• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عاصم منیر: له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مقابله کوو او پر وطن له هیچا سره سودا نه کوو

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي؛ د دغه هېواد امنیت ته له ورپېښو کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مقابله کوي او د خپل وطن پر سره له هیچا سره سازش نه کوي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ جنرال عاصم منیر نن دا خبره د پاکستان د هوايي ځواکونو په فراغتغونډه کې وکړه.

ښاغلي منیر په رسالپور کې نوې فارغېدونکو پوځیانو ته په خبرو کې وویل، چې له ځواکمن هوايي پوځ پرته به هېواد د یرغلګرو په لاس کې وي.

په ورته مهال یې زیاته کړه، چې پوځ له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره پوره تیار دی.

عاصم منیر په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې خپل قانوني حدود ښه پېژني او له نورو هم هیله لري، چې د قانون خوندیتوب ته لومړیتوب ور کړي.

نوموي په دې برخه کې کوم چا ته اشاره ونه کړه؛ خو دا خبرې یې له هغه وروسته دي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د پوځ اړوند استخباراتي اداره په ولسي چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه.

د پاکستان د پارلمان غړی او د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر خان وړمه ورځ وویل، چې که دوی د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي، د پاکستان یو شمېر ادارې یې پر وړاندې قضیې جوړوي او دوی له ستونزو سره مخ کوي.

نوموړي په دې وروستیو خبرو کې د کومې ځانګړې ادارې نوم نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف ګڼو مشرانو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې تورنې کړې وې، چې په سیاسي چارو کې مداخله کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د هند په کیرالا کې د سختې ګرمۍ له امله ښوونځي او کالجونه تړل شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د هند په کیرالا ایالت کې د تودوخې کچې د لوړېدو له امله د دوشنبې تر ورځې ټول ښوونځي او کالجونه تړلي دي او په ساحلي سیمو کې له خلکو غوښتل شوي، چې په لمر کې کم وګرځي او په ځنګلونو کې د اور لګېدو د مخنیوي لپاره احتیاط وکړي.

سره له دې، چې د هند ډېری برخې د تودوخې له لوړې کچې سره مخامخ دي؛ خو د دغه هېواد د هواپوهنې ادارې له اپریل تر جون میاشتې د تودوخې درجې د بې ساري لوړېدو وړاندونیه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې عمومي ټاکنې روانې دي او د رایه ورکوونکو شمېرو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی دی.‌

سره له دې چې په کیرالا کې د تودوخې څپې نادرې دي؛ خو د هند د هوا پېژندنې ادارې ارقام ښیې، چې دغه ایالت یوازې د اپریل په میاشت کې د تودوخې پنځه څپې ثبت کړې دي.

د هند هواپوهنې ادارې پرون وویل، چې د هوا اوسني وضعیت ته په پام سره د تودخي کچه به نوره هم لوړه شي، چې د هوا د وچېدو لامل به هم شي.‌

دغې ادارې ویلي، چې په هند کې ګرمې څپې،‌ د دغه هېواد سویل ختیځ ساحل ته نږدې د تندرونو له امله رامنځته شوي دي.‌

د دوبۍ په نړۍوال کلي سوداګریز او فرهنګي نندارتون کې افغانستان دویم مقام وګاټه

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د دوبۍ په ګلوبل ویلیج یا نړۍوال کلي سوداګریز او کولتوري نندارتون کې د لومړي ځل لپاره افغانستان دویم مقام خپل کړ.

په ګلوبل ویلج کې د افغانستان د څانګې مشر میرخان مقري وايي، چې دغه سوداګریز نندارتون هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل کېږي او د لسګونو هېوادونو په ګډون شپږ میاشتې دوام کوي.

د نوموړي په خبره؛ په تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان دویم مقام ته رسېدلی دی.

هغه وویل: " دا زموږ د ټولو افغانانو او افغانستان لپاره ویاړ دی، چې یو جنګ ځپلی هېواد دې د نړۍ په کچه یو نندارتون کې دویم مقام تر لاسه کوي".

د ښاغلي مقري په وینا؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات؛ لکه لاسي صنایع، موسیقي، هنري پارچې، افغاني کالي، وچې او تازه مېوې، قیمتي کاڼي، ګاڼې، او خواړه نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.

په عرب اماراتو کې د ګلوبل ویلج په سوداګریز او کولتوري نندارتون تر ۳۵۰۰ زیاتو سوداګرو د ۹۳ کولتورونو په استازولۍ ۲۷ څانګې پرانیستې دي.

ترکيې په تېرو لسو مياشتو کې له داعش سره د همکارۍ په تور نږدې ۳ زره کسان نيولي دي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر خبر ورکړ، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو لسو میاشتو کې ۲ زره ۹۹۱ تنه له داعش سره د همکارۍ په تور نیولي دي. علي یارلیکایا وویل، چې دغه کسان په ټول هیواد کې د تېرې جنورۍ له لومړۍ د اپریل تر ۲۲ نېټې په ۱۴۲۲ عملیاتو کې نیول شوي دي.

ښاغلي يارليکايا دغه شمېره پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې او لیکلي يې دي: « موږ به هيڅ ترهګر ونه زغمو او د امنيتي ځواکونو په همکارۍ او هوډ سره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»

ترکیې په وروستیو میاشتو کې په ټول هېواد کې په پراخو عملیاتو سره لسګونه کسان له داعش سره د تړاو په تور نیولي دي.

د ترکيې د کورنیو چارو وزير د وري میاشتي په پيل کې خبر ورکړ، چې دغه هېواد د داعش په وړاندې په بېلابېلو ښارونو کې پراخ عمليات پيل کړي دي.

پاکستان له انګلنډ او ايرلنډ سره د سیالیو لپاره سبا لوبډله اعلانوي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، سبا په قذافي لوبغالي کې د انګلنډ او ایرلنډ سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلانوي. د پاکستان ملي لوبډلې د روانې مياشتي په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۴ له ايرلنډ او د همدې مياشتي په ۲۲مه، ۲۵مه، ۲۸مه او ۳۰ له انګلنډ سره شل اوره سیالۍ لري.

د پاکستان جيونيوز هم د دې هېواد د کرېکټ د مسولینو له قوله ليکلي، چې له انګلنډ سره تر لومړۍ لوبې وروسته به پاکستان د نړیوال شل اوره جام لپاره هم خپله لوبډله اعلان کړي.

جيونیوز په خپل خبر کې ليکلي، چې په ډېر احتمال سره تېز توپ اچوونکی حارث روف به هم د لوبډلې برخه وي.

روف د اوږې د زخم له امله د تداوی لپاره له لوبډلې لرې شوی و.

د پاکستان کرېکټ لوبډله به د مې مياشتې په ۷مه نېټه ايرلنډ ته ځان رسوي

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د کارګرو د حقونو د خوندیتوب لپاره نور اقدامات کوي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر او ولسمشر وايي، په دغه هېواد کې د کارګرو د هوساینې او د وی د حقونو د خوندیتوب لپاره په حکومتي کچه نور ګامونه اخلي. شهباز شریف او اصف علي زرداري، دا خبره نن د کارګر نړیوالې ورځې په مناسب کړې چې هر کال د مۍ پر لومړۍ لمانځل کېږي.

اصف علي زرداري له کاروالو غوښتي چې کارګرو ته د تنخا په برخه کې له انصاف کار واخلي. او هم یې د خوندیتوب او روغتیا په برخه کې ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په خبره، په خطرناک کاري چاپېریال کې باید کارګرو ته اړینه تربیه او د خوندیتوب وسایل برابر شي.

شهباز شریف هم د کارګرو په هکله په خپل پیغام کې د دوی هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې د دوی د خوندیتوب او روغتیا په برخه کې د کارګر نړیوال کانفرانس ژر جوړ شي.

نوموړی دا هم وايي چې کارګرو ته د استوګني غوره سهولت، ښوونې روزېن او درمنلې په برخه کې به هم خپلې هڅې جاري ساتي.