طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو ۱۵ تنه نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غلا، وسلو ناقانونه ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غلا، وسلو ناقانونه ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مفتي عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې کسانو څخه په سمنګان ولایت کې ۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو، په جوزجان کې درې غله او یو نامسووله وسله وال، په سرپل کې یو تن د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو، هرات او سرپل کې نیول شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړې: «ورته مهال د غزني امنیه قوماندانۍ منسوبینو شپږ غله نیولي او شپږ میله وسله یې ددغه ولایت په مربوطاتو کې موندلې او ضبط کړې ده.»
که څه هم د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د غلا په تور د نیونو لړۍ چټکه شوې؛ خو لا هم د غلا قضیې نه دي کمې شوي.
د چارو یو شمېر شننونکي بیا وايي، چې په افغانستان کې روان غربت او بې کاري د دې لامل شوې، چې غله زیات او د غلا پېښې بې شمېره شي.


د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) د کرمان په زندان کې یو ۴۰ کلن افغان بندي اعدام شوی دی. دغه سازمان وايي، چې د نوموړي د وژنې امر د هغه د کورنۍ له خبرولو او ملاقات پرته ترسره شوی دی.
دغه سازمان د چهار شنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ليکلي: «یو افغان زنداني، چې مخکې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و؛ د کرمان په زندان کې د هغه له کورنۍ سره د معلوماتو له شریکولو او وروستۍ لېدنې پرته اعدام شوی»
د بشري حقونو حال وش سازمان په اعلاميه کې ليکلي، چې نوموړى شاوخوا څلوېښت کلن و، واده يې کړى او پنځه اولادونه يې درلودل، چې تر بندي کېدو مخکې په سمنان کې اوسېده.
د بشري حقونو دا سازمان د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دغه افغان تبعه په ۱۳۹۹ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و او د سیمنان انقلابي محکمې په اعدام محکوم کړ.
د دغه سازمان په وینا؛ د دغه زنداني د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار ترسره شوی دی.
سازمان د چهارشنبې په ورځ د کرمان په زندان کې د نشه يي توکو په تور د دوو بلوڅ بندیانو د اعدامولو خبر هم ورکړی دی.
د ایران د قوانینو له مخې؛ د محکمې د اعدام له حکم وروسته د اعدام قضایه قوه مکلفه ده، چې مدافع وکیل ته له اعدام څخه ۴۸ ساعته مخکې خبر ورکړي او محکوم هم کولای شي، چې د سزا تر عملي کېدو څخه مخکې له کورنۍ سره د ملاقات غوښتنه وکړي.
تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي او دا هم نه ده معلومه، چې دغه افغان بندي مدافع وکيل ته لاس رسی درلود او که نه؟
د همدې غوايي میاشتې په لومړۍ نېټه حال وش د مشهد په وکیل اباد زندان کې د څلورو افغان ځوانانو د اعدامولو خبر هم ورکړی و.

ايرني رسنيو ویلي؛ هغه افغانه خپل ملګري وژلې ده، چې څلور مياشتې وړاندې يې په تهران کې په وينو لړلی مړی موندل شوی و. پوليس یو ۱۰ کلن ماشوم، چې ويل کيږي دماغي ستونزه لري په قتل تورنوي. رسنیو ليکلي؛ دغو دوو ماشومانو د موبايل پر سر جنجال کړی و.
د همدې خبر اصلي منبع «د تهران همشهري ورځپانې» د وژونکي هویت ته اشاره نه ده کړې، یوازې وژل شوې ماشومه یې افغانه بللې ده.
خو ځينو رنورو سنيو لکه تسنيم خبري اژانس او د ځوانو ژورناليستانو کلب د همدې ورځپاڼې له قوله ليکلي، چې د يوې ۱۰ کلنې نجلۍ قاتل افغان دی.
همشهري ورځپاڼې لیکلي دي، چې د تېر ډسمبر په یوولسمه یوه افغان له پولیسو سره اړیکه ونیوله او د خپلې لس کلنې لور د ورکېدو خبر یې ورکړ.
دغه ځوان ویلي وو، لور يې د لوبو لپاره بهر ته تللې وه او بېرته نه ده راغلې.
څو ساعته وروسته د تهران په مسعودیه غونډۍ کې ځينو ماشومانو د لوبو پر مهال د يو ماشوم په وينو لړلۍ جسد وموند.
پوليس وايي دغه نجلۍ « د چاقو د ګوزارونو له امله وژل شوې ده»
د ګاونډي ماشوم، چې د وژل شوي ماشومې د لوبو ملګری و، د هغه په وژلو اعتراف وکړ او ويلي يې دي، چې د یوه پلان له مخي یې په يوه بهانه دغه ماشومه مسعودیه غونډۍ ته بوولې او بيا يې وژلی دی.
رسنیو د پولیسو له قوله لیکلي دي، چې په قتل د تورن ماشوم دماغي او روحي حالت سم نه دی او د هغه په موبايل کې خونړۍ او د تاوتریخوالي صحنې پيدا شوې دي.

د انګور اډې پرلتوال وایي یوه ۱۵ کسیزه کمیټه یې جوړې کړې، چې د پښتونخوا له صوبايي حکومت سره د ستونزو د هوارۍ لپاره خبرې وکړي. د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له اوو میاشتو راهیسې پرلت کړی دی.
دوی وایي، چې سرطاني او د نورو بیړنیو ناروغیو ناروغان باید له دې لارې په شناختي کارډونو سفر وکړي.
پرلتوال زیاتوي؛ د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته روان وي چې یاد ۱۵ کسیزه پلاوی مثبت ځواب ترلاسه نه کړي.
د انګور اډې یو پرلتوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر محمد رسول له پښتنو مشرانو او چارواکو غواړي چې د دې جرګې یا کمېټې ملاتړ وکړي او زیاتوي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي، پرلت به جاري وي.
نوموړی د پاکستان پر حکومت هم غږ کوي، چې د دوی پروړاندې خپله پالیسي بدله کړي او ور سره مذاکرات وکړي.
د سویلي وزیرستان په انګور اډه کې اعتراضونه تر هغه وروسته پیل شول، چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کېدو وروسته د انګور اډې او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړې.
د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په لومړیو ورځو کې د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې، چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کېدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له بندخونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.
تر انګور اډې څو ورځې مخکې په چمن کې هم ځايي خلکو ورته پرلت پیل کړی او د سپین بولدکـ - چمن ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ مخالف دي، خو لا یې هم حکومت غږ نه دی اورېدلی.
د چمن پرلتوالو تېره جمعه د پاکستان ملېشه ځواک د دوی خېمو ته په اور اچولو او د څلورو پرلتوالو په وژلو او ۲۲ نورو په ټپي کولو تورن کړ.
دوی وویل، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ورته چارو سره سره به خپل پرلت جاري ساتي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د بدخشان مرکز فیض اباد کې د دې ډلې د ځواکونو پر کاروان چاودنه کې درې «پولیس» وژل شوي او پنځه ټپیان دي. خو د بدخشان په ولایتي روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دې چاودنې شپږ مړي او ۱۴ ټپیان ور وړل شوي دي.
عبدالمتین قانع وايي، چاودنه په موټر سیکل کې د باروتو له امله شوې ده او په تړاو یې پلټنې روانې دي.
دا جاودنه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو ضد معینیت پر ځواکونو شوې ده، چې د کوکنار د کرکیلې پرضد هڅې کوي.
په بدخشان کې وروستۍ چاودنه په داسې مهال ده چې تېره جمعه د دغه ولایت په درایم او بیا ارګو ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پرضد مظاهرې وکړې.
طالبان وايي، دا مظاهرې په سیمه کې د کوکنارو د له منځه وړلو له کمپاین سره په مخالفت کې شوې دي، خو ځايي خلک دا ډله د خلکو د شخصي حریم په تر پښو لاندې کولو تورنوي.

د بدخشان د درایم ولسوالۍ اوسېدونکو تېره جمعه د طالبانو پر ضد پراخ لاریون وکړ او طالبان یې تورن کړل چې د خلکو د «کورونو ديوالونه يې نړولي او پرې ظلم» کوي. د لاریونوالو له ډلې یوه ویل، چې طالبانو حتا د ښځو حرمت تر پښو لاندې کړی او د خلکو « دین، عزت او شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.»
د بدخشان ځايي طالب مسوولانو بیا ویلي چې، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې، د دوی ځواکونو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې چې خلک د ځینو کسانو په هڅونه د دوی په وړاندې ودریدل. طالبان دا هم مني جې له دوی په اخ و ډب کې یو کس ووژل شو، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه کس څنګه او چا وواژه.
تر هغه وروسته د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ خلکو هم د طالبانو په وړاندې لاریون وکړ او ويل یې چې طالبان یې په شخصي ژوند او حریم تیری کوي او هغه طالبان چې د دغو سیمو اوسېدونکي نه دي له دغه ځایه دې ولاړ شي، طالبانو هم د مظاهره چیانو ځپلوکې تاوتریخوالي ته لاس کړ او په دې ولسوالۍ کې هم یو لاریونوال ووژل شو.
طالبانو د دغو دواړو ولسوالیو یې یو شمېر کسان په دې تور نیولي چې خلک دوی لاریونونو ته هڅول، خو له کابله یې د ستونزې د حل لپاره یو پلاوی هم سیمې ته ولیږه.
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت چې خپله د بدخشان اوسېدونکی دی لاریون والو ته په پيل کې ګواښ وکړ چې که لاریونونه وغځوي نور ډیر ځواکونه به سیمې ته ورولیږي او دوی به وځپي خو وروسته یې زیامنو کورنیو ته د پیسو ورکړې وړاندیز وکړ چې خلکو یې نه پلاوی منلی او نه یې پیسې ترې اخیستې.
د پخواني جمهوري حکومت یو شمېر چارواکو او ځینو څېرو چې هغه مهال یې د بدخشان د کانونو په قاچاق کې لاس درلود دغو پېښو ته راز راز غبرګونونه وښودل.
امرالله صالح، حنیف اتمر، معصوم ستانکزي، رحمت الله نبیل، عمر داودزي، فوزیه کوفي، لطیف پدارم او داسې نورو غبرګونونه ښودلي او له طالبان یې غوښتې چې د خلکو غږ ته په وسله ځواب ورنکړي. او ځینو هغو بیا دا له طالبانو د سیمې د خلکو د ازادۍ هڅې بللې دي.
که څه هم ځینو ګړیو دې پېښې ته قومي رنګ ورکړی، خو د جمهوريت غوښتونکو یوه سیاسي بنسټ بیا د طالبانو دغه کار قومي او ژبنی نه بلکې دا یې د طالبانو «د ظلم او استبداد» یوه بېلګه بللې چې دا مهال په ټول افغانستان کې خلک ور سره مخ دي.
د طالبانو یوه ازبک توکمه قوماندان صلاح الدین ایوبي د ۱۴۰۲ په زمري میاشت کې له بي بي سي فارسي سره په یوه مرکه ویلي و، چې د طالبانو په جنګیالیو کې له ۳۵ زرو تر ۴۰ زرو پورې ازبک جنګیالي موجود دي، چې د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو په ادارو کې په دندو دي.
دغه طالب قوماندان ویلي و، چې د پخواني حکومت د ړنګېدو پر مهال د شمالي ولایتونو په سقوط کې ازبک قوماندانانو او جنګیالیو مهم رول لوبولی چې د هغه په وينا؛ د فارياب او بدخشان په ګډون د دغو ولايتونو په نيولو کې کندهاري جنګیالیو پر ځای بنسټیز رول د سیمې وسله والو طالبانو و.
بدخشان کې بهرني وسلوال
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور له مخې؛ په افغانستان کې یو ځل بیا د داعش په ګډون یو شمېر ترهګرو ډلو په ښکاره توګه فعالیت پیل کړی چې د داعش وسلوالو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له شپږو زرو څخه اوړي.
ځینو سرچینو په افغانستان کې د څه باندې ۲۰ بهرنیو ترهګرو ډلو فعالیت په ګوته کوي؛ خو په دغه هېواد کې د فعالو بهرنیو ترهګرو ډلو شمېر ۱۴ ته رسېږي.
په بدخشان کې د القاعده او له هغوی سره تړلې (AQIS)، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، د تاجکستان انصارالله، د تاجکستان اسلامي تحریک، د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP) او ځينې وړې ډلې فعالې دي.
په ۲۰۰۱م کال کې چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ، ټولې هغه بهرنۍ وسلوالې ډلې چې په افغانستان کې موجودې وې قبایلي سیمو ته وکوچېدې چې په دوی کې یوه برخه ازبک او تاجک طالبان وو چې له القاعدې او ایغوریانو سره په وزیرستان کې نږدې پاتې شول او له دوی یې د جګړې او ترهکرۍ په برخه کې نوې تاکتیکونه زده کړل.
د بدخشان په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان د افغانستان په طبیعي زېرمو کې تر نورو لوی کان دی، چې یوازې شاوخوا یونیم سل د کېندنې لارې لري. دغه کان د وردوج ولسوالۍ د طالبانو ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان په واک کې دی، چې مشري یې د طالبانو دوه ځواکمن غړي، د طالبانو دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین او مولوي امان الدین منصور کوي.
دغه لوړپوړي بدخشاني طالب قوماندانان د جمهوریت د پیل له څو کلونو راهیسې تر دې مهاله د دغو کانونو په نا قانونه کېندنو او قاچاق بوخت دي.
د بدخشان د لاجوردو کان د ناقانونه کیندنو قراردادونه د دغو دوو طالب مشرانو د نږدې کسانو لخواکیږي او پیسې یې د وسله والو ترڅنګ دغو مشرانو ته رسیږي.
د راغستان د سرو زرو کان:
یو بل لوی کان د بدخشاند سرو زرو دی، چې د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په وېکادور سیمه کې پروت دی. دغه کان د یوه بل لوړپوړي بدخشي مولوي نجیب الله بدخشاني په واک کې دی، چې هره میاشت په میلیونونو افغانۍ عواید ترې ترلاسه کوي.
مولوي نجیب الله بدخشانی د راغستان ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، چې سلګونه وسلوال یې پر دغه کان د واک لرلو لپاره ساتلي دي. د مولوي بدخشاني وسلوال پر دغه کان پراته دي، قرارداد یې د دوی په واک دی او په نامسلکي ډول یې استخراجوي.
د شیوهد سرو زرو کان:
دا کان هم د بدخشان د نورو کانونو په څېر لوی کان ګڼل کیږي او د دغه ولایت په شیوه ولسوالۍ کې پروت دی.
د سرو زرو دغه کان په بدخشان کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان نظام الدین په واک کې دی چې د ارغنجخواه ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی. د شیوې پر کان هم د دغه ځايي طالب قوماندان وسلوال کسان پراته دي، چې د کېندونو پر مهال یې څارنه او امنیت ساتي.
فارن پالیسي ورځپاڼې د ۱۴۰۳ په وري میاشت کې په یوه راپور ویلي چې دالقاعده شبکې د دویم ځل لپاره افغانستان ته په ستنېدو او د طالبانو په ملاتړ د تخار او بدخشان ولایتونو پر کانونو ولکه ټینګه کړې.
القاعدې د طالبانو تر څارنې لاندې د بدخشان او تخار د کانونو د کېندلو لپاره لسګونه کاریګر ګومارلي او له دغو کانونو څخه هره اوونۍ مېلیونونه ډالر ترلاسه کوي.
له لاسته راغلیو پېسو څخه ۲۵ سلنه یې د القاعده شبکې ونډه ښودل شوې، چې د حقاني شبکې او د هبت الله اخوند لخوا دغې ډلې ته ورکول کېږي.
په راپور کې راغلي: «د سرو زرو له کانونو هره میاشت طالبانو ته ۲۵ مېلیونه ډالر لاس ته ورځي، چې د دوی په رسمي بودجه کې د دغو پیسو نښې نه ښکاري او نېغ په نېغه د دغې ډلې د چارواکو جېبونو ته ځي.»
د تېر جمهوري حکومت پر مهال په بدخشان څه روان و؟
تېرو جمهوري حکومتونو له چینایي او ترکي کمپنیو سره د بدخشان د دوو سترو کانونو، د راغستان سرو زرو او په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کانونو د قراردادونو لاسلیکولو هڅې وکړې؛ خو د دغو سیمو امنیت ترینګلی و او هغو بهرنیو کمپنیو ونشوای کولای په قانوني او مسلکي ډول د دغو کانونو استخراج پیل وکړي.
په بدخشان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال ځینو ځايي حکومتي چارواکو، سیاسي څېرو، زورواکو او د ولسي جرګې ځینو استازو وسلوالې ډلې جوړې کړې وې؛ چې د کانونو سیمې ناامنه کړي او ناقانونه کېندنو او قاچاق ته لارې هوارې کړي او په دې ډول عواید لاسته راوړي.
داسې وخت هم راغی چې د دغو ناقانونه وسله والو ډلو تر منځ د کانونو پر سر اختلافات راغلل او د ولسي جرګې د وکیلانو، زورواکو او قاچاق برو له واکه ووتل چې د بدخشان په کانونو کې ناقانونه کېندنې روانې دي او حکومت دې عملیات پرې وکړي.
مخکني جمهوري حکومت په بدخشان کې څو ځله عملیات وکړل او ولسي پاڅون کوونکي وسلوال یې هم وګمارل؛ خو له سختو جګړو وروسته پر کانونو د واک هڅه یې ناکامه شوه او د تل لپاره د دغو ولسوالیو کانونه د بدخشي طالبانو په واک کې پاتې شول. او بدخشي طالبانو به د دغه ولایت د عشر او ذکات په نوم یوه اندازه پیسې د طالبانو پېښور او کوټې شوراګانو ته هم استولې.
بدخشي طالبانو د کانونو په عوایدو پرمختللې وسلې اخیستې او ځانونه یې په مجهزو او پرمختللو وسلو سمبال کړي ، چې اوس همد هغو وسلو او پیسو په زور په کانونو واک لري او د طالب مشرانو سترګه ترې سوځي.
د معلوماتو له مخې چین له خپلو اویغور مسلمانانو څخه په وېره کې دی او د دغې ډلې د څار او مهار لپاره له طالبانو او پاکستان سره نږدې اړیکې پالي. چې د تېرو دوه نیمو کلو په اوږدو کې چینايي استخباراتو او طالبانو په ګډه د کابل په ګډون په بلخ، بغلان، کندز او نورو سیمو کې د ایغوریانو د ځپلو عملیات وکړل او ډیر شمېر ایغوریان یې په بېلابېلو نومونو نیولي او وژلي دي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې چې د چین حکومت په سینکیانګ کې پر ځايي ایغور مسلمانانو مذهبي بندیزونه او فشارونه زیات کړل، یوه لویه برخه یې د سوکاله او په یوه اسلامي ټولنه کې دژوند کولو لپاره پاکستان او افغانستان ته وکوچېدل.
د چین اویغور مسلمانانو په پاکستان کې دیني زدکړې وکړې او یو لوی شمېر یې له چین د غچ اخیستو په هدف د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په نوم وسلوالې ډلې تر چتر لاندې راټول شول او ځینو هغو بیا له پاکستانیو او افغان نجونو سره ودونه وکړل.
او بله دا چې د چین بهرنۍ تګلارې ته په کتو، چین هڅه کوي چې په کراره خپل فقر ځپلي ګاونډي هیوادونه تر سینه لاندې کړي او د هغوی په زیرمو تر واک وروسته په سیمه او نړۍ کې د یوه ځواکمن هیواد په توګه راڅرګند شي.
چین په دې لټه کې هم دی چې له افغانستان سره د واخان لارې په پرانیستو سره په افغانستان کې د ډیریو کانونو قراردادونه واخلي او په دغه لنډه لاره یې خام مواد چین ته په ارزانه او اسانه لاره ولیږدوي.
د ۱۴۰۲ په چنګاښ میاشت کې د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي تر وژل کېدو او بیا هلته د امنیت تر خرابېدو وروسته طالب چارواکو له کابله د افغانستان د نورو ولایتونو یو شمېر طالبان بدخشان ته د امنیت د نیولو په موخه ولېږل چې په فیض اباد او نږدې ولسوالیو کې یې د پلټنې پوستې او چیک پوسټونه جوړ کړل، خو دغه کار بدخشاني طالب مشران په غوسه کړل او ان د بدخشي ځايي طالب وسلوالو او له کابله ورغلو طالبانو تر منځ نښتې وشوې چې کابل او کندهار کې یې طالب مشران له خپل دغه کاره پښېمانه کړل او ور استولي وسله وال یې بیرته کابل ته ور وغوښتل، دا ځکه چې د بدخشان د وسله والو شمېر ډیر دی او په ښو وسلو سمبال دي او دوی نه غواړي چې په بدخشان کې دې پر کانونو بل څوک راج او واک ولري.
کابل او کندهار کې طالب مشرانو د خپلو وسله والو د بېرته ورغوښتو دلیل دا وړاندې کړ، چې د دوی ور استولي وسلوال چې ډیری یې د افغانستان د سوېلي ولایتونو اوسیدونکي دي؛ په فارسي ژبه نه پوهېدل، نو له همدې امله یې له یوې میاشتې تېرولو وروسته له بدخشان څخه را و ایستل.
اصلي خبره دا ده چې اوس هم د نشه یي توکو، سرو زرو او لاجوردو جګړه او سیالۍ روانې دي او دغه کش مکشونه به د طالبانو په لیکو کې د لویو درزونو لامل شي، او لرې نه ده چې که دا ځل د کندهار طالبان په بدخشان کې بله داسې هڅه وکړي نو له بل سخت غبرګون سره به مخ شي.