارې کړي.

خو هغه ټینګار وکړ چې د ځانګړي استازي واکونه باید روښانه وي.

ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نږدې څلورنیم زره افغان کډوال په جبر او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شول

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه نږدې څلور زره افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شوي چې ۴۸ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي. دغه وزارت وايي، له پاکستانه هم سلګونه کډوال په زور راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د غوايي په اتمه او نهمه نېټه ۳۹۴۳ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه شویو کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان شامل دي، چې له دې ډلې۶۶۷ تنه یې د مرستو وړ ګڼل شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته یې ورپيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، له ایرانه په راستانه کړل شویو کسانو کې ۴۸ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وارچایلډ موسسې ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې طالبان وايي، ۴۵۱ تنه افغان کډوال د یک شنبې په ورځ د (غوايي نهمه) نېټه له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په جبري توګه دغه راستانه کړل شوي کډوال ۸۷ کورنۍ چې شمېر ۳۵۰ تنه دی د کندهار د سپین بولدک او ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه دي د تورخم له لارې راستانه کړل شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو څو ورخې وړاندې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوه نورو میاشتو لپاره وغځوله چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ (یو‌این‌‌ایچ‌سي‌ار) له لوري ورته د پي او ار کارټونه ورکړل شوي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د فرعي سړک له جوړېدو وروسته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل ـ جلال اباد لویه لاره یې د لنډ وخت لپاره د یوه فرعي سړک له جوړولو وروسته د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده. د وزارت ویاند وايي، د کابل ـ جلال اباد اصلي لاره د کابل له دروازې نیولې تر درې کیلومترو پورې د غره ښوېدو له امله تړل شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه (غوايي ۱۰مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې لارې د تړل کېدو وروسته یې د دغې لارې څنګ ته یوه بله فرعي لاره د لنډ وخت لپاره تګ راتګ ته بېرته پرانیستې ده

هغه په خپله ایکس پاڼه یوه ويډیو خپره کړې چې د دغه وزارت اړوند وسایط پر سړک پراته لوی کمرونو له سړک پاکوي او په دغه لاره کې بند پاتې موټر په بله لاره روان دي.

نن له غرمې د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پر دغه لاره موټر چلوونکو ته د یوه خبرداري په خپرولو سره ویل شوي و چې، په دغه لویه لاره تګ راتګ ونه کړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه جوړيږي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۱۷ GMT+۱

‏ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ډله‌ییز کار شورا د بشري حقونو د ارزولو په موخه د څلورم ځل لپاره غونډه جوړوي. ‏په پام کې ده چې دغه غونډه نن دوشنبه د غوايي په ۱۰مه په جینوا کې جوړه شي.

‏ د بشري حقونو د شورا په هغه خبرپاڼه کې چې تېره اونۍ یې خپره کړې راغلي، چې دوی به په دغې ناسته کې د هغو راپورونو ارزونه او څېړنه وکړي چې د دغه هېواد په اړه د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو او مدني ټولنې له‌خوا چمتو شوي دي.

د بشري حقونو د شورا په خبرپاڼه کې دا هم راغلي و، چې تمه ده په دغې غونډه کې د هغو وړاندیزونو جاج هم واخیستل شي چې په تېر پړاو کې یې برخه‌والو ژمنه کړې وه.

افغانستان هم د هغو ۱۴ هېوادونو په لړ کې دی چې د ملګرو ملتونو د دغې ډلې تر څېړنې لاندې دی.

‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵مه کلنۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د کب په لومړیو کې جوړه شوې وه.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغې غونډې ته د افغانستان په استازولۍ نصیر احمد اندېشه وربلل شوی دی.

د افغانستان بشري وضعیت داسې مهال تر ارزونې لاندې نیول کېږي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دغه هېواد کې بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی.

طالبانو پر افغانانو په تېره بیا پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي او د هغوی د لومړنیو حقونو یې هم بې شمېره سرغړونې کړې دي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د غر ښوېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

په ننګرهار کې ځايي طالب مسوولانو له موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې د لارې د خلاصون تر خبر پورې دې پر دغه لویه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د ننګرها ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د دوشنبې په ورځ د (غوايي لسمه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره د کابل ـ جلال اباد پر لاره له ټولو مساپر وړونکو او بار وړونکو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې پر یاده لاره د تګ راتګ څخه ډده وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې چې د کابل ماهیپر په سیمه کې د غره ښوېدو له امله دمګړۍ د کابل ـ جلال اباد لاره د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د غره ښوېدنې له امله څلور کسان مړه شول او لاره د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

د امریکا سفارت په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ ټینګار وکړ

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ ټینګار کړی. د امریکا سفارت د رسنیو د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي چې، موږ باید دا ډاډ ولرو چې هر نظر اورېدل کیږي.

د مئ میاشتې درېیمه نېټه د رسنیو د ازادۍ نړېواله ورځ ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د یکشنبې په ورځ د (غوايي نهمه) په خپله اېکس پاڼه د رسنیو ازادۍ د ټولنې مهم رکن بللی دی.

د امریکا سفارت وايي چې د مطبوعاتو له ازادۍ سره به «خلک پیاوړي شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د بیان ازادۍ تر پښو لاندې کړه او څو ځله یې خبریالان په بېلابېلو پلمو نیولي او د ځینو رسنیو دفترونه یې تړلي دي.

د ښځینه کارکونکو لپاره د ماسک اچول، په ځینو سیمه ییزو رسنیو کې د ښځو د غږونو پر خپرېدو بندیز او د موسیقۍ په خپرولو بندیز د طالبانو له خوا پر رسنیو د بندیزونو له ډلې څخه دي.

په وروستۍ پېښه کې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې طالبانو په خوست کې درې سیمه ییز خبریالان د «موسیقۍ خپرولو او ښځینه اورېدونکو سره د ټیلیفون له لارې اړیکي نیولو.» په تور نیولي وو او څو ورځې وروسته یې خوشې کړل.