چمن پرلتوال:که سیاسي ګوندونو او پوځي چارواکو مو غږ وانه ورېد اسلاماباد ته پلی لاریون کوو

د چمن پرلتوالو یو ځل بیا خبرداری ورکړی او وايي، که په راتلونکو دوو ورځو کې د سیاسي ګوندونو، د چمن د مخورو او په چمن کې له پوځي مشر سره په ناسته کې یې غوښتنې ونه منل شي اسلام اباد ته به پلی لاریون پیل کړي.