• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنيف اتمر: یوناما باید د بدخشان د ولسونو د خوندیتوب لپاره بېړنۍ اقدام وکړي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزير په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفتر (یوناما) څخه غوښتي، چې د بدخشان ولس د خونديتوب لپاره دې بېړني اقدامات وکړي.

حنيف اتمر د بدخشاني ولس سره د «طالبانو ناسم چلند غندلی او دا یې د هغوی سره ظلم» بللی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د بدخشان د ارګو او درایم ولسواليو له خلکو سره د طالبانو وروستي چلند ته په اشارې ليکلي، چې نړۍواله ټولنه دا هره پېښه په ډېر دقت او د يوې اندېښنې په توګه څاري.

نوموړي دا د طالبانو مسووليت بللی، چې باید د دې هر څه مخه ونيسي.

اتمر زياتوي: « د بدخشان له ولس سره هر ډول ناوړه چلند او تاوتریخوالی د افغانستان پر ټولو ولسونو ظلم او دا د غندنې او اعتراض وړ دی. اوسنی حاکمیت مکلف دی، چې د دغو ظلمونو مخه ونیسي او د ملت حقونو او ارادې ته درناوی وکړي.»

نوموړي د بدخشان د خلکو د خونديتوب په برخه کې د نړۍوالې ټولنې او یوناما څخه تمه کړې او ليکلي يې دي: « زموږ تمه دا ده، چې د نړۍوالې ټولنې د بشري حقونو او عدلي بنسټونه په ځانګړي ډول یوناما د خپل نړۍوال ماموریت سره سم په بدخشان کې زموږ د ولس د خوندیتوب لپاره بېړنيو اقداماتو ته لاس پکار شي.»

د تېري جمعې په ورځ د بدخشان د درایم ولسوالۍ کې اعتراض کوونکي وویل، طالبان د دې ولسوالۍ خلک کوڅه په کوڅه او کور په کور ځوروي.

د لاریونوالو له ډلې یوه یې مظاهرې ته په ونیا کې وویل، حتا د ښځو حرمت تر پښو لاندې شوی او طالبان د خلکو «عزت، دین او محرمیت» تر پښو لاندې کوي.

دغه لاريون کوونکي طالبان تورنوي، چې د خلکو د کورونو ديوالونه يې نړولي او پر خلکو ظلم کوي.

پرون شنبه بيا د طالبانو د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وویل، چې د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د دوی ځواکونو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې، چې خلک د ځینو کسانو په هڅونه د دوی پر وړاندې ودریدل.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې سرېلانکا ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې د سرېلانکا الف لوبډلې څخه څلورمه یو ورځنۍ لوبه په څلورو وېکټو وګټله. افغان ابدالیانو لوبډلې د درې پرله پسې ماتې خوړلو وروسته وکولای شول، چې د «ریاض حسن» د۱۰۶ منډو په جوړېدو بریا خپله کړي.

د افغانستان او سرېلانکا الف لوبډلو ترمنځ د نن یکشنبې د ورځي د څلورمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټل او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې هدف وټاکه.

سرېلانکايي لوبغاړو نشیان مدوشکا په ۱۲۷ توپونو ۱۱۵ او سونال دینوشا په ۷۸ توپونو ۷۸ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمېع او قېس احمد هره یو درې - درې سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د افغان ابدالیانو د لوبډلې په توپوهنه کې رياض حسن په ۱۲۸ توپونو ۱۰۶، زبيد اکبري په ۸۳ توپونو ۶۸ او ننګيال خروټي په ۲۹ توپونو ۴۰ مندي جوړي کړې او دغه هدف يې په ۴۹.۴ اور کې پوره کړ.

دا لوبه د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه.

د دې يو ورځنيو سياليو وروستۍ راتلونکې لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

جمهوري غوښتونکي:د بدخشان له خلکو سره د طالبانو برخورد تېری دی او باید قومي رنګ ورنه کړل شي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو له خوا له ځايي خلکو سره د هغوی د ارزښتونو خلاف چلند کیږي او دغې مسالې ته باید قومي رنګ ورنه کړل شي.

د دغه خوځښت په خبره، چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د خلکو له ملي او سیمه ییزو ارزښتونو خلاف چلند کړی دی او هڅه کوي، چې خلک لا تر شکنجې لاندې ونیسي.

یاد سیاسي خوځښت په بدخشان کې د طالبانو دغه رویه غندلې او له یوناما څخه یې غوښتي، چې په دا ډول موضوعاتو کې بې تفاوته پاتې نه شي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویلي، چې د طالبانو په ګډون یو شمېر ډلې هڅه کوي، چې د بدخشان مسالې ته قومي رنګ ورکړي؛ خو په حقیقت کې طالبان په لوی لاس له خلکو سره خشن برخورد کوي او دا چاره قومي اړخ نه لري.

د بدخشان د درایم ولسوالۍ اعتراض کوونکي وايي، طالبان د دې ولسوالۍ خلک کوڅه په کوڅه او کور په کور ځوروي.

د لاریونوالو له ډلې یوه یې نن مظاهرې ته په ونیا کې وویل، چې حتا د ښځو حرمت تر پښو لاندې شوی او طالبان د خلکو "عزت، دین او محرمیت" تر پښو لاندې کوي.

دغه لاريون کوونکي طالبان تورنوي، چې د خلکو د کورونو ديوالونه يې نړولي او پر خلکو ظلم کوي.

د جمعې په ورځ د غويي په ۱۴مه د بدخشان د درایم ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پراخ لاریون وکړ.

زرغون بهير: طالبانو په کندهار او هلمند کې څو برابره زیات سرتېري ځای پر ځای کړي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

زرغون بهير وايي، چې طالبانو د دې ډلې پر مشر د احتمالي بريد د وېرې له امله په کندهار او هلمند کې د نورو ولايتونو په پرتله څلور برابره زیات سرتېري ګومارلي دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ په کندهار کې د طالب سرتېرو شمېر ۲۲ زره ۵۰۰ او په هلمند کې ١٦ زره کسانو ته رسیږي.

زرغون بهير چې د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي د یکشنبې په ورځ د (غوايي ١٦مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې طالبانو دغه ځواکونه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د ځانګړو امنیتي ځواکونو او همدارنګه د هغه جلا «قومي او شخصي» واحدونو ترڅنګ ځای پر ځای کړي دي.

د زرغون بهیر له نظره په کندهار او هلمند کې د طالب ولسوالو د دې شمېرې ګومارل ښايي د طالبانو د مشر د «ناامنۍ د احساس» له امله وي.

کندهار د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د استوګنې ځای او د دغې ډلې د قدرت اصلي مرکز دی.

زرغون بهير په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د افغانستان ۷۰ سلنه عاید په څلورو څانګو دفاع وزارت، کورنیو چارو، د طالبانو د استخباراتو ریاست او د هبت الله اخوندزاده په دفتر لګول کېږي.

د دغه سازمان په وینا؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کلنۍ بودیجه ۷۸ میلیارده افغانۍ ده، چې د طالبانو د عمومي بودیجې ۳۱ سلنه جوړوي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ له دې جملې څخه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت شاوخوا ۲۰ سلنه بودیجه یوازې په هلمند او کندهار ولایتونو کې لګول کېږي، چې د مرکزي سیمې د پنځو ولایتونو د لګښتونو په پرتله ډېره ده.

د دې بنسټ په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۲۲۰ زره کارکوونکو نیمايي یې افسران دي.

زرغون بهير زیاته کړه، چې په دې وزارت کې د هر پولیس سرتېري لپاره یو افسر ګومارل شوی دی.

د همدې سازمان په خبره، چې طالبانو د سراج الدین حقاني په امر د کورنیو چارو په وزارت کې د افسرانو په ګومارلو سره خپلو ملېشو ته د کار او عاید زمینه برابره کړې ده.

ایراني چارواکي: له افغانستان سره د ایران پر ټولو ختیځو پولو اغزن تار نه لګول کېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

یوه ایراني قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د ایران پر ټولو پولو اغزن تار نه لګوي. نوموړی وایي، چې ایران به یوازې زیانمنونکي نقطې بندې کړي.

د ایران پوځ اعلان کړی، چې د څلور متره کانکریټي دېوال، اغزن تار او کټارو په مرسته به د پولې د تړلو پلان په درېیو کلونو کې عملي شي.

د ایران د محصلینو خبري اژانس اېسنا د راپور له مخې؛ سردار قاسم رضايي د یکشنبې په ورځ (د غويي۱۶مه) د ختیځو پولو د بندولو د پلان په اړه وویل: "د ځینو شمال لویدیځو او ختیځو پولو له خوا ګواښونه موجود دي، چې موږ ورسره مقابله کوو."

هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو قاچاق، د انسان قاچاق او ان د ترهګرو نفوذ د دې پولو له لارې کېږي، نو له همدې امله پریکړه شوې، چې دا سرحدونه به بند کړي ترڅو کنټرول او اداره شي.

د ایران د قانون د پلې کولو دغه چارواکي وویل، چې له افغانستان سره د ختیځو پولو د بندولو پلان د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قوماندانۍ د ادارې له خوا د پوله ساتو د کارپوهانو له نظرونو او د حکومت له خوا په پام کې نیول شوې بودیجې څخه په استفادې سره عملي کیږي.

ښاغلي رضايي زیاته کړه؛ دا یوه پروژه ده، چې پوځ یې د مناسبې تخنیکي پوهې په لرلو سره د عملي کولو لپاره په لاره اچولې ده او د دې دېوالونو په جوړولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د انجنیرۍ له تاسیساتو څخه کار اخیستل کېږي.

څه موده وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، چې هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو ډېر قاچاقي توکي ایران ته واردېږي.

طالبان: فراه او سرپل کې د سېلابونو د راوتلو له امله درې تنه مړه شوي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱

په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر د غويي په ١٦مه اعلان وکړ، چې د صياد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه تنه مړه شوي دي. په ورته وخت کې د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د یوه تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په سرپل کې د طالبانو د والي وياند حبيب الله مسرور وايي؛ دغه دوه کسان تېره ورځ د صياد ولسوالۍ د "قاق افضل" او "خواجه يګانه" په کليو کې وژل شوي دي.

طالب چارواكي وايي، چې د شنبې د ورځې سېلابونو سلګونه جريبه كرنيزې ځمكې، پلونه، پلچكونه، د استوګنې كورونه او هغه سړكونه ويجاړ كړي، چې د صياد ولسوالۍ له مركز سره نښلوي.

بل خوا، په فراه کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسرایل سیار د دې ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله ۲۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه طالب چارواکی وايي، په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

که څه هم په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه کره شمېره نشته او په بیلا بیلو سیمو کې د سېلابونو له امله د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.