• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د روغتیا له نړېوال سازمان څخه د افغان روغتیايي کارکونکو د وړتیا لوړولو غوښتنه وکړه

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د عامي روغتیا وزیر د افغان روغتیايي کارکونکو د وړتیا لوړولو، له پولیو سره د مبارزې او د ساري ناروغیو د مهارولو په برخه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه دغه غوښتنې کابل ته د روغتیا نړېوال سازمان له ورغلي پلاوي څخه کړې.

د روغتیا نړېوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشرې حنان حسن بلخي چې افغانستان ته په سفر تللې، تېره ورځ له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف استازو د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.

خو د روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف ادارې په دې اړه رسمآ څه نه دي ویلي.

پر طالبانو تر دې وړاندې نیوکې شوې چې په روغتیایي برخو کې یې د روغتیا مسلکي کس پر ځای د مدرسې ملایان او قاریان په دندو ګمارلي دي.

د عامي روغتیا وزارت په دغه لیدنه کې د روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف څخه غوښتنه کړېچې د افغان روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په مهارولو، د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي.

بل خوا د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان له سیمه ییز مشر سره په جلا کتنه کې په دغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ افغان روغتیا پالان د عامي روغتیا په وزارت کې د طالبانو له لوري د غیرې مسلکي کسانو په دندو ګمارلو له امله پر یاد وزارت او طالب چارواکو سختې نیوکې کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی وکړي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د زده کړې او کار له حق څخه په ملاتړ ټینګار وکړ. د دغه سازمان په ۱۵مه غونډه کې، چې د طالبانو پلاوي هم په کې برخه لرله، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د شنبې په ورځ د (غوايي ۱۵مه) د ګامبیا په پلازمېنه بنجول ښار کې د غړو هېوادونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې جوړه شوه او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د دغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې له يوه «سوله ييز، باثباته او ټولګډونه» افغانستان څخه د ملاتړ يادونه شوې او د بشري، امنيتي، بشري حقونو، قومي لانجو، ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډون د افغانانو د ننګونو پر حل کولو ټينګار شوى دى.

په دغه پرېکړه ليک کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو د «بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده‌کړې حقونو» ته د بشپړ درناوي يادونه شوې او د دغو مسايلو په اړه يې له طالبانو سره د لا زياتو اړيکو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان د ښځو د زده‌کړو پر حق ټینګار کړی و، خو طالبانو د دغه سازمان او نورو سترو اسلامي هېوادونو غوښتنه رد کړې وه.

د دغه سازمان سرمنشي د افغان ښځو د حقونو پر ورکړې د اسلامي همکاریو سازمان له ټینګار سره سره وویل چې له طالبانو سره به د بشري مرستو په چوکاټ کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

عمر داودزی: د طالبانو پر وړاندې به د اعتراضونو لړۍ پراخه شي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بدخشان د خلکو اعتراضونه دا څرګندوي چې خلک له طالبانو ناراضه دي او د دغو اعتراضونو لمن به پراخه شي. داودزي وویل، «د کوکنارو د کښت اړول د بدخشان د خلکو د اعتراض یو لامل دی.»

هغه د طالبانو له خوا د خلکو د وژلو او د «خلکو شخصي حریم او پرکورونو برید» یادونه هم وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې خلک د بې وزلۍ، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز او د زیاتېدونکو بندیزونو له امله له طالبانو خوښ نه دي.

د داودزي په وينا، طالبان بايد د کوکنارو د کښت اړولو پر ځاى له نړيوالې ټولنې څخه د کوکنارو د کښت د مخنيوي او د بديل معيشت په برخه کې مرسته وغواړي.

خو داودزی وايي: «طالبان لکه څنګه چې په ټولو برخو کې بې کفایته دي، بې ځایه سرټمبګۍ کوي، نو په دې برخه کې هم همداسې ده.»

افغانستان يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سېروم عراق ته صادر کړل

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۲۲:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل.

خبر زیاتوي، چې د «ملي شفا فارماسيټيکل» د سېروم جوړولو فابریکې نن د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت عراق ته د سېرومو صادرات وکړل.

د راپور له مخې؛ دغه فابريکه په کال کې د ۴۳ ميليونه او ۲۰۰ زره بوتله سېروم او ۷۰ ميليونه پيچکاریو د توليد وړتيا لري.

په راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې په دې فابریکه کې ۳۵۰ فارمسستان، کيميا پوهان، مایکرو بيولوژيستان او لسګونه کسان پکې په کار بوخت دي.
که څه هم په افغانستان کې تر دې وړاندې د سېروم د تولید کارخونې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دې برخه کې صادرات کوي.
په افغانستان کې د سېروم د تولید لومړۍ کارخونه په ۲۰۲۰ کال کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پرانیستل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په کابل کې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د سیرومو یوه فابریکه پرانیستل شوه، چې په هر یو ساعت کې لږ تر لږه ۱۱۰ زره پاکټه سیروم تولیدوي.
سره له دې چې د ورته فابریکو په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته کاري زمینې برابریږي؛ خو په هېواد کې اقتصادي ناورین، د برېښنا نه شتون او لوړې مالیې کارخونه لرونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

طالبانو په پروان کې د ملي تلویزیون خبریال نیولی دی

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۵ GMT+۱

په پروان کې د ملي تلويزيون د خبريال ندا محمد نوري کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د طالبانو استازو هغه د شنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) نيولى او نامعلوم ځاى ته يې وړى دى.

د ښاغلي نوري ورور ولي محمد نوري زیاته کړه، چې ورور یې د پروان د ملي تلویزیون خبریال او نطاق دی.

هغه زياته کړه، چې ندا ​​محمد نوري د شنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) له جبل السراج څخه له خپلې کورنۍ سره چاريکار ته خپل کور ته تللی او وروسته له هغه طالبانو ونیوه، چې له کور څخه دندې ته روان و.

عیني شاهدانو ویلي، چې طالب استازو د خبریال پر سر توره کڅوړه واغوستله او هغه یې له ځان سره بوتلو.

د ښاغلي نوري ورور زياته کړه، چې د هغه له حالت څخه خبر نه دى او کورنۍ يې له پرون راهيسې د هغه د موندلو هڅې کوي؛ خو لا هم نه پوهېږي، چې ندا ​​محمد نوري چېرته وړل شوى دى.

ولي محمد نوري وويل: «ټول د هغه د موندلو په ​​لټه کې دي، چې پوه شي هغه چېرته او ولې نيول شوى دى. ټول پرېشانه دي؛ خو لا هم د هغه کومه نښه نه ده موندل شوې.»

ملي ټلویزیون یوه دولتي اداره ده، چې اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي.

د کار نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ښځو او سړو لپاره پر مساوي کاري فرصتونو ټینګار وکړ

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۲۰:۲۶ GMT+۱

په افغانستان کې د کار د نړۍوال سازمان عمومي همغږي کوونکي د کارګر د روغتیا او خوندیتوب د نړۍوالې ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د ښځو او سړو لپاره د مساوي کاري فرصتونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

رامین بهزاد وویل، چې په افغانستان کې د کارګرانو د بنسټیزو حقونو او اصولو د ټینګښت ملاتړ کوي.

د کار نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غوايي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کارګر او د روغتیا د خوندیتوب نړۍوالې ورځې په مناسبت د یو کنفرانس جوړېدو خبر ورکړی.

دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ليکلي، چې دغه ډله په افغانستان کې د کارګرانو له حقونو څخه ملاتړ کوي او په هېواد کې د خوندي کاري چاپېريال، د کار د ملاتړ او په هېواد کې د بې کارۍ د کمولو لپاره هڅې کوي.

په دې مراسمو کې يو افغان کارګر نورالدين فاروقي په افغانستان کې د کارګرانو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه وښوده او زياته یې کړه: « موږ له چارواکو څخه غواړو، چې ژر تر ژره د کار په ټولو سکتورونو کې، خصوصي او عامه دواړو کې عادلانه قوانين پلي کړي.»

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازې فریبا نور په افغانستان کې د کارګر ځواک په پاملرنې او ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: « له هر ډول سرغړونکو سره باید قانوني چلند وشي او حساب ورکول باید پلی شي.»

طالب ډلې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او په دې اړه یې کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو ته هم پام نه دی کړی.

د کار د له منځه وړولو سره د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخ دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته بهرنیو دولتونو پراختیايي مرستې بندې کړې.

د کار د نړۍوال سازمان د راپورونو له مخې؛ د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ښځو د کار کچه هم ۲۵ سلنه کمه شوې ده.