• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ځمکني پوځ مشر: له افغانستان سره ګډه پوله کې پوځ هر ډول ګواښ ته تیارسي دی

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د ایران د ځمکني پوځ مشر وايي، د دغه هېواد ځواکونه له افغانستان سره ګډه پوله کې هر ډول ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره تیارسي دي. برید جنرال کیومرث حیدري زیاته کړه، شمال ختیځ کې پوله او له افغانستان سره ټوله ګډه پوله د پوځ ځمکنیو ځواکونو ته سپارل شوې چې سرحدي ځواکونه یې هم ملتیا کوي.

د هغه په خبره، چې د ایران د پوځ په مشرۍ د ایران ټول ځمکني ځواکونه سل په سله هر ډول ګواښ سره مقابلې ته تیار او ټولو پولو کې مېشت دي.

ایران له تېر کال راهیسې له افغانستان او پاکستان سره د خپلې پولې د امنیت د لا ټینګښت لپاره د دېوال جوړولو پلان لري.

د ایران د ځمکني پوځ مشر کیومرث حیدري نن په مشهد کې غونډې ته په وینا کې دې دېوال ته په اشاره وویل، چې د دې پولې د بندولو لپاره یې د دېوال کار د ځمکني پوځ د یوې قرارګا په څارنه کار په پوره ځواک سره پیل کړی دی.

نوموړی باوري دی چې دا پوله به ژر او په لنډ وخت کې بنده شي، خو بیا هم وايي چې په مخ کې یې ستونزې او خنډونه شته.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: که نظام کې غلو ګډولو ته ټولګډونه وايي، نو اسلامي نظام یې د جوړولو مکلفیت نه لري

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزیر وايي، «که نظام کې د غلو ګډولو ته ټولګډونه وايي، اسلامي نظام یې د جوړولو مکلفیت نه لري.» خالد حنفي دا هم وايي، په جګړه کې د طالبانو په لیکو کې له ۷۰ تر ۸۰ زره کسان وو، خو اوس یې ټولو ادارو کې نږدې یو میلیونه کسان دندې لري، ځکه یې «نظام ټولګډونه دی.»

د طالبانو د امربالمعروف وزیر په پنجشېر کې ولسي غونډې ته په خبرو کې نن زیاته کړې، یو شمېر ډلې تبلیغ کوي چې د دوی حکومت ټولګډونه نه دی، نو د نوموړي په خبره دا یو میلیونه کسان له کومه شول؟

د نوموړي په وینا، د طالبانو د ادارې له نظره همدا ټولګډونه حکومت دی.
د حنفي په وینا: "که تاسو فکر کوی چې ټولګډونه حکومت په دې معنا دی چې د تېر حکومت مفسدې څېرې، غله، ظالم او هغو کسانو چې د قوم په نوم تجارت کاوه او اوس نشته پکې ځای ومومي، نو بیا اسلامي نظام د ټولګدونه حکومت د جوړولو مکلفیت نه لري."

پر طالبانو نیوکه دا ده چې د دوحې تړون کې یې د ټولګډونه حکومت د جوړولو ژمنه کړې، خو اوس یې حکومت یوازې له طالب پلوه کسانو جوړ دی.

نړیواله ټولنه وايي، د طالبانو حکومت کې د قومونو یا سیاسي جوړښت له مخې کوم توکم ګډون نه لري.

څه مهال مخکې ان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د طالبانو حکومت کې د قومیت له مخې ان پښتانه هم نشته او باید د پښتنو په ګډون ټولو توکمونو ته برخه ور کړي.
له دې سره، د طالبانو د امربالمعروف وزیر په پنجشېر ولایت کې یاد ولسي غونډې ته په خبرو کې له خلکو غوښتي: "په جرات سره د نظام د اصلاح په نیت نظر او مشورې ورکړئ."
محمد خالد حنفي په دغه غونډه کې ویلي، چې که په اسلامي نظام کې کوم چا پښه کږه کېښوده؛ "لومړی یې د اصلاح لپاره تاسو اعتراض وکړئ او بیا یې زه هم کوم."
نوموړي د پنجشیر ولایت خلکو ته په خبرو کې زیاته کړه، چې د اصلاح لپاره غږ پورته کولی شی، خو د تخریب لپاره نه.
ښاغلي حنفي ویلي، چې که په دغه ولایت کې د خلکو غږ ته مسوولانو پاملرنه و نه کړه، د امربالمعروف وزارت ته دې مراجعه وکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دغه غونډه کې پر نړۍوالو غږ کړی، چې د شریعت په چوکاټ کې له طالبانو سره تعامل وکړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یاده ډله پر قومپالنې تورنه ده او نورو قومونو ته د هېواد په مهمو پرېکړو کې ونډه نه ورکوي.
دغې ډلې په تېرو دریو کلونو کې د هر هغه کس یا رسنیو مخه ډپ کړې ده، چې د دوی د ناسمو کړنو پروړاندې غږ پورته کوي.

مولوي کبیر: امکانات نه لرو چې د هېواد پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسو

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په پنجشیر کې غونډې ته په وینا کې ویلي، د دې ډلې حکومت داسې امکانات نه لري چې د افغانستان پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسي. په دې وروستیو کې د پنجشېر په ګډون په مختلفو ولایتونو کې د دې الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي.

ښاغلی کبیر نن د افغانستان پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په اشاره وايي، چې دا ډله د امکانانو د نشتوالي له امله د دوی په مخنیوي کې پاتې راغلې ده..
د دغو بې پیلوټه الوتکو الوتنو طالبان اندیښمن کړي او د ډېرو پخوانیو سیاستوالو غبرګونونه یې هم راپارولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه مهال مخکې د کندهار ولایت پر فضا د بې پیلوټه الوتکو خبره منلې وه او هغه یې د افغانستان پر هوايي حریم بربنډ تیری بللی و.
تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر او د دغې ډلې لوی درستیز هم ویلي و، چې د افغانستان هوايي حریم لا هم د دوی په وینا د نورو په واک کې دی.

د طالبان دفاع وزیر یو ځل ان پاکستان ته په اشاره ویلي و چې دا الوتکې د دغه هېواد له هوايي حریم تېرېږي او افغانستان ته اوړي.

خو پاکستاني چارواکي په دې برخه کې امریکا ته د اډو ور کولو تورونه ردوي.

له دې سره په دې وروستیو کې په وزیرستان کې هم د بې پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي او ځايي خلک وايي، نه پوهېږي چې دا الوتکې د پاکستان که امریکا دي.

سرچینې: د طالبانو مرستیال دفاع وزیر او د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید سره ولیدل

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستاني طالبانو مشر په کابل کې د طالبانو له مرستیال دفاع وزیر فاضل مظلوم سره وړمه ورځ ولیدل. دا لیدنه په داسې مهال ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن بیا له طالبانو وغوښتل، چې د ټي ټي پي په ګډون د مختلفو وسلوالو پرضد ګام پورته کړي.

د سرچینو په خبره، ملا فاضل او نور ولي مسید په دې لیدنه کې د ډیورنډ کرښې پر اداره او پر پاکستاني طالبانو غورځنګ د پاکستان پر فشار خبرې وکړې.

پاکستاني او افغان طالبانو د دې لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو په واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو سره اسلام اباد افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو په ساتلو تورنوي.

افغان طالبان د پاکستان ورته تورونه ردوي او وايي چې پاکستان کې تاوتریخوالی د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او پاکستاني طالبان په پاکستان کې ځمکه په واک کې لري او افغانستان ته اړتیا نه لري.

اوسنۍ لیدنه په داسې حال ده چې د پاکستان پوځ وړمه ورځ وویل، د پښتونخوا په شانګله کې د چینايي انجینرانو په موټر برید افغان طالب کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې دې پېښې ته په اشاره بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي په ګډون د مختلفو وسلوالو پرضد ګامونه پورته کړي.

خو افغان طالبان بیا بیا وايي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پرضد ونه کارېږي.

د طالبانو رییس الوزرا له شتمنو او مرستندويه سازمانونو غوښتي چې له سرې مياشتې مرسته وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا د سرې مياشتې د نړۍوالې ورځي په مناسبت په خپل بيغام کې له شتمنو افغانانو، مرستندويه بنسټونو او سازمانونو څخه غوښتي، چې د افغاني سرې میاشتې ملاتړ وکړي.

ملا محمد حسن اخوند ويلي، چې دې ټولنې په افغانستان کې د جګړه ځپلو او غريبو خلکو لاس نیوی کړی.

د طالبانو رییس الوزرا نن چهارشنبه د سرې مياشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې افغانان تېرو څلور نيمو لسيزو جګړو او ناامنيو زيانمن کړي او کړولي دي او دا مهال په بېلابيلو برخو کې لاس نيوي ته اړتيا لري.

محمدحسن اخوند زياتوي: «د زيانمنو، بېوزلو او په جګړو کې د زيانمنو کورنيو سره مرستې او له حاله یې ځان خبرول د دوی مسوليت دی.»

نوموړي سره مياشت ټولنه په افغانستان کې تر ټولو مخکښه مرستندويه اداره ياده کړه او له مرستو یې ستاینه کړې.

ملا حسن اخوند وايي، چې په سېمه کې جګړو ناخوالې او زخمتونه په ميراث پرې ايښي دي او له مرستندویه ادارو يې وغوښتل، چې په روغتيايي، اقتصادي، بيارغونې او نورو برخو کې مرستې وکړي.

واک ته د طالبانو په رسېدو په افغانستان کې يو شمېر مرستندويه نړۍوالو ادارو خپل دفترونه وتړل او ډېرو بشري سازمانونو په افغانستان کې پر بشري وضعت اندېښنې ښودلې دي.

طالبان ادعا کوي، چې خپلي ټولې چاري له داخلي منابعو څخه سرته رسوي او د چا مرستو ته اړتيا نه لري؛ خو په افغانستان کې نږدې هره کورنۍ د کمزوري اقتصادي حالت سره مخ ده.

داعش - خراسان ډلې د بدخشان د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د داعش - خراسان ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بدخشان په فیض اباد کې پر طالبانو شوې چاودنه دوی کړې او ۱۲ طالب "ملېشو" ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وو، چې د بدخشان مرکز فیض اباد کې د دې ډلې د ځواکونو پر کاروان چاودنه کې د دوی درې وسله وال وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

خو د بدخشان په ولایتي روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دې چاودنې شپږ مړي او ۱۴ ټپیان ور وړل شوي دي.

عبدالمتین قانع وايي، چاودنه په موټر سیکل کې د باروتو له امله شوې ده او په تړاو یې پلټنې روانې دي.

دا چاودنه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو ضد معینیت پر ځواکونو شوې ده، چې د کوکنار د کرکیلې پرضد هڅې کوي.

په بدخشان کې وروستۍ چاودنه په داسې مهال ده چې تېره جمعه د دغه ولایت په درایم او بیا ارګو ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پرضد مظاهرې وکړې.

طالبان وايي، دا مظاهرې په سیمه کې د کوکنارو د له منځه وړلو له کمپاین سره په مخالفت کې شوې دي، خو ځايي خلک دا ډله د خلکو د شخصي حریم په تر پښو لاندې کولو تورنوي.