افغانستان يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سېروم عراق ته صادر کړل

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل.
خبر زیاتوي، چې د «ملي شفا فارماسيټيکل» د سېروم جوړولو فابریکې نن د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت عراق ته د سېرومو صادرات وکړل.
د راپور له مخې؛ دغه فابريکه په کال کې د ۴۳ ميليونه او ۲۰۰ زره بوتله سېروم او ۷۰ ميليونه پيچکاریو د توليد وړتيا لري.
په راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې په دې فابریکه کې ۳۵۰ فارمسستان، کيميا پوهان، مایکرو بيولوژيستان او لسګونه کسان پکې په کار بوخت دي.
که څه هم په افغانستان کې تر دې وړاندې د سېروم د تولید کارخونې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دې برخه کې صادرات کوي.
په افغانستان کې د سېروم د تولید لومړۍ کارخونه په ۲۰۲۰ کال کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پرانیستل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په کابل کې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د سیرومو یوه فابریکه پرانیستل شوه، چې په هر یو ساعت کې لږ تر لږه ۱۱۰ زره پاکټه سیروم تولیدوي.
سره له دې چې د ورته فابریکو په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته کاري زمینې برابریږي؛ خو په هېواد کې اقتصادي ناورین، د برېښنا نه شتون او لوړې مالیې کارخونه لرونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.


په پروان کې د ملي تلويزيون د خبريال ندا محمد نوري کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د طالبانو استازو هغه د شنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) نيولى او نامعلوم ځاى ته يې وړى دى.
د ښاغلي نوري ورور ولي محمد نوري زیاته کړه، چې ورور یې د پروان د ملي تلویزیون خبریال او نطاق دی.
هغه زياته کړه، چې ندا محمد نوري د شنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) له جبل السراج څخه له خپلې کورنۍ سره چاريکار ته خپل کور ته تللی او وروسته له هغه طالبانو ونیوه، چې له کور څخه دندې ته روان و.
عیني شاهدانو ویلي، چې طالب استازو د خبریال پر سر توره کڅوړه واغوستله او هغه یې له ځان سره بوتلو.
د ښاغلي نوري ورور زياته کړه، چې د هغه له حالت څخه خبر نه دى او کورنۍ يې له پرون راهيسې د هغه د موندلو هڅې کوي؛ خو لا هم نه پوهېږي، چې ندا محمد نوري چېرته وړل شوى دى.
ولي محمد نوري وويل: «ټول د هغه د موندلو په لټه کې دي، چې پوه شي هغه چېرته او ولې نيول شوى دى. ټول پرېشانه دي؛ خو لا هم د هغه کومه نښه نه ده موندل شوې.»
ملي ټلویزیون یوه دولتي اداره ده، چې اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي.

په افغانستان کې د کار د نړۍوال سازمان عمومي همغږي کوونکي د کارګر د روغتیا او خوندیتوب د نړۍوالې ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د ښځو او سړو لپاره د مساوي کاري فرصتونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
رامین بهزاد وویل، چې په افغانستان کې د کارګرانو د بنسټیزو حقونو او اصولو د ټینګښت ملاتړ کوي.
د کار نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غوايي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کارګر او د روغتیا د خوندیتوب نړۍوالې ورځې په مناسبت د یو کنفرانس جوړېدو خبر ورکړی.
دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ليکلي، چې دغه ډله په افغانستان کې د کارګرانو له حقونو څخه ملاتړ کوي او په هېواد کې د خوندي کاري چاپېريال، د کار د ملاتړ او په هېواد کې د بې کارۍ د کمولو لپاره هڅې کوي.
په دې مراسمو کې يو افغان کارګر نورالدين فاروقي په افغانستان کې د کارګرانو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه وښوده او زياته یې کړه: « موږ له چارواکو څخه غواړو، چې ژر تر ژره د کار په ټولو سکتورونو کې، خصوصي او عامه دواړو کې عادلانه قوانين پلي کړي.»
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازې فریبا نور په افغانستان کې د کارګر ځواک په پاملرنې او ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: « له هر ډول سرغړونکو سره باید قانوني چلند وشي او حساب ورکول باید پلی شي.»
طالب ډلې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او په دې اړه یې کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو ته هم پام نه دی کړی.
د کار د له منځه وړولو سره د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخ دی.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته بهرنیو دولتونو پراختیايي مرستې بندې کړې.
د کار د نړۍوال سازمان د راپورونو له مخې؛ د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ښځو د کار کچه هم ۲۵ سلنه کمه شوې ده.

له تېرو څو ورځو راپه دې خوا د بدخشان په دوو ولسوالیو کې ځایي خلک د طالبانو پر ضد را پاڅېدلي او د دغه ولایت څخه یې د طالبانو د نورو ولایتونو د مسوولینو د وتلو غوښتنه کړې ده.
طالبان وایي، چې مظاهرې د کوکنارو د له منځه وړلو په بهانه پیل شوي؛ خو بیا ځینې خلک دغه مظاهرو ته د طالبانو پر ضد د پاڅون بڼه ورکوي؛ ځکه پاڅون کوونکي وایي، چې طالبان د دوی کورونو ته ور ننوتلي او بې عزتي یې کړې ده.

د دا ډول مظاهرو اغېز به د طالبانو په واکمنې څه وي؟
لومړی:
دا ډول مظاهرې د طالبانو په صفونو کې درز رامنځته کوي؛ قومي، ژبني او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل کیږي او دا فکر لا پیاوړی کیږي، د حاکمو افراطي طالبانو اعتبار په محلي طالبانو کې کمیږي.
که څه هم محلي طالبان په خپلو سیمو کې د ولسونو د محدودو کسانو د حمایت څخه برخورداره دي؛ خو که محلي طالبان د زور او تشدد څخه کار اخلي؛ نو بیا د دوی نفوذ په خپلو سیمو کې نور هم کمیږي.
کله چې په جنګې ډلو کې د محلي قوماندانانو جنګي نفوذ کمیږي؛ نو د هغوی رول په تصمیم ګیرۍ کې هم کمیږي.
دا چې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین د بدخشان د ولایت اوسېدونکی دی، د هغه لپاره به دا ستونزمنه وي، چې د طالبانو او خلکو ترمنځ متوسطه پرېکړه وکړی شي.
که د نورو ولایتونو طالبانو ته ووایي، چې د بدخشان څخه دې ووځي؛ نو دا ډول پرېکړه حتما د ده او د حاکمو افراطي طالبانو د رهبرۍ تر منځ اختلاف د نظر او د قدرت په سر لانجه رامنځته کوي.
که د بدخشان په خلکو فشار راولي نو خامخا به د ده رول او حمایت د بدخشان د ولسونو په منځ کې له منځه ځي.
د یادونې وړ ده، چې له څو لسیزو را په دې خوا د بدخشان او هم د نورو سیمو ولسونه همېشه په بېلابېلو ډلو، تنظیمونو، حزبونو، افکارو او مافیایي ګروپونو وېشل شوي و.
د جهاد په وخت کې په بدخشان کې اسلامي حزب او د جمعیت تر منځ رقابت جدي و او د سیمې خلک سره تقسیم شوي وو.
دویم:
بله مساله چې مهمه ده، د کوکنارو پر سر لانجه ژورې رېښې لري.
د مخدره موادو او د معدنونو قاچاق او د ګټو لاسته راوړلو رقابتونه هم په بدخشان او جنوبي ولایتونو کې نوې خبره نه ده.
دا ډول ستونزې په هلمند، کندهار، ننګرهار، ارزګان، فراه او نورو سیمو کې هم وې. د جمهوریت په وخت د خلکو انزجار د محلي واکمونو پر وړاندې د کوکنارو د له منځه وړلو څخه پیل شو.
په هلمند کې والي د خپل خیل پلویانو ته ویل، چې کوکنار وکرئ او په مقابل کې یې د نورو خیلونو او د خپلو سیاسي مخالفو کسانو د ځمکو کوکنار چپه کول، چې همدا علت و، چې په ۲۰۰۶زکال کې د هلمند ولسونو د حاکمو محلي چارواکو پر ضد پراخه پاڅون وکړ او د طالبانو سره یو ځای شول.
دا ستونزې اوس هم په هلمند کې شته او خلک د طالبانو د واکمنې څخه په تنګ راغلي دي. په ننګرهار کې هم د کوکنارو د پیسو په وېش باندې د ننګرهار د محلي چارواکو تر منځ ژور اختلافونه په ۲۰۰۲زکال کې رامنځته شول.
د بدخشان سیمه او همدا شان د کندوز او تخار سیمې مرکزي اسیا ته د مخدره موادو د قاچاق مهمې لارې دي او هر زورواکی او حاکمه ډله غواړي، چې د دغه لارې کنترول په خپل لاس کې ولري.
دا بحث نور هم څېړل غواړي چې دلته یې زیات تفصیل امکان نه لري.
درییم:
درېیمه مساله چې زیاته مهمه ده، وایي؛ به تنګ امد به جنګ امد.
طالبان او د هغوی محلي چارواکي د ولس په خوښه نه دي واکمن شوي، قانون وجود نه لري، خپلو افرادو ته چې په واضحو جنایتونو کې نیول شوي سزا نه ورکوي، فقر ورځې تر بلې زیاتیږي؛ نو خلک مجبوره دي، چې خپل اواز اوچت کړي او حتا د طالبانو پر ضد پاڅونونو او جنګ ته دوام ورکړي.
د طالبانو کړنې په ټولو ولایتونو کې او په خاصه توګه د ښځو پر وړاندې چې کوم راپورونه خپریږي، بوګنونکي دي، چې طالبانو اسلامي، افغاني او انساني ټول ارزښتونه د پښو لاندې کړي دي او هغه غیر اخلاقي چلند چې د ښځو سره دوی کوي، د هېڅ یو افغان او مسلمان لپاره د منلو وړ نه دی.
دا حالات نور هم خرابیږي او لکه په کراتو مو چې ویلې دي، د راتلونکو جنګونو چې زیاتره به نیابتي جګړې هم وي، مسوولیت یې د طالبانو پر غاړه دی.
طالبانو لکه؛ د پخوانیو مجاهدینو او حکومتونو د نیمګړتیاوې څخه عبرت نه دی اخستی او دا ځل به له تېر څخه طالبان د ډېر بدتر حالت سره مخامخ کیږي.
که څه هم د طالب ټوپکمارو پر ضد دا لومړۍ پاڅون نه دی او نه به وروستی شي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ولسونه په تنګ راغلي او د طالبانو د ظلمونو پر ضد یې خپل اوازونه مخکې هم اوچت کړي دي.
دا حرکتونه؛ په تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، فاریاب، ننګرهار، خوست، پکتیا، روزګان، کندهار، هرات او نورو سیمو کې هم په لویه او وړه کچه تر سره شوي دي.
که بهانه هر څه وي؛ خو دا ډول مظاهرې د دې څرګندوینه کوي، چې د طالب د حاکمیت څخه خلک په تنګ راغلي دي.
ځینې به دا هم ووایي، چې شاید طالبانو ځنیو چارواکو به دا نمایشي بحران جوړ کړی وي او کېدی شي، چې مدیریت یې وکړی شي؛ خو که دا نمایشي بحران وي او یا اساسي خو واقعیتونه دا پورته مسایل دي او دا ډول کړنې خلکو ته نور هم جرئت ورکوي، چې په بېلابېلو سیمو کې خلک د طالبانو په ضد راپاڅیږي؛ ځکه د طالبانو د شر څخه د خلاصون همدا بهتره لار ده په دې شرط چې قومي، سمتي او ژبني رنګ ورنه کړی شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزير په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفتر (یوناما) څخه غوښتي، چې د بدخشان ولس د خونديتوب لپاره دې بېړني اقدامات وکړي.
حنيف اتمر د بدخشاني ولس سره د «طالبانو ناسم چلند غندلی او دا یې د هغوی سره ظلم» بللی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د بدخشان د ارګو او درایم ولسواليو له خلکو سره د طالبانو وروستي چلند ته په اشارې ليکلي، چې نړۍواله ټولنه دا هره پېښه په ډېر دقت او د يوې اندېښنې په توګه څاري.
نوموړي دا د طالبانو مسووليت بللی، چې باید د دې هر څه مخه ونيسي.
اتمر زياتوي: « د بدخشان له ولس سره هر ډول ناوړه چلند او تاوتریخوالی د افغانستان پر ټولو ولسونو ظلم او دا د غندنې او اعتراض وړ دی. اوسنی حاکمیت مکلف دی، چې د دغو ظلمونو مخه ونیسي او د ملت حقونو او ارادې ته درناوی وکړي.»
نوموړي د بدخشان د خلکو د خونديتوب په برخه کې د نړۍوالې ټولنې او یوناما څخه تمه کړې او ليکلي يې دي: « زموږ تمه دا ده، چې د نړۍوالې ټولنې د بشري حقونو او عدلي بنسټونه په ځانګړي ډول یوناما د خپل نړۍوال ماموریت سره سم په بدخشان کې زموږ د ولس د خوندیتوب لپاره بېړنيو اقداماتو ته لاس پکار شي.»
د تېري جمعې په ورځ د بدخشان د درایم ولسوالۍ کې اعتراض کوونکي وویل، طالبان د دې ولسوالۍ خلک کوڅه په کوڅه او کور په کور ځوروي.
د لاریونوالو له ډلې یوه یې مظاهرې ته په ونیا کې وویل، حتا د ښځو حرمت تر پښو لاندې شوی او طالبان د خلکو «عزت، دین او محرمیت» تر پښو لاندې کوي.
دغه لاريون کوونکي طالبان تورنوي، چې د خلکو د کورونو ديوالونه يې نړولي او پر خلکو ظلم کوي.
پرون شنبه بيا د طالبانو د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وویل، چې د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د دوی ځواکونو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې، چې خلک د ځینو کسانو په هڅونه د دوی پر وړاندې ودریدل.

د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې د سرېلانکا الف لوبډلې څخه څلورمه یو ورځنۍ لوبه په څلورو وېکټو وګټله. افغان ابدالیانو لوبډلې د درې پرله پسې ماتې خوړلو وروسته وکولای شول، چې د «ریاض حسن» د۱۰۶ منډو په جوړېدو بریا خپله کړي.
د افغانستان او سرېلانکا الف لوبډلو ترمنځ د نن یکشنبې د ورځي د څلورمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټل او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې هدف وټاکه.
سرېلانکايي لوبغاړو نشیان مدوشکا په ۱۲۷ توپونو ۱۱۵ او سونال دینوشا په ۷۸ توپونو ۷۸ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.
په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمېع او قېس احمد هره یو درې - درې سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.
د افغان ابدالیانو د لوبډلې په توپوهنه کې رياض حسن په ۱۲۸ توپونو ۱۰۶، زبيد اکبري په ۸۳ توپونو ۶۸ او ننګيال خروټي په ۲۹ توپونو ۴۰ مندي جوړي کړې او دغه هدف يې په ۴۹.۴ اور کې پوره کړ.
دا لوبه د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه.
د دې يو ورځنيو سياليو وروستۍ راتلونکې لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.