منتقدين د حزب اسلامي د مشر د بشري حقونو ضد پخوانيو کړونو ته په اشاره وايي، چې حکمتيار له فکري پلوه د طالبانو سره زيات توپير نه لري.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او د حزب اسلامي د مشر ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.
د طالبانو عدليې وزارت حکمتيار د دولتي ځمکو په غصب تورن او د کابل په دارالامان کې يې د یوه دولتي کور څخه وايسته.
په مقابل کې يې حکمتيار په خپلو عامو ويناو کې د طالبانو پر سياستونو نيوکې وکړي.
د ګلبدین حکمتیار د کور سپارلو او د بریا ټلویزیون د بندولو تر څنګ د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سخت غبرګون ښودلو پر مهال هغه ته په خطاب کې وويل: «تاسې په ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د طالبانو له بریا وروسته پاتې شوئ، که نظام مو خوښ نه و باید له هېواده وتلی وی.»
د اسلامي حزب د رهبرۍ يوه غړي د فرانسې خبري اژانس ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل: « موږ باور لرو، چې په اسلام کې دیکتاتوري نه شته او د طالبانو مشر د حکمتیار د دې خبرو سره حساسيت لري.»
د فرانسې خبري اژانس د حزب اسلامي د مشر پر وړاندې د طالبانو سختوالي ته اشاره کړې او د یوه پخواني غربي ډېپلوماټ له خولې یې ویلي، چې دا د ده لپاره مثبتې نښې نه دي.
دغه پخواني ډېپلومات وويل: «هغه ګلبدين حکمتيار خپل دريځ ټاکي.»
د دغه پخواني ډېپلومات په وینا: «د حزب اسلامي مشر هم نړۍوالو ته دا پیغام ورکوي چې موږ باید تل پر هغه حساب وکړو.»
پر همدې مهال د دې ډېپلوماټ له نظره، چې طالب چارواکي له ګلبدین حکمتیار سره د چلند په برخه کې پاتې راغلي، ځکه نوموړی په طالبانو کې یوه ملاتړې شبکه لري.
په راپور کې راغلي، چې د حزب اسلامي یو شمېر پخواني قوماندانان، چې اوس د طالبانو قومندانان هم دي د حکمتیار ملاتړ کوي.
فرانس پريس اژانس په ایران کې د حکمتیار د ملاتړ یادونه کړې ده.
په راپور زياتوي؛ له دې سره چې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، لویدیځ هېوادونه هڅه کوي چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو ملاتړ وکړي.
فرانسې خبري اژانس د کارپوهانو د شننو له مخې ليکلي، داسې ښکاري، چې حکمتيار به په واک کې د طالبانو د دوو مهمو ډلو د کندهار جبهې او په کابل کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ درز رامنځته کړي.
د ګلبدین حکمتیار د ګوند یوه جګپوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وويل: « د حکمتیار په اړه د کابل او کندهار طالب چارواکو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.»
د فرانسې د خبري اژانس په راپور کې د دغې سرچینې په حواله راغلي، چې په کابل کې طالب چارواکي د حکمتیار د چوپتیا په اړه د هبت الله اخوندزاده له غوښتنې سره مخالف دي.
د بشري حقونو یوه فعال دې رسنۍ ته ویلي، چې حکمتیار «یوازې غواړي د لویدیځ پام ځانته واړوي.»
هغه وويل: «د حکمتيار ايډيالوژي د طالبانو په شان ده، هغه د ډېموکراسۍ او د ښځو د حقونو خلاف دی.»
ګلبدین حکمتیار په کابل کې د اویایمې لسیزې د کورنیو جګړو یو له اصلي تورنو څخه دی.
نوموړی له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې په افغانستان کې د بېلابېلو جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن دی او د ښځو پر وړاندې د سخت دریځو سیاستونو لامل بلل کېږي.
د حزب اسلامي یوه جګپوړي غړي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د ګلبدین حکمتیار نیت د رژیم نسکورول نه دي»؛ خو هغه غواړي، چې د کابل طالبان راپورته شي او په دې نظام کې داخلي بدلون راشي.