په الشفا روغتون کې له درېیم ډلهییز قبر څخه د ۴۹ تنو مړي را واېستل شول

د غزې تر ټولو لوی الشفا روغتون کې له درېیم ډلهییز قبر څخه د ۴۹ کسانو جسدونه را اېستل شوي دي. دغه ډلهییز قبر چې په ډان ورځپاڼې کې خپور شوی، د الشفا په روغتون کې موندل شوی درېیم ډلهییز قبر او د غزې په روغتونونو کې موندل شوی اووم ډلهییز قبر دی.