کرن دېګر افغان ښځو ته: مونږ ستاسو د حقونو له دفاع لاس نه اخلو

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وایي، چې هیڅکله د افغان ښځو له دفاع لاس نه اخلي.
کرن ډېکر په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره یې د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او رینا امیري سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د کار کولو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې افغان ښځو ته په خطاب کې ویلي: «مونږ هیڅکله ستاسو د حقونو له دفاع څخه لاس نه اخلو.»
د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بیا خپل اېکس کې لیکلي، چې د هیواد دننه او بهر د افغان میرمنو او مدني ټولنې سره یې پر لومړیتوبونو خبرې کړې دي.
کرن ډېکر په ځلونو ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې مېرمنو ته د اساسي حقونو د بېرته ورکولو لپاره کار وکړي.
مېرمن دېګر مخکې هم د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د زدکړو دروازې بندې شوې او په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو کار منع شو.
په خصوصي موسسو او ادارو کې هم د ښځو کار کول محدود شوي دي.

نور خبرونه

رادیو