د غزې د اوربند خبرو له پیل سره سم د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان وژل شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر حماس غږ کړی، چې د غزې د اوربند او د دغې ډلې له‌خوا د یرغمل شویو اسراییلي بندیانو د خلاصون په اړه د اسراییل وړاندیز په چټکۍ سره ومني.