• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې استازی: نړۍ باید په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شلو کلونو جنایتونه هېر نه کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د روسي پلاوي مشر د ملګرو ملتونو غونډه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده او نړۍ باید په دغه هېواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو «د شلو کلونو جنایتونه هېر نه کړي.» ایلیا برمن دا خبره پرون په جنیوا کې د انساني حقونو د شورا ۴۶ ناستې ته په وینا کې کړې ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي مرمن په افغانستان کې د انساني حقونو د حالت ارزونې غونډه کې زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید د متحده ایالتونو او د ناټو د نورو ځواکونو هغه جنایتونه هېر نه کړي چې په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال وکړل، تر اوسه دا ټول سم نه دي څېړل شوي.»

د روسي استازي دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره اونۍ سي اېن اېن د خپلو موندنو له مخې وویل، له افغانستان د امریکا د وروستیو ځواکونو د وتلو په درشل کې پر کابل هوايي ډګر د داعش برید کې ځینې کسان د دغو ځواکونو په ډزو وژل شوي دی.

دغه تلوېزون د امریکايي ځواکونو، عیني شاهدانو او ډاکټرانو له قوله ویلي، چې تر ځانمرګي برید وروسته امریکايي او بریتانوي ځواکونو پر خلکو ډزې کړې دي.

د افغانستان بد اقتصادي حالت

د روسیې استازي ایلیا برمن په پرونۍ غونډه په افغانستان کې بد اقتصادي حالت ته په اشاره زیاته کړه چې طالبان د سرچینو د کمښت له امله د اقتصادي او ټولنیز حالت په سموالي کې له ستونزو سره مخ دي.

برمن د افغانستان اوسنی بدن اقتصادي حالت هم د امریکا د سیاست له امله وباله چې په وینا کې افغان شتمني یې کنګل کړې او له طالبانو د امتیاز ترلاسولو لپاره یې بشري مرستې د انساني حقونو مسله پورې تړلې دي.

روسیه د چین، ایران او پاکستان په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او د هغو محدودو هېوادونو په ډله کې راځي چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

نور الدین عزیزي: له ایران سره خپلمنځي سوداګري لس میلیارد ډالرو ته رسول غواړو

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي وايي، له ایران سره تجارت تر لس میلیار ډالرو رسول او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېت عملي کېدل غواړي. طالبان زیاتوي، د خپلمنځي تجارت او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پراختیا لپاره د ایران له سیستان بلوچستان سره ګډه کمېټه جوړوي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ چې د نیمروز ولایت سوداګر هم پکې دي د ایران سیستان بلوچستان ته لاړ.

نورالدین عزیزي نن د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې غواړي د چابهار بندر له لارې د افغان ټرانزېټ سوداګري سل سلنه پلې شي.

د ښاغلي غزیزي په خبره، په دې برخه کې عملي کارونه پیل شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې له ایران سره تر لس میلیار ډالرو پورې کلنۍ سوداګري زیاتول غواړي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نن د سیستان بلوچستان له والي سردار محمد کرمي او د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي سره د خپلمنځي سوداګري پر پراختیا او ستونزو غونډه درلوده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، نوموړي په دې غونډه کې د افغان سوداګرو لپاره د بېلې شوې ځمکې د بیو د پرېکنده کېدو، د چابهار له لارې د ټرانیزیټي مالومو لپاره د لارې او امتیاز پر مالومولو او په دې برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ټینګار وکړ.

طالبان د سیستان بلوچستان د والي کرمي له قوله وايي، چې د دې ستونزو دحل لپاره یې اړوند چارواکو ته اړینې لارښوونې وکړې.

دوی زیاتوي چې په اخر کې د سوداګرۍ د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پیاوړتیا لپاره د ولایت په کچه د ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.

دا کمېټه به له مرکزي کمېټې سره د چابهار بندر اړوند موضوعات څاري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پر رسنیو او خبریالانو لګېدلي بندیزونه ورته د منلو نه دي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۱

د رسنیو د خپلواکۍ د نړۍوالې ورځې په درشل کې د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو له‌خوا پر رسنیو لګېدلي بندیزونه او د خبریالانو نیونې او ربړونې دوی ته د اندېښنې وړ دي او د دغه بهیر دوام به د طالبانو لپاره بدې پایلې ولري.

سبا د جمعې ورځ د غويي ۱۳مه د مې درېیمه چې د رسنیو د خپلواکۍ د نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېر یوه کال کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت راپور خپور کړی او په دغه هېواد کې یې د رسنیو پر ازادۍ د لګېدلو بندیزونو له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو د مرګز موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال د مې له میاشتې راهیسې تر دې مهاله د طالبانو له‌خوا په خبریالانو او رسنیو بندیزونه زیات شوي او د هغوی حقونه تر پخوا زیات تر پښو لاندې شوي.

دغه مرکز وايي، په تېر یوه کال کې د رسنیو او خبریالانو پر خپلواکۍ د لګول شویو بندیزونو ۱۳۶ پېښې یې ثبتې کړې چې ۷۳ یې خبریالانو ته د ګواښونو او ۶۴ نورې یې د خبریالانو د نیولو پېښې دي؛ خو په راپور کې ویل شوي، چې له ښه مرغه په دغه موده کې هیڅ یو خبریال ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

راپور کې ویل شوي، چې پر خبریالانو او رسنیو د ټولو لګول شویو بندیزونو بنسټ د طالبانو هغه ۱۷ سپارښتنې دي چې واک ته تر رسېدو وروسته یې پر رسنیو منلي او د هغوی د ډېرو هڅو مخه یې ډب کړې ده.

په دغو سپارښتنو کې د ملي ټلویزیون په اډانه کې د ښځینه‌و پر کار کولو بندیز، د لاریونونو او اعتراضیه غونډونو په خبري پوښښ بندیز، د ځینو خبرونو په خپرولو بندیز، طالبان د افغانستان د حکومتي چارواکو په نومونو یادول، د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګول، د ښځینه خبریالانو لپاره جبري پوښښ، په تفریحي خپرونو او ډرامو کې د ښځېو پر څرګندیدو بندیزونه، د نړۍوالو رسنیو په خپرونو بندیزونه او نورې داسې سپارښتنې چې ورسره د خبریالانو په چارو کې بربنډه لاسوهنه یاده شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، هغه خبریالان او رسنۍ چې له دغو سپارښتنو په څنګ تېر شوي ګواښل شوي، بندیان شوي او یا یې هم رسنۍ په لنډمهاله یا دایمي توګه تړل شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر دې هم اندېښنه ښودلې، چې د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون پر ځای دمګړۍ د طالبانو استخباراتي او د نهې عن المنکر ادارې هم د رسنیو په چارو کې لاسوهنې کوي او په خپل سر د خبریالانو نیولو، ربړولو او زنداني کولو ته یې ملا تړلې.

د دغه راپور په وروستۍ برخه کې ویل شوي، چې طالبان له رسنیو سره له مرکو ډډه کوي او که خبریالان د خپلواکو کارپوهانو څخه د اړونده موضوع په تړاو نظر اخلي هم خبریالانو او هم سیاسي شنونکو ته ګواښونه پېښېږي او د زندان د تورو تمبو شا ته استول کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر واکمنو طالبانو غږ کوي، چې د رسنیو خپلواکۍ ته دې د درناوي تر څنګ رسنیو ته اجازه ورکړي چې د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانونونو سره سمې خپرونې بیا له سره پیل کړي.

زرغون بهیر: طالبانو په پنجشېر کې د خلکو د ځپلو لپاره ۱۹ زره وسله وال ګمارلي دي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۲۳:۱۰ GMT+۱

زرغون بهیر چې مشري یې امرالله صالح کوي وايي، چې طالبانو له کندهار، هلمند، زابل او فراه ولایتونو څخه شاوخوا ۱۹زره وسله وال په پنجشیر ولایت کې د خلکو د ځپلو لپاره ځای پر ځای کړي دي.

دغه سازمان وايي چې د پنجشیر په هر کیلو مترۍ کې ۱۵۰ طالب ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

زرغون بهیر چې د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح له خوا اداره کېږي، د خپلو څېړنیزو راپورونو د لړۍ په دوام کې په پنجشیر ولایت کې د طالب وساله والو د اکمالاتو کچه څېړلې ده.

زرغون بهیر ویلي، چې د طالبانو په رسمي اسنادو کې دغه تشکیلات د «فوق العاده لېوا» په نوم یاد شوي دي.

د زرغون بهیر د نوي راپور له مخې؛ ۱۲زره او ۸۰۰طالبان د دفاع وزارت او ۶زره نور طالبان د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د طالبانو په غیر رسمي ډلو پورې اړه لري.

زرغون بهیر د راپور په دوام لیکلي، چې «د پنجشیر دره شاوخوا ۱۳۰کیلومتره اوږدوالی لري او اوس په هر کیلومتر کې ۱۵۰طالب وسله وال ځای پر ځای شوي دي.»

د دغه راپور له مخې، طالبانو ښوونځيو، کورونو، جوماتونو، د احمدشاه مسعود مقبره، د پنجشېر پوهنتون، د پنجشېر تخنيکي انستيتوت او د کليو په منځ کې خپلې نوې جوړې شوې پوستې جوړې کړې دي.

له خلکو سره د طالبانو تاوتریخوالی

زرغون بهیر په پنجشېر کې له ځايي خلکو سره د طالبانو د چلند په اړه د خپل نوي راپور په دوام کې ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې «وحشیانه جنایتونه لکه شکنجه، قتل، لوټاو سپکاوی» کړی دی.

د دغه راپور له مخې؛ ډېری طالبان د ځايي خلکو له ژبې سره بلدتیا نه لرياو له عامو خلکو سره "خبرې اترې" کمې ترسره کیږي.

زرغون بهیر تر دې مخکې د طالبانو د استخباراتو، د دفاع وزارت او د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د جوړښت او مهمو غړو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د فرانسې خبري اژانس: د حکمتیار نیوکې د طالبانو په سترګو کې د اغزې په شان دي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د فرانسې خبري اژانس په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له تګلارې سره د ګلبدین حکمتیار مخالفت د دې ډلې په سترګو کې د اغزي په څېر دی.

منتقدين د حزب اسلامي د مشر د بشري حقونو ضد پخوانيو کړونو ته په اشاره وايي، چې حکمتيار له فکري پلوه د طالبانو سره زيات توپير نه لري.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او د حزب اسلامي د مشر ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

د طالبانو عدليې وزارت حکمتيار د دولتي ځمکو په غصب تورن او د کابل په دارالامان کې يې د یوه دولتي کور څخه وايسته.

په مقابل کې يې حکمتيار په خپلو عامو ويناو کې د طالبانو پر سياستونو نيوکې وکړي.

د ګلبدین حکمتیار د کور سپارلو او د بریا ټلویزیون د بندولو تر څنګ د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سخت غبرګون ښودلو پر مهال هغه ته په خطاب کې وويل: «تاسې په ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د طالبانو له بریا وروسته پاتې شوئ، که نظام مو خوښ نه و باید له هېواده وتلی وی.»

د اسلامي حزب د رهبرۍ يوه غړي د فرانسې خبري اژانس ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل: « موږ باور لرو، چې په اسلام کې دیکتاتوري نه شته او د طالبانو مشر د حکمتیار د دې خبرو سره حساسيت لري.»

د فرانسې خبري اژانس د حزب اسلامي د مشر پر وړاندې د طالبانو سختوالي ته اشاره کړې او د یوه پخواني غربي ډېپلوماټ له خولې یې ویلي، چې دا د ده لپاره مثبتې نښې نه دي.

دغه پخواني ډېپلومات وويل: «هغه ګلبدين حکمتيار خپل دريځ ټاکي.»

د دغه پخواني ډېپلومات په وینا: «د حزب اسلامي مشر هم نړۍوالو ته دا پیغام ورکوي چې موږ باید تل پر هغه حساب وکړو.»

پر همدې مهال د دې ډېپلوماټ له نظره، چې طالب چارواکي له ګلبدین حکمتیار سره د چلند په برخه کې پاتې راغلي، ځکه نوموړی په طالبانو کې یوه ملاتړې شبکه لري.

په راپور کې راغلي، چې د حزب اسلامي یو شمېر پخواني قوماندانان، چې اوس د طالبانو قومندانان هم دي د حکمتیار ملاتړ کوي.

فرانس پريس اژانس په ایران کې د حکمتیار د ملاتړ یادونه کړې ده.

په راپور زياتوي؛ له دې سره چې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، لویدیځ هېوادونه هڅه کوي چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو ملاتړ وکړي.

فرانسې خبري اژانس د کارپوهانو د شننو له مخې ليکلي، داسې ښکاري، چې حکمتيار به په واک کې د طالبانو د دوو مهمو ډلو د کندهار جبهې او په کابل کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ درز رامنځته کړي.

د ګلبدین حکمتیار د ګوند یوه جګپوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وويل: « د حکمتیار په اړه د کابل او کندهار طالب چارواکو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.»

د فرانسې د خبري اژانس په راپور کې د دغې سرچینې په حواله راغلي، چې په کابل کې طالب چارواکي د حکمتیار د چوپتیا په اړه د هبت الله اخوندزاده له غوښتنې سره مخالف دي.

د بشري حقونو یوه فعال دې رسنۍ ته ویلي، چې حکمتیار «یوازې غواړي د لویدیځ پام ځانته واړوي.»

هغه وويل: «د حکمتيار ايډيالوژي د طالبانو په شان ده، هغه د ډېموکراسۍ او د ښځو د حقونو خلاف دی.»

ګلبدین حکمتیار په کابل کې د اویایمې لسیزې د کورنیو جګړو یو له اصلي تورنو څخه دی.

نوموړی له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې په افغانستان کې د بېلابېلو جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن دی او د ښځو پر وړاندې د سخت دریځو سیاستونو لامل بلل کېږي.

د حزب اسلامي یوه جګپوړي غړي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د ګلبدین حکمتیار نیت د رژیم نسکورول نه دي»؛ خو هغه غواړي، چې د کابل طالبان راپورته شي او په دې نظام کې داخلي بدلون راشي.

خالد حنفي:د ښځو د شرعي حقوقو د ورکړې سربېره زرګونه شکایتونه ثبت او رسېدنه ورته شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزیر د ملت د یووالي او همغږۍ تر سرلیک لاندې غونډه کې ویلي، چې د ښځو د شرعي حقوقو د ورکړې او خونديتوب سربېره یې د هېوادوالو زرګونه شکایتونه ثبت او ورته رسېدنه کړې ده.

خالد حنفي د سې شنبې په ورځ د پولې تخنیک پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کې لویدیځ د ښځو د حقونو په سرغړونه تورن کړ او ویې ویل، د نړۍ ۴۵ هېوادونو افغانستان ته له «بې حجابۍ او بې سترۍ پرته نور هیڅ نه و راوړي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې؛ دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د دوی د ټینګښت په موخه ترسره شوې.

‏دې غونډه کې ملا خالد حنفي ویلي؛ افغانستان کې د جهاد موخې تر لاسه شوي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې ولس د ستونزو حل او د "اسلامي نظام" د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړي.

محمد خالد حنفي د مېرمنو د حقونو په اړه په کراتو ویلي، چې د دوی په واکمنۍ کې د مېرمنو حقونه تامین شوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولکي څخه پورته د نجونو پر زده کړو، کار کولو او ورزش بندیزونه، په رسنیو کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه او د دوی په بندخونو کې د ښځو ځورول له ټولو بشري حقونو څخه سرغړونه بلل کیږي.